ټولنیز ژوند طبیعت

له ځان سره د ماشوم د خبرو کولو څو سببونه

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي

له درو څخه تر پنځو کلونو پوري د ځانو سره د ماشومانو خبري طبیعي دي؛ په دې ډول دوئ خپلي دننني احساسات ښکاره کوي. خو ډېری والدین اندېښمن دي چي آیا د ځانو سره خبري کول خو به د دوئ د ماشومانو د کومي ستونزي ښکارندويي نه وي؟ په مختلفو عمرو کي د ځانو سره خبري کول د ودي او پرمختګ له خصوصیاتو څخه دي او د ماشوم د خلاقیت د پرورښت سبب کېږي. هغه ماشومان چي نوښتګر او خلاق دي، دوئ اکثره وخت خیال پردازی کوي او دا ځانګړنه په ماشومانو کي زیاته ده. د ځانو سره د ماشومانو خبري کول، ماشوم پر ځان د شاوخوا چاپیریال سره لا بلدوي او د هغه د خبرو کولو د لا ښه کېدو سبب کېږي. نن غواړو چي د ځانو سره د ماشومانو خبري کولو په اړه بحث وکړو.

د ځانو سره د ماشومانو خبري په څه ډول وي؟
د لویانو برعکس، ماشومان په څرګند او حتا په لوړ ږغ د ځانو سره خبري کوي. هغوی پر ځانو راڅرخېدلې دنیا هېروي او کاملاً په خپله خیالي نړۍ کښي را داخلېږي. شونې ده د ځانو سره یا د خپلو ناوکیانو سره خبري وکړي او په دې وخت کي له بدني حرکتونو څخه هم استفاده وکړي. دا ډول خبري اتري د ماشوم د خصوصي خبرو اترو نمونې ښکاره کوي.

د ځانو سره د ماشومانو خبري درې مرحلې لري: د یوه ترسره سوي کار یا نقشې، د ترسره کېدونکي فعالیت او بلاخره د یوه کار د پایلي په باره کي خصوصي خبري.

د ځانو سره د ماشومانو پر خبرو باندي د عمر اغېز او تاثیر:
څېړنو ښودلې ده کوم ماشومان چي د کارونو ترسره کولو پر مهال د خانو سره خبري کوي دوئ بهترین عملکرد لري. د ځانو سره په خبرو کولو ماشومان، خپله دنننۍ دنیا، خپلي ترلاسه کړي تجربې، خپل احساسات او افکار څرګندوي. د ۴ کلونو ماشومانو د خبرو اترو موضوع له درو کلونو هغو څخه محدوده ده. ۶ کلنۍ یا ۷ کلنۍ ته په رسېدو سره په ډېریو ماشومانو کي د ځانو سره خبري کول پای ته رسېږي او د کارونو د ترسره کولو یا د ستونزو سره د مخامخ کېدا پر مهال- دوئ د ځانو سره خصوصي او په لوړ ږغ خبري کول، په درونیو خبرو اترو بدلوي.

په ماشومانو کې د ځانونو سره د خبرو کولو ګټي
زیاتو څېړنو ښودلې ده چي د ځانو سره د ماشومانو خبري کول کولای سي چي د هغوی له پاره زیاتي ګټي ولري. چي له دې ګټو کولای سو لاندي مواردو ته اشاره وکړو:
– د ځانو سره د ماشومانو د خبرو کولو له مهمو عواملو څخه یو هم هوښ او ذکاوت دئ. څېړنو ښودلې ده کوم ماشومان چي د ځانو سره خبري کوي نسبت هغو کسانو ته چي دا کار نه کوي؛ د هغوی ذکاوت او هوش زیات دئ.
– دا ډول خبري کول ددې ښکاروندوی دي چي ماشوم د ودي په حال کي دئ؛ ولي کله چي ماشوم د ځان سره خبري کوي، خپلي کورنۍ او شاوخوا کسانو ته ښيي او هغوی خبروي چي دوئ کوم نوي مفاهیم او موضوعات زده کړي دي.
– هغه ماشومان چي د ځانو سره زیاتي خبري کوي، تر ډېره خپل ځان په خپله کنټرولوي او پر نورو تکیه کول نه کوي.
– د ځانو سره خصوصي خبري کول د ذهني تصویر جوړولو څخه په استفادې او د تخیل قدرت د ماشومانو سره مرسته کوي څو وکولای سي نوښتګر او خلاقانه فعالیتونه ترسره کړي او وکولای سي خپلي ترلاسه کړي تجربې په یوه نوې طریقه سره وړاندي کړي.

څه وخت د ځانو سره د ماشومانو د خبرو کولو په اړه اندېښنه وکړو؟
ماشومان اکثره په خپله خیالي دنیا کي د ځانو، ناوکیانو، شریکانو او حتا خیالي حیواناتو سره خبري کوي. شونې ده له هغو نوو څیزونو کوم چي زده کړی ئې دي په خپلو خبرو اترو استفاده وکړي یا د مشرانو او لویانو خبري تکرار کړي. خو اوس پر دې مساله پوهېدل په کار دي چي څه وخت ددې خبرو کولو اندېښنه وکړو؟ ځیني ماشومان د ځانو سره په خپلو خبرو کي جملې او کلمې تکراروي، که د دوئ دا کار د اوږدمهال وخت له پاره او په غیر عادی بڼه ادامه پیداکړي، شونې ده چي د پرورښت او ودي د ستونزو ښکارندوی اوسي.

د ځان سره تکراري خبري کول د اوتیسم (ASD) یا په عامه اصطلاح د خیال پرستۍ له نښانو څخه ده. که مو ولیدل چي د ماشوم په برنامه کي د یو لړ مشخصو تغیراتو سره، ماشوم عصبی سوی او د آرامېدو له پاره د ځان سره خبري کوي – بهتره ده چي د کوچنیانو د برخي د یوه ارواپوه سره مشوره وکړئ. البته درسره وې (وئې لیکئ) چي د ځانو سره تکراري خبري، خامخا د اوتیسم ټاکوونکی عامل نه شمېرل کېږي او حتمن دا نه مشخصوي چي ماشوم دي په اوتیسم اخته سوی وي. د ځانو سره د ماشومانو خبري کول له ۲-۵ کلنۍ پوري طبیعي دي، له دې وروسته کمېږي او تر اووه کلنۍ وروسته بیا نه لیدل کېږي نو ځکه باید په لوړو کلونو کي د ځانو سره خبرو کولو ته زیاته توجه وسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي