ټولنیز ژوند خواړه روغه سټه

په میرمنو کې د سینې سرطان؛ نښې، عوامل او د مخنیوي لارې چارې یې

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه او راټولونه: مریم محمدي

سرطان وېرونکې اصطلاح ده، چې په اوریدلو سره هر څوک ترې د ځان ساتلو دعا کوي.
او د تیو یا سینو سرطان په عمومي توګه په میرمنو یا ښځو کې ډیر لیدل کیږي. سره له دې چې د سینې سرطان ناروغي د درملنې وړ ده، خو په افغانستان کې هر کال ۱۷۰۰ مېرمنې د یادې ناروغۍ له کبله مري:

د سرطان په اړه نور مهم معلومات دلته لولو:

۱ – سرطان څه شی دی؟
سرطان د بدن د حجراتو نه کنټرولېدونکې ودې او تکثر ته وایي.

د بدن ساختماني واحد د حجرې په نوم یادیږي. د انسان د بدن حجرات له اړتیا سره سم تکثر کوي او د اړتیا د نه شتون په صورت کې په منظم ډول له منځه ځي.

دا دواړه (د حجراتو تکثر او له منځه تلل) په منظم ډول او د بدني اعضاوو له اړتیا سره سم ترسره کیږي.

کله چې په دې دواړو حالاتو کې د بېلا بېلو عواملو له کبله بې نظمي رامنځ ته شي او په نتیجه کې یې د بدن د حجراتو تکثر له کنټرول ووځي او یا هم دغه حجرې په منظم ډول له منځه لاړې نشي، دې حالت ته د بدن د همغه اړوند غړي سرطان ویل کیږي .

۲- هغه کوم عوامل دي چې په میرمنو کې د سینې د سرطان د اخته کېدو لامل کېږي؟

– تر څلویښتو د لوړ عمر میرمنې

– په کورنۍ کې د سینې په سرطان د اخته ناروغ شتون

– ډیر وزن لرونکې میرمنې

– هغه میرمنې چې لږ فزیکي فعالیت لري

– هغه مېرمنې چې خپل ماشوم ته له یوه کال څخه کمې شیدې ورکوي.

– او هغه میندې چې په وینه کې یې سټروجن هورمون ډیر وي باید حتماً وخت نا وخت د سینې د سرطان معاینه وکړي او د معاینې یا چکاپ لپاره ډاکټر ته ورشي.

۳- د سینې د سرطان لپاره میرمنې باید دې ټکو ته پوره پام وکړي

– که مو په سینه یا تخرګونو کې وړه دانه یا غوټه پیدا شوه ژر تر ژر ځان ډاکټر ته ورسوئ.

– که مو د سینو یا تیو له څوکو وینه یا نور ترشحات راغلل، نو بې احتیاطي مه کوئ او حتماً د نور معایناتو لپاره ډاکټر ته ورشئ.

– که مو د سینو یا تیو د څوکو شاوخوا پوستکی وچ شي او پوست اچول ېې پيل کړل نو دا هم ممکن د خطر یو نښه وي.

– که مو د سینې څوکه دننه خوا ته ننوځي نو حتماً ډاکټر ته ورشئ.

– کله چې ستاسو سینه یا تی سور بخونه، التهابي او یا و پړسید نو د یوه جدي خطر په توګه ېې وانګیرئ او ډاکټر ته ورشئ.

– مېرمنې باید له هرې میاشتنۍ ناروغۍ څخه چې دوی ته پېښېږي د خپلو سینو معاینات وکړي.

– کله چې ستاسو د یو تي شکل او بڼه بدله شي، نو ممکن کومه ستونزه وي.

– که مو چې د سینې پوستکی ګونځي شو او یا ېې حساسیت تر پخوا زیات شوی وي چې په لږ لمس سره هم درد کوي نو باید د نورو معایناتو لپاره اقدام وکړئ.

۴- میرمنې څنګه کولای شي د سینې د سرطان مخنیوی وکړي؟

– سیګریت مه څکوئ.

– خپل وزن په طبیعي او مناسب حد کې وساتئ.

– تل سپورت کوئ.

– په خوړو کې مو سابه په تیره بیا کرم، ګلپي او شنه ګلپي زیات کړئ او غوړ کم خورئ.

دا هغه لاردې دي چې تاسو یې کنټرولولی شئ خو هغه څه چې ستاسو له کنټروله بهر دي په هغو کې جنس، توکم، عمر، د مینوپوز یا د میرمنو د وچیدا عمر، د بیلابیلو درملو استعمال او تاثیرات او د کورنۍ صحي وضیعت اومخینه، همدا راز په هېواد کې ناسم صحي سیسټم دی. د سینې د سرطان په معالجه کې ژر تشخیص ډیر اغېز لري او که تاسو د دې ناروغۍ په نښو نښانو پوه شئ نو مخه ېې هم ژر نیولی شئ. له بده مرغه د سینې سرطان په پيل کې خاصه نښه نه لري خو که تاسو کله ناکله خپل تي یاسینې په خپله معاینه کړئ نو ممکن درسره مرسته وکړي.

۵- ایا سړي هم د تیو په سرطان اخته کېږي؟

ګڼ خلک داسې انګیري چې ګني یوازې ښځې د تیو په سرطان اخته کېږي، خو داسې نه ده. که څه هم د سړو د تیو سرطان یوه کمیابه پدیده ګڼل کېږي، خو لاهم هر کال په شمالي ایرلنډ کې په اوسط ډول ۱۰ نارینه د تیو په سرطان اخته کېږي.

نښې نښانې په شمالي ایرلنډ کې د سرطاني ناروغیو په تړاو د کوینز پوهنتون د شمېرو له مخې، په تېرو ۲۳ کلونو کې ۱۶۶ سړي د تیو په سرطان اخته شوي دي.

که څه هم په ناروغۍ د اخته سړیو (چې شمېر یې ۹۹ سړي وو) عمرونه د ۶۰ او ۸۰ کلونو ترمنځ وو، خو د ۲۶ نورو سړو عمرونه بیا ۴۰ کاله وو. د تیو په سرطان د اخته ۴۰ کسانو عمرونه بیا تر ۸۰ کلونو لوړ وو.

د تیو سرطان د درملنې متخصصه نرسه آنی تریانور وايي: “ډېر خلک نه پوهېږي چې سړي هم د تیو په سرطان اخته کېږي، ځکه دوی ان په دې هم نه پوهېږي چې سړي هم تي لري.”

۶- هغه کومې میوې او خواړه دي چې د سرطان مخینوي کې رول لري؟

– هغه مېوې چې پوست یې سور رنګ لري، لکه سرې مڼې، ګازرې، سره الو او دې ته ورته نورې، د سرطان ضد خاصیت لري.

د المان پوهنتون یوې ډلې څېړونکو د خپلو څېړنو په پایلو کې ثابته کړې چې د سرې مڼې په پوستکي کې رنګين خالونه د سرطان مخه نیسي.

– نعنا د سرطان مخنیوی کوي، نعنا هغه بوټی یا سابه دي چې د روغتیا لپاره خورا ګټور دي او د کال په هر فصل کې په اسانۍ ترلاسه کېدای شي. د نعنا خوړل له بدن څخه زهري مواد وباسي، د سر درد له منځه وړي، د خولې بد بوی ورکوي، همدارنګه سرطان کابو کوي.

– مالټه د سرطان ضد خاصیت لري، مالټه چې په خپل ترکیب کې په زیاته کچه ويټامین سي لري، څېړونکو موندلې چې مالټې د سرطان ضد ځانګړنې هم لري.

– بهي هغه مېوه ده چې د مني په وروستیو کې پخېږي او په بهي کې شته مواد د سرطان مخه نیسي.

– کېوي مو د هاضمې سېستم له سرطان څخه ژغوري په کېوي کې زیاته اندازه ويټامین سي شته چې د بدن دفاعي سيسټم پیاوړی کوي.

څیړنې ښيي په کېوي کې شته انټي اکسیدانونه د بېلابېلو سرطانونو په ځانګړي ډول د هاضمې د سيسټم د سرطان مخنیوی کوي.

– چغندر د سرطان ناروغۍ مخ نیوی کوي، . طبي څېړنو دا هم ثابته کړې چې چغندر په لوړه کچه د سرطان له ناروغۍ مخنیوی کوي

– بانجانو د سینې سرطان يه مخنیوي کې رول لري، یوې نوې څېړنې په ډاګه کړې، چې بانجان او هغه خواړه خوړل، چې بانجان په کې ډېر کارول کېږي، د سینې د سرطان مخه نیولی شي، په تېره بیا د هغو ښځو لپاره یې خوړل مهم دي، چې د نهیلۍ عمر ته رسېدلې دي. ډېر بانجان خوړل د هغه هورمون په زیاتوالي کې رول لري، چې په بدن کې د شکر او ډېر چاغښت مخنیوی کولی شي، چې ډاکټران دغه هورمون ته “ادیبونیکټین” وایي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي