سپورټ نړیوال کرکټ

د بنګلور لوبډلي د ماتي لاملونه

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

د ۲۰۱۹ز کال دوولسم پړاو هندوستان پريمرليګ لومړنۍ لوبه د چينای سوپر کينګز او رويالرز چلنجر بنګلور لوبډلو تر منځ وه.

د لوبي پچه چينای سوپر کينګز وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړله.

ويشتن ځای هم دې ته جوړ وو چي باید توپ اچوونه ټاکل سوې وای، ځکه سپينرانو پرې ښه توپ اچوونه کولای سوله.

د لوبي په پيل او پای دواړو کي د بنګلور لوبغاړي پدې ونه توانيدله چي لوبه په خپل کنټرول کي واخلي، تر هر توپ وروسته د لوبي فیصدي د چينای په ګټه لوړيدله.

چينای سوپر کينګز په ۷ ویکټو رويال چلنجرز بنګلور ته ماته ورکړله.

خو د رويال چلنجيرز بنګلور لوبډلي د ماتي لاملونه څه وه؟
ولي يې ددې دومره قوي توپوهونکو په شتون کي چينای ته يوازي ۷۱ منډي هدف وټاکه.

دغه ليکنه کي چينای سوپرکينګز د بريا او د رويال چلنجرز بنګلور لوبډلي د بايللو لاملونه په ګوته سويدي:

۱_ د پريشر شتون
لومړنۍ لوبه هرکله د نورو څخه بيله وي، هره لوبډله هڅه کوي چي خپلي لوبي په بريا سره پيل کړي، نو ځکه هره لوبډله هڅه کوي چي د لوبي پچه وګټي، او همدارنګه غوره پيل وکړي.

د بنګلور لوبډلي د بايللو لوی لامل د ټاس بايلل وه ځکه د لوبي پچه پر بريا ۵۰% تاثر لري.

او له دې هرڅه سره سره مينوال د چينای سره وه، او د چينای ډير تشويق دا لامل سو چي سياله لوبډله تر تاثر لاندي کړي او د بريا څخه يې يو قدم ليري وساتي.

۲ _ د ويشتن ځای جوړښت
بنګلور د چينای ميلمه وو، خو چينای ته خپل پيچ او هوا ښه مالومه وه.

د چينای دغه لوبغالی چي پر ۳ کلونو کي دا پرې لومړۍ لوبه وه، پيچ يې د توپ اچووني لپاره تر توپوهني ډير جوړ وو.

يوازي په تيزو توپ اچوونکو کي ديپک چاهار ۴ اوورونه ترسره کړله خو هيڅ لوبغاړی يې ونه سوځوی،همدارنګه ډي جې براوو يوازي یو توپ ترسره کړ او وروستۍ ویکټه يې ترلاسه کړله، نور ټول اوورونه سپينرانو ترسره کړله او وتوانيدل چي ۹ لوبغاړي وسوځوي.

د پيچ سخت جوړښت چينای لوبډله هم په پيل کي د منډو په جوړولو کي د ستونزه سره مخ کړله خو توپوهونکو لوبه په خپل کنټرول کي ساتلې وه.

۳ – د ويرات او ډيولرز ویکټي
ويرات کهولي د چينای په وړاندي د پراتيو پټيل سره او پنينګ پيل کړ خو چاهار په لومړي اوور کي يوازي ۵ منډي ورکړلې.

همداسي د اوپنينګ ملګرتيا تر څلورم اووره وغځيدله خو هربجن سينګ پدې وتوانيدی چي د ويرات کهولي وکيټه ترلاسه کړي.

د ويرات ۶ منډو لوبډله تر تاثر لاندي راويستله، ورپسې معين علي هم د هربجن سينګ په توپ هربجن سينګ ته ډير اسانه کيچ ورکړ او دی هم يوازي په ۶ منډو له ميدانه بهر ووتی.

خو دلته يوازي د اې بي ډيولرز څخه ددې تمه کيدله چي لوبډله د بدحالت څخه وباسي او د پراتيو پټيل سره ښه ملګرتيا جوړه کړي.

که څه هم په يوه توپ د اې بي کيچ د عمران طاهر له لوري میس سو خو بيا يې هم پر هر بجن سينګ د توپ د غلط شاټ هڅه وکړله او په پايله کي يې په ۹ منډو وکيټه له لاسه ورکړله.

د اې بي سوځيدنه په کمو منډو او لومړيو اوورونو کي دا پريکړه وکړه چي لږ هدف به ټاکل کيږي.

۴ _ د سپينرانو لوبول
د ويرات کهولي،اې بي ډيولرز او معين علي وروسته مهندراسينګ ډهوني تکيه يوازي پر سپينرانو وکړله.

هربجن سينګ څلور پرلپسې اوورونه ولوبول، ۲۰ منډي يې ورکړلې او ۳ وکيټي يې ترلاسه کړلې.

سريش رينا يو اوور ترسره کړ ۶ منډي يې ورکړلې او يوه وکيټه يې هم ترلاسه کړله.

رویندرا جديجا ۴ اوورونه ترسره کړله، ۱۵ منډي يې ورکړلې او ۲ وکيټي يې ترلاسه کړلې.

همدارنګه عمران طاهر ۴ اوورونه ترسره کړله يوازي يې ۹ منډي ورکړلې او ۴ لوبغاړي يې وسوځوله.

د ډهونۍ د سپنرانو پريکړه په پوره ډول بريالۍ سوله او ويې سول کولای چي يوازي په سپنرانو ۹ وکيټي واخلي.
خو تر چاهال وروسته بنګلور لوبډلي هيڅ ريګولر توپ اچوونکی نه درلودی.

۵ _ د پرتيو پټيل حوصله
پرتيو پټيل که څه هم د ويرات سره اوپنينګ ته راووتی،هتمير يې رن اوټ کړ او د لوبي وروستۍ وکيټه هم وه خو په ۳۵ توپونو يې ۲۷ وکړل.

اوپنر توپوهونکي ته د لوبډلي او مينوالو ډيري هيلي وي او که د لوبي تر وروستيو شيبو پاتيږي نو مالومه خبره ده چي منډي به لوړوي او د مقابلي لوبډلي لپاره به سرخوږی جوړيږي،خو پرتيو پټيل دا مسؤليت ادا نه سو کړای.

۶ _ د چينای توپوهنه
که څه هم د بنګلور لوبډلي د ۷۱ منډو هدف په مقابل کي شين واټسن د دوويم انينګ په لومړيو کي وسوځيدی خو سريش رينا لوبډله د پريشر څخه و ايستله،امباټي رايدو او کيدرجاداو ښه ملګرتيا وکړله نو ځکه د ډهوني په شمول نورو توپوهونکو ته اړتيا پيدا نسوله چي لوبغالي ته راکښته سي.
چينای سوپرکينګز ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړله خو په ۱۸م اوور کي يې لوبه وګټله.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.