ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

د ماشوم په ژوند کې د کتاب رول

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ماشوم د خپل ژوند په لومړیو میاشتو کې، د کتاب په څیرولو سره، خپله انرژي تشوي او له هغې وروسته دنننۍ آرامتیا ترلاسه کوي، چې دا آرامتیا به له خوښۍ سره مله وي او هغه په لویوالي کې دا زده کوي، چې له کتاب سره کولای شي، آرامتیا ته ورسېږي او دا چاره په هغه کې بنسټیزه کېږي.

د ویده کېدو پرمهال د ماشوم لپاره د کتاب لوستل، هغه ته دا امکان په لاس ورکوي، ترڅو ښه او آرامه خوب ولري، دغه راز په ذهن کې یې د ځینو پوښتنو د رامنځته کېدو سبب ګرځي، چې په اړه یې فکر کول او د هغو لپاره د ځواب پیدا کول به د ماشوم د هوښیارۍ او ځیرکۍ د کچې له لوړوالي سره مل وي.

کتاب لوستنه د ټلویزیون د نندارې پرخلاف په ماشوم کې د تمرکز د رامنځته کېدو سبب ګرځي او دا تمرکز به ماشوم ته د آرامتیا احساس په ډالۍ کې ورکړي. دغه راز د ماشومانو لپاره د کیسو د کتابونو لوستل، د ماشوم په ذهن کې د ښو او بدو شخصیتونو ترمنځ د پرتلنې احساس د رامنځته کېدو سبب ګرځي او ماشوم د کیسې پیغام ته متوجه کېږي، چې تل هغه کسان بریالي کېږي، کوم چې ښه شخصیت او ښه خوی لري او همدا چاره په ماشومانو کې د مثبتو ځانګړتیاوو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

والدین داسې ګمان کوي، چې ماشومان یوازې د وخت تېرولو لپاره، کیسو ته غوږ نیسي، خو داسې نه ده، ښایي هغوی د کتاب له لوستنې څخه ساعتونه وروسته د کیسې په اړه یې فکر وکړي او حتا شونې ده، چې ځان د کیسې د شخصیت پرځای وګڼي.

د ماشوم لپاره د کتاب لوستل ډېر ګټور دي، چې ذهن یې پیاوړی کوي او په ځان باندې د باور احساس یې زیاتوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل