خواړه د ګټې خبرې ژوند بڼه

ژاولې: بیه يې لږه، ګټې يې ډيرې

ایرانیان د نړۍ تر بل هر چا ډیرې ژاولې ژويي. په ایران کې ۸۲ سلنه خلک ژاولي ژويي. سعودي عربستان کې بیا ۷۹ سلنه وګړي ژاولي ژويي. امریکا بیا د ژاولو د مصرفولو دریم لوی هیواد دی. دغلته ۵۲ سلنه امریکایان ژوالي ژويي.

ژوالې ژوول چې ځينې خلک يې په افغاني ټولنه کې د ښځو عادت بولي، زیاتې ګټې لري.

دلته يې یوازې د څو مهمو ګټو یادونه کوو:

۱ـ حافظه قوي کوي.
ژوالې ژوول حافظه قوي کوي او توجه زیاتوي. څیړنې ښيي، چې ژوالي ژول مغزي حجرو ته له ۲۵ – ۴۰ سلنه پورې د وینې او اکسیجن جریان زیاتوي، چې په پایله کې حافظه قوي کیږي او انسان باتوجه او تیز ذهنه جوړیږي.

۲ـ د چټک غبرګون ځواک پیاوړی کوي.
هغه خلک چې ژاولې ژوويي، تر هغو چې ژاولي نه ژويي ویښ او بیدار وي او د بهرني عامل په وړاندې غبرګون ته تیار وي.

۳ـ خوب تښتوي.
که خوب درځي او غواړئ، چې خوب مو وتښتي؛ نو ژوالې ژوول بکل تاسې سره مرسته کوي، چې خوب مو وتښتوي.

۴ـ سټریس او پریشاني ختموي.
ژاولې ژول د روحي فشار او خپګان مخنیوي کوي.

۵ـ د غاښونه او ورۍ روغې ساتي.
ژاولې ژول غاښونه روغ ساتي. مطالعاتو ښوودلي چې که له ډوډۍ وروسته د ۲۰ دقیقو لپاره ژاولي ووژل شي، غاښونه پاک او روغ پاتې کیږي. په یاد ولرئ، چې شوګر یا بوره نه درلودنکي ژوالې وژووئ.

۶ـ د زړه د سوځیدو مخنیوی کوي.
ژاولې ژوول د زړه د سوځیدو مخه نیسي.

۷ـ د خولې بدبوي ختموي.
ژوالي ژول د خولې د بدبوۍ سره مبارزه کوي.

۸ـ وزن کنټرولوي.
ژوالې ژول د وزن په کنټرول کې هم مرسته کوي. هغه خلک چې ژوالي ژويي، معمولا کم خوراک کوي. هغه ژاولې چې په خپل ترکیب کې بوره ونه لري، که وژول شي، د وزن په کمولو کې هم مرسته کوي.

ژواولې ژول یو فزیکې فعالیت هم ګڼلی شو، چې په یو ساعت کې د انسان ۱۱ کالوري انرژي په مصرف رسوي.

۹ـ د هاضمې سیستم پیاوړی کوي.

ژاولې ژول د هماضمې سیستم پیاوړی کوي. هغوې چې ژواولې ژويي، د معدې تیزابیت هم کمیږي او د غذا په هضم کې هم مرسته کوي.

یو یادونه چې دلته يې یادول اړین دي، هغه دا چې د ژوالو ګټې ممکن د ټولو خلکو لپاره یو ډول نه وي. ځینې خلک ممکن ژاولې نه خوښويي او یا هم ورسره حساسیت وښيي.

دوهمه خبره دا چې، د ژوالو ډول او کیفیت هم د ژوالو په ګټو تاثیر لري. بوره لرونکې ژاولې د ګټې په ځای غاښونو ته تاوان لري. هغه ژاولې چې مصنوعي خواږه ورګډ شوي وي، هم له ګټې یې تاوان ډیریږي.

که کوچنیان ژوالي وژيي، سر دردي ورته پیدا کیږي. هغه ماشومان چې عمرونه يې له ۶ تر ۱۹ کالو وي، دومداره ژولې ژوول ورته سردردي پيدا کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */