11357308_378950005640138_262373604448624218_o

هلمند کې له ماشومانو سره مينه ډېره شوې- هلمند مدني ټولنه

د هلمند مدني ټولنې پلټنې ښيې چې له تېرو لسو کلونو راهيسې هلمند کې د ماشومانو سره د خلکو مينه ډېره شوې.

د دغې ټولنې منشي ليکوال او څېړونکی شريف الله دوست وايي، په دې اړه يې پراخه سروې کړې او دې پايلې ته رسېدلې چې د ماشومانو سره د خلکو مينه زياته شوې ده.

دوست وايي، پخوا خلک په خپلو اولادونو شرمېدل، له ځان سره يې نه بېول او ان تر دې پورې چې ماشومانو به د خپلو مشرانو په ځانګړي ډول د مور او پلار مخکې د خبرو کولو جرأت هم نه درلود.

د هلمند مدني ټولنې دغه غړی زياتوي په وروستيو کلونو کې ماشومان د لښکرګاه هر ځای کې له خپلو مشرانو، مور او پلار او د کورنيو له نورو غړيو سره ډېر ليدل کېږي چې ځان سره يې تفريحي ځايونو او نورو سيمو ته ور ولي.

نوموړی وايي، دا يو مثبت ګام دی او په دې سره به له يوې خوا ماشومان جرآت واخلي او بل پلو به ځيرک او پوه عادت شي.

ښاغلی دوست وايي، د دوی د پلټنو له مخې د ماشومانو سره د خلکو د مينې کچه په مرکز لښکرګاه کې ډېره خو ولې په ولسواليو او ليرې پرتو سيمو کې کمه تر سترګو کېږي.

هغه وايي، وړکتونونه ډېر شوي دي، د ماشومانو لپاره شخصي ښوونځي فعاله شوي دي او ورسره د زده کوونکو شمېر هم لوړ شوی دی.

دوست له والدينو وغوښتل چې لا دې هم خپلو ماشومانو ته پاملرنه وکړي، د دوی روغتيا، زده کړې او غذا ته پوره توجوه وکړي، ترڅو له ستونزو او ناروغيو وژغورل شي.

هلمند مدني ټولنې تر دې وړاندې هم د ماشومانو لپاره غونډې جوړې کړي دي، د دوی لاسنيوی يې کړی.

ویل کیږي که جګړې د هلمند د خلکو لمن خوشې کړي ، ددې ولایت د خلکو د هوساینې او دغلته د ماشومانو د راتلونکې لاره کې پراته ډیر خنډونه به هوار شي .

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.