کلتور او هنر

جوهي چاوله او عامر خان له ۷ کلونو وروسته روغه وکړه

د بالیوډ سېنما غوره فلم ستوری عامر خان او د دغه سېنما د پخوانۍ ښکلې فلمي لوبغاړې جوهي چاوله تر منځ د اوو کلونو خفګان ختم شو او دواړو په خپلو منځو کې پيدا شوي جنجال ته د پای ټکی کېښود.

عامر خان او جوهي چاوله د ۹۰مې لسیزه ښکلې او بهترینه جوړه وه چې په څو کامیابو فلمونو کې هم سره جوړه راښکاره شوي دي.

دوی دواړو په څو رومنیټیک فلمونو کې هم کار کړی، د فلم (عشق) په دوران کې د یوې وړې خبرې پر سر د دواړو تر منځ جنجال پېښ شوی وه چې بیا دغه خبره دومره غټه شوې وه چې له امله یې دغه دواړو فلم لوبغاړو کلونه کلونه له یو بل سره خبرې ونکړې او سره مرور ول.

تازه په یوه خپره شوې مرکه کې عامر خان د جوهي چاوله سره پر خپل پخواني جنجال خبرې کړي او ویلي دي چې د فلم عشق په جریان کې د دواړو تر منځ پر یوه وړه خبره جنګ شوی و، خو په خبره یې چې له دې وړې خبرې ده لویه خبره جوړه کړه.

دی زیاتوي؛ د فلم د صحنو ډکولو پر مهال یې هم د دغې فلمي لوبغاړې سره ښه رویه نه کوله او په وینا یې تل یې هڅه کوله چې له جوهي څخه فاصله کې واوسي.

عامر خان وایي کله به یې چې جوهي چاوله تر څنګ ورغله نو دی به له هغې ځایه ۵۰ فټه لرې تلو او د فلم د شوټینګ پر مهال یې فقط د هغې سره اړینې خبرې کولې.

دی وایي کله چې یې د لومړۍ مېرمنې رینا سره د طلاق مسئله راپیدا شوه نو ورته جوهي چاوله فون وکړ او ورسره یې د لېدو غوښتنه وکړه خو دی وایي چې ده یې غوښتنه ونه منله.

د ده له قوله چې تر هغې وروسته هم ورته څو ځله جوهي چاوله زنګ وواهه او هڅه یې وکړه چې د ده او مېرمنې تر منځ شته اختلافات ختم کړي نو دی وایې تر هغې وروسته یې پرېکړه وکړه چې داسې ونه شي دښمني یې دوستي زیانمنه کړي.

عامر خان زیاتوي که څه هم یو بل سره یې د اوو کلونو راهیسي خبرې نه دي کړي خو اوس هم د یو بل په فکر کې دي.

د یادولو ده چې دغو دواړو فلم لوبغاړو په کال ۱۹۸۸کې د قیامت سي قیامت تک فلم په واسطه بالیوډ ته لاره پیدا کړه او تر هغې وروسته په څو فلمونو کې جوړه راښکاره شوه چې ځینې فلمونه یې کامیاب هم ثابت شوه، چې له ډلې یې هم هي راهي پيار کي او عشق یادولی شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی