افغانستان سیاست کلتور او هنر

د ډیورنډ کرښې د لاسلیک کوربنه؛ کنډواله شوې چهلستون ماڼۍ رغول شوې او خلک تفریح ته ورځي

لیکنه: بشر درویش

د کابل په لویدیځ کې د چهلستون شاهانه ماڼۍ، چې د امیرعبدالرحمان خان لخوا د ډیورنډ کرښې تړون پکې لاسلیک شوی او له دې اړخه ډېره مشهوره وه، له کنډوالې بیا په ماڼۍ بدله شوې او د کابلیانو په یوه جالب تفریح ځای بدل شوی.

د نوي کال نمانځنه
د سږني لمریز کال په لومړۍ ورځ ګڼو کابل ښاریانو په ټولنیزو رسنیو کې له خپلو ملګرو او کورنیو سره اخیستل شوي هغه تصویرونه خپاره کړي وو، چې په دغه ماڼۍ کې یې اخیستي ول.

دوی د ماڼۍ په بیا رغیدو خوښي ښودلې وه او د تفریحي ځایونو په دغه نېستمن ښار( کابل) کې یې د یوې بلې تاریخي سیمې په رغیدو او تفریح ځای بدلیدو د خوښۍ اظهار کړی و.

د ولسمشر غني لومړنۍ مهمه مرکه
ولسمشرغني د ولسمشر کرزي په شان په دې تورن دی، چې افغاني رسنیو ته لږ د مرکو وخت ورکوي.

د افغانستان مشهورې تلویزوني رسنۍ طلوع نیوز، چې یو مهال یې د ښاغلي غني په دغه بې پامۍ ځانګړی او له ګیلو ډک راپور جوړ کړی و، په ماسکو کې د افغان سولې په تړاو له ناندریز کنفرانس څخه یوه ورځ مخکې فرصت وموند، چې په همدې بیا رغول شوې چهلستون ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره یوه مناظره ولري.

ولسمشر غني د چهل ستون د بیارغونې د کارونو د لیدنې پرمهال

په دې مناظره کې، چې ولسمشر غني هم طبعاً په وارخطایۍ کې منلی و او غوښتل یې د ماسکو ناسته او د خپل حکومت له حضور پرته د سولې هڅې پکې وننګوي، ولسمشر غني خپلو مخالفینو ته د چهلستون ماڼۍ د موقعیت له مخې هم ځینې پيغامونه لرل.

مهم پيغام دا و، چې ده غوښتل نړۍ او خپل مخالفین پوه کړي، چې دی د چهلستون ماڼۍ په شان نړیدلی افغانستان غواړي ورغوي او تاریخي برم او عظمت ته یې وروګرځوي.

دا د غني لومړنۍ او یوازینۍ هڅه نه ده؛ هغه د دارالامان ماڼۍ د رغولو ټینګار هم کوي، چې کار یې روان دی.

د غني منتقدین بیا وایي چې هغه په داسې سمبولیکو هڅو غواړي پراخه سیاسي او تبلیغاتي استفاده وکړي.

د چهلستون ماڼۍ سابقه
چهلستون ماڼۍ په ۱۷۹۶ میلادي کال کې هغه مهال جوړه شوې، چې شاه زمان سدوزی پر افغانستان واکمن و.

شاه زمان دا ماڼۍ د بهرنیو او کورنیو مېلمنو د بدرګې لپاره جوړه کړې وه.

دا ماڼۍ د ډېرو لوړوـ ژورو شاهده وه؛ ان د افغانستان د معاصر تاریخ د ترټولو بدنامه تړون( ډیورنډ کرښې) د لاسلیک له شرمه ډکه صحنه یې پخپلو سترګو لیدلې.

دغه تړون، امیرعبدالرحمان خان د انګریزي امپراتورۍ له استازي(ډیورنډ) سره لاسلیک کړ، چې له مخې یې د افغانستان د سویلي څنډې یوه لویه برخه د سلو کلونو لپاره دغې امپراتورۍ ته وسپارل شوه.

وروسته د دغه تړون موده لا پوره نه وه، چې انګریزي امپراتوري په ښکاره له سیمې شاته لاړه او د ډیورنډ فرضي او موقتي کرښې هغې غاړې ته اوسنی پاکستان رامنځته شو.

پاکستان د دغه تړون د په رسمیت پېژندلو او قانوني والي ادعا لري، چې افغانستان یې ان د دغه نوي زیږیدلي هېواد د زوکړې له ورځې مخالف دی.

تنظیمي جګړې
چهلستون ماڼۍ د کابل د ډېرو نورو برخو په شان د ډاکټر نجیب د حکومت له سقوط وروسته د جهادي تنظیمونو په اړودوړ کې ورانه ـ ویجاړه شوه.

د دغې ماڼۍ د رغولو کار د ولسمشرغني د حکومت پر مهال پيل شو، چې څه موده مخکې بشپړ او ماڼۍ ورسره په عامه تفریح ځای بدله شوه.

چهل ستون د جهادي تنظیمونو په خپل منځی اړودوړ کې ورانه شوه

د چهلستون او دارلامان ماڼۍ د رغیدو هرکلی او مخالفت دواړه شوی.

هرکلي کوونکي وایي ښه وشول، چې د افغانستان دا دوه تاریخي او لرغوني ځایونه بیرته جوړ او راتلونکي نسل ته معرفي شول، خو مخالفین وایي هماغسې په ګولیو ویشتل شوې سینې یې ساتل په کار و، څو تر مودو ـ مودو یې د ویجاړونکو جنایتونه د خلکو په یاد کې ساتلي وای!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي