افغانستان ټولنیز ژوند خوندیتوب کورنی ژوند

د کم عمر کوژده شوې انجونې د عمر غم زغمې

لیکنه: الما افغان

په افغانستان کې د ښځو سره د تاوتریخوالې له ډیرو نورو عواملو یو هغه هم په کم عمر کې د انجونو کوژده کول یا هم واده کول دي.

موږ ددې ناوړه دود له کبل په ټولنه کې ډیرې بدې کیسې او بد مثالونه هم لرو، نن د یوې داسې لوستې پیغلې انجلۍ د ژوند ترخه درسره شریکوو چې، په کم عمر کې يې د کوژدې کولو تجربه کړي.

حسینه د ننګرهار ولایت د یو خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي محصله ده، نوموړې وايې: ډیره کوچنۍ وم چې، یوه ورځ خاله (د مور خور)مې زموږ کور ته راغله ، زما د کورنۍ له نورو غړو سره يې په ټوکه کې ویل چې دا مې خپل زوۍ ته کومه، هماغه وو چې مور مې په خندا کې ورته وویل ما هم درکړې نو؛ خاله مې خپل چای پیالې سره ایښي د قاپ چاکلیت په ما وشیندل او په ټولو خپلوانو کې يې زما د نامزادۍ خبر خپور کړ.

د وخت سره زه هم ځوانه شوم او د خاله زوۍ مې هم ځوان خو؛ ډیری په مخ پرتو مسایلو مو ژوند تریخ کړ.

۱. د هلک بیسوادي

حسینه وايي ما ښوونځی ولوست او خپلې زده کړې مې د طب تر پینځم ټولګې ورسولې خو؛ کوژدن مې په لیرې پرتې سیمې کې د ناسم ژوند له وجې له زده کړو وروسته پاتې شو، او همدا لامل وو چې ماته مې نورو همزولې پیغور راکوو چې، ته یوه ډاکتره يې او خاوند دې بیسواده.

۲. د هلک او انجلۍ نه رضایت

حسینه وايي زه دا منم چې، هلک او انجلۍ باید د مور او پلار په خوښه واده وکړي خو؛ زموږ اسلام هم د دواړو جانبینو رضایت شرط بولي چې، بدبختانه زما په اړیکه کې نه زما او نه مې د ژوند د ملګري رضا وه.

۳.هغه بد حالت چې، دغه ځوانه ډیره ځوروي

د حسینې د ژوند ملګری ددې لپاره چې، د خپلې کوژدې نه وو راضې ، دداسې یوې بلې انجلۍ سره واده وکړ چې،د نوموړي خوښه وه خو؛ هغه ددې لپاره چې، پښتون دی او د خپلې لومړۍ ښځې سره واده هم غیرت بولي حسینه نه پریږدي حال داچې، حسینه ترې د واده کولو انکار کوي.

حسینه څرګندوي چې، د کورنۍ ناسمې او سمدلاسې د دوه دقیقو ټوکو مې د ټول عمر ژوند راتریخ کړی ځکه؛ د کوژدن سره نه رضایت،د بنې شتون، د خلکو بد بیني زما په وړاندې او د خپلې ټولنې ناسمو دودونو راته د ژوند ناخوالې راترغاړې ویستې، مجبور څو؛چې ژوندۍ یم دا ناخوالې وګالم.

یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د ۲۰۱۸ م کال په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د هغو ښځو چې دوی یې سروې کړې، په سلو 46 یې اتلس کلنۍ ته تر رسیدو مخکې د کورنیو د مشرانو په خوښه واده شوې دي.

درنو والدینو!

د خپلو اولادونو د روښانه راتلونکې په خاطر مو هیڅکله د هغو د ژوند او اړیکو په جوړولو کې پریکړه مه کوۍ ځکه؛ دا مو هم د اولادونو لپاره او هم ستاسو لپاره د عمر سرخوږی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده