ټولنیز ژوند کورنی ژوند

ماشوم مو بښنې غوښتلو ته مه اړ کوئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

که چېرې ماشوم مو له خپل ورور سره لانجه کړې ده، د خپل ملګري د لوبو وسایل یې اخیستي دي یا تاسو ته یې په بد نوم غږ کړی دی، آیا باید هغه بښنې غوښتلو ته اړ کړئ؟ ډېری والدین هڅه کوي، چې ماشوم ته د بښنې غوښتل ور زده کړي، ځکه فکر کوي، چې دا د ناسم کار د جبرانولو لپاره، تر ټولو غوره او مناسبه لاره ده، بښنې غوښتلو ته د هغو ماشومانو اړ کول، چې له بښنې غوښتلو سره لېوالتیا نه لري، ښه نظر نه دی.

د ماشوم له بښنې غوښتلو څخه موخه
د بښنې غوښتلو دلیل، له هغه چلند څخه د پښېمانۍ احساس څرګندول دي، چې په وسیله یې بل کس ته مو زیان رسولی او یا مو هم خواشینی کړی دی، نو که چېرې ماشوم د خپل چلند له امله د پښېمانۍ احساس نه کوي، نو بښنې غوښتلو ته یې مه اړ کوئ، آیا په خپلې رونیزې تګلارې کې مو ناکام عمل کړی دی؟ د خواشیني اوسېدو ښکارول او بښنه غوښتل په هغه ماشوم کې، چې د پښېمانۍ احساس نه لري، کوم بدلون نه رامنځته کوي او دغه راز له جبرانولو سره یې کومه مرسته نه کوي.

هغه چلند چې معکوسه پایله ورکوي
که چېرې له یو ناسم چلند وروسته د ماشوم په عادي بښنې غوښتلو سره، هغه وبښئ او له کاره یې تېر شئ، هغه ته مو یو ناسم پیغام ور لېږدولی دی. دا کار هغه ته دا ورزده کوي، چې د هر غلط کار له ترسره کولو وروسته د ( خواشینی یم ) په ویلو سره، حتا که چېرې دا خبره یې د زړه له کومې هم نه وي کړي، په ډېرې آسانۍ سره کولای شي، خپل چلند جبران کړي

دا کار په تېروتنې سره ماشوم ته دا ورزده کوي، چې په یوې بښنې غوښتلو سره کولای شي، خپل چلند توجیه او د منلو وړ یې وګرځوي.

ښایي هغه ماشومان، چې بښنې غوښتلو ته اړ کېږي، یوازې له وروستیو پایلو څخه د ډډه کولو لپاره، دا کار ترسره کړي. ډېره زیاته مهمه ده، چې ماشوم متوجه شي، چلند یې د نورو د ځور لامل ګرځي. خپل ورور یا خور ته د هغو د لوبو وسایلو د ماتېدو له امله د خواشینی یم ویل، د لوبو د وسایلو له بېرته جوړېدو سره مرسته نه کوي، یا له خپل دوست څخه د دې لپاره بښنه غوښتل، چې هغه ته یې احمق ویلي دي، په یوې بښنې غوښتلو سره به سم نه شي.

کله وخت میندې او پلرونه، ترکله چې ماشوم بښنه نه وي غوښتې، له هغه څخه امتیازات اخلي او خپل ماشوم ته اجازه نه ورکوي، خپلو لوبو ته بېرته وګرځي، خو ستاسو دا کار ماشوم ته دا ورزده کوي، چې پرځای د دې چې بښنه غوښتل د خواشیني او خپه شوي فرد د خواشینۍ او خپګان د جبرانولو لپاره وکارول شي، یوازې له ستونزو څخه د تېښتې لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

په کوم عمر کې باید ماشومانو ته زده کړه ورکړو؟
هر انسان باید د ودې له بېلابېلو پړاوو نو څخه تېر شي، ترڅو چې ستروالي ته ورسېږي، په دې پړاوونو کې جسمي، اروایي او ټولنیزه وده شاملېږي. ماشوم له ۳ کلنۍ څخه تر ۷ کلنۍ او له ۷ کلنۍ څخه تر ۱۱ کلنۍ پورې د ماشومتوب په دوران کې ژوند کوي. له ۳ کلنۍ څخه تر ۷ کلنۍ پورې ماشوم ژور فکر نه لري او په خپلو کارونو کې بې منطقه دی.

تر ټولو مهم ټکی دا چې، ماشوم ښه او بد په انتزاعي بڼه په پام کې نیسي او کوم کارونه چې ترسره کوي، غلط یې نه ګڼي، خو له ۶ کلنۍ وروسته ورو ورو ښه او بد وخت پېژني او په کړنو او افکار کې یې ورو ورو منطق را منځته کېږي. په کوچینوالي کې ماشومان هرڅه له خپل رښتیني حد څخه ستر په پام کې نیسي او په بل عبارت د ماشوم له نظره هرڅه ستر شوي دي، نو له دې امله والدین باید پوه شي، چې په دې عمر کې ماشومان ډېر زیات ونه ګواښي او وې نه وهي او دغه راز ډېر زیات یې هم ونه هڅوي، ځکه چې ډېر زیات زیان لري.

بښنه غوښتل څنګه مدیریت کړو؟
پرته له دې، چې په کار کې اجبار واوسي، خپل ماشوم ته بښنه غوښتل ورزده کړئ، د دې تګلار ې په بدل کې به ستاسو ماشوم دې ته وهڅېږي، چې د خپلو ناسمو کارونو له امله بښنه وغواړي. په دې ځای کې بښنې غوښتلو ته د ماشومانو د هڅونې لپاره څو تګلارې بیان شوې دي:

ماشوم ته دا ور وښیئ، چې څنګه بښنه وغواړي
پرځای د دې، چې هغه ته ووایئ، چې بښنه وغواړي، هغه ته دا ورښایئ، چې څنګه او څه وخت دا کار ترسره کړي. د بېلګې په توګه د هغه لپاره یو رول ولوبوئ او د بښنې غوښتلو په تګلارې باندې یې پوه کړئ. هغه ته دا هم ووایئ، چې بښنه غوښتل په دې مانا دي، چې زه هڅه کوم، دا کار د دویم ځل لپاره ترسره نه کړم، ځکه نه مې خوښېږي، چې خواشینی دې کړم.

جبرانول ورزده کړئ
له خپل ماشوم سره مرسته وکړئ، چې د خپلې پښېمانتیا احساس له کلمو څخه پورته بیان کړي. د بېلګې په توګه: که چېرې د خپل ورور د لوبو وسیله یې ماته کړې ده، اجازه ورکړئ، چې د خپل جیب له پیسو څخه ګټه واخلي او هغه ته د لوبو نوې وسیله واخلي یا که چېرې خپله خور یې خواشینې کړې ده، نو ورته ووایئ، چې د یوې ورځې لپاره خپل د خوښې وړ د لوبو وسیله د هغې په واک کې ورکړي. دا ډول جبرانونه ماشوم ته دا ورزده کوي، چې څنګه د خپل چلند مسؤولیت په خپله غاړه واخلي.

د هغه شخص د احساسات په اړه، چې خواشینی شوی دی، خبرې وکړئ
کله چې آرامه و، د دې په اړه، چې څنګه یې چلند په نورو باندې اغېزه کوي، ورسره خبرې وکړئ. وینا کول پرېږدئ او پرځای یې ترې پوښتنې وکړئ او وګورئ، چې آیا کولای شي دا تشخیص کړي، چې چلند یې څنګه نور خواشیني کړي او ځورولي دي.

ځای ناستې ستراتیژي ګانې را منځته کړئ
کله چې ستاسو ماشوم یو بل شخص خواشینی کړی او ځورولی دی، هغه ته په لفظي او فزیکي توګه ورزده کړئ، چې بل ځل څنګه بل ډول چلند وکړي. په دې تګلارې سره بل ځل کولای شي، خپل چلند په غوره توګه کنټرول کړي. د رول لوبول، ستاسو له ماشوم سره مرسته کوي، چې په راتلونکې کې د غوره چلندونو لپاره، په ځای ناستو لارو چارو باندې پوه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل