ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې روغه سټه سرسکالو کورنی ژوند

څنګه پوه شو چې ماشوم مو رواني ستونزې لري؛ او چاره یې څه ده؟

لیکنه: شپنه سلګۍ

ژباړه او راټولونه: شپنه سلګۍ

ان لویان ډېر کله نه پوهیږې چې رواني ستونزه لري. ماشومانو ته خو بیخي سخته او په ډیرو مواردو کې ناممکنه ده چې خپلې روانې ستونزې درک او وپېژني او بیا یې بیان او ښکاره کړي.

خو دې کې شک نه شته چې په ګڼ شمیر کې ماشومان له رواني نا ارامیو ځوریږي.

د مور پلار او د ماشومانو د سرپرستانو لپاره دا اسانه خبره نه ده چې د هغوی په رواني ستونزو پوه شي. خو ځینې نښې علامې شته چې په ماشومانو کې د روانۍ ستونزو لکه ستریس، خپګان ، تشویش، وسواس، اظطراب، اندېښنې او نورو په موجودیت دلالت کوي.

ځنېې ماشومان وارخطا، ستړي او ډارن وي او د لوبو سره ټوله مينه د لاسه ورکوي

1-ځنېې ماشومان وارخطا، ستړي او ډارن وي او د لوبو سره ټوله مينه د لاسه ورکوي. يو شمير ماشومان ډير ناقراره وي او فکري تمرکز د کار کولو په ترڅ کې ورته ګران وي. ځینې ماشومان له دوستانو او د کور له غړو څخه لرې کيږي. ځينې يې د ډير کوچني ماشوم په څير چلند کوي ، یعنې له خپل عمر نه کم چلند کوي.

2 -ځينې ماشومان له ډاروونکو خوبونو څخه شکايت کوي او د غږونو او وسله والو کسانو څخه ويره لري.

3- هغه ماشومان چې رواني ناروغي لري په نورو باندې د ير غل کولو حالت نيسي، د ډير خفګان او د زړه د تنګوالي احساس کوي، خو نورو ته د خپل احساس د بيانولو وړتيا نه لري نو د نورو په وهلو او ټکولو لاس پورې کوي او ځان ته هم زيان رسوي.

4 -ځينې ماشومان بد چلند کوي. بد چلند يې کېداى شي چې د ګناه په وړاندې غبرګون وي دا ماشومان د ګناه احساس کوي، خو د خپل احساس له پاره معقول او منلى دليل نه لري.

5- ځينې په داسې حال کې چې ستونزه یې رواني وی، د فزیکي ناروغیو نښې ښيي، لکه د ځان د درد او د اشتها له کموالي څخه شکايت کوي، او وايې چې وجود يې تود دى. یا هغوی چې مخکې تر دې یې د خوب ځای وچ پاتې کیده، اوس یې لمدوي.

پر دې سربیره له ځانګړو څیزونو یا مشخصو حیواناتو افراطي ویره، په خوب کې ډیر زیات ویریدل او ګڼې نورې نښې علامې هم شته چې په ماشومانو کې د رواني ناروغیو څرګندوی دي.

ماشومانو ته د لوبو فرصت، وخت، اجازه او وسایل برابر کړئ. هغوی له لوبو مه منعه کوئ.

د ماشوم کورنۍ/ سرپرست څه مرسته کولی شي

په افغاني ټولنه تر ډیره په کورنیو او چاپیریال کې د ماشومانو لپاره د ژوند شرایط مناسب نه دي. دوی له تاوتریخوالي سره مخ دي، د لوبو او ساعتیرۍ مناسب ځای او اجازه نه لري او همدارنګه ځینې خو یې په کورنیو او یا بازارونو کې شاقه کارونه کوي.

که د کورنیو مور پلار او مشران د داسې ماشومانو سره چې پورته نښې ولري، نرم او مناسب چلند خپل کړي، خبرې او انګیرني یې واورې، هغه ته د غږیدو چانس او وخت ورکړي، له خشونت او تاوتریخوالي یې لرې وساتي، د لوبو او تفریح مناسب فرصتونه ورته برابر کړي، له له نورو ماشومانو سره یې له سالمو او مناسبو لوبو منعه نه کړي بلکې ویې هڅوي، نو له رواني ستونزو سره مخ ماشومان د ډاډ او سکون احساس کولی شي او له رواني ستونزو راوتلی شي.

په ځینو مواردو کې چې د ماشوم ستونزه جدي وي، ښه ده چې د رواني ناروغیو له متخصص او یا هم روانشناس سره مشوره او خبرې وشي.

یاد لرئ، د ماشومتوب روانۍ ستونزې که حل نه شي، د یو ماشوم ټول راتلونکې عمر متاثره کولی شي.

که مو ماشوم له رواني ستونزو سره ستر/ ستره شي، نه یوازې چې په خپلو چارو کې به ډیر کامیاب نه وي، بلکې ډیر کله خپله کورنۍ ته ستونزې جوړولی شي. همدارنګه هغه وړې رواني ستونزې چې ماشومتوب کې په اسانۍ هواریږي، وروسته عمر کې ډیرې پیچلې کیدای شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ