له سبا نه وېرېږم، ځکه پرون مې ليدلی او نن سره مينه لرم

ژباړه: محمد عزیز پردېس

که دې نړۍ ته بې وزله راغلي ياست، دا ستاسو تېروتنه نه ده؛ خو که په بې وزلۍ کې مړه شئ، دا بيا ستاسې تېروتنه ده.
بېل ګېټس
*****

د برياليتوب لپاره درې جملې:
الف) د نورو څخه ډېر پوه شئ.
ب) د نورو څخه ډېر کار وکړئ.
ج) توقع او انتظار مو بايد کم وي.
ویلیام شکسپیر
*****

هرڅوک د نړۍ د تغيير په فکر کې دی، خو هېڅوک هم د ځان د تغيير په اړه فکر نه کوي.
تولستوي
*****

حسد لرونکی مخکې له دې چې نورو ته ضرور ورسوي، لومړی ځان ته زيان رسوي.
*****

که آسماني او ځمکنۍ دروازې د چا په مخ وتړل شي او هغه تقوا اختيار کړي، نو الله تعالی به يې ياري وکړي.
*****

له سبا څخه نه وېرېږم، ځکه پرون مې ليدلی او نن سره مينه لرم.
ویلیام وایټ
*****

بريا هغه نه ده چې يو ځلې هم په ځمکه ونه غورځې، بلکې بريا هغه ده چې وروسته د هرې غورځېدنې څخه پاڅېږې.
مهاتما ګاندي
*****

له ما څخه مخکې مه ځه، ښايي ونشم کولی چې تعقيب دې کړم
له ما څخه شاته مه پاتې کېږه، ښايي ونشم کولی مشري وکړم
ما سره اوږه په اوږه ګام پورته کړه او يوځای راسره لاړ شه
*****

تر هغه وخته چې مينه کوو، کولی شو چې خدمتګزاره واوسو
تر هغې وخته چې موږ يې خوښېږو، کولی شو چې ووايو ژوندي يوو
او هر هغه څوک چې په څنګ کې ملګری لري، هېڅکله هم به بې ګټې ژوند ونلري.
*****

په خپل ژوندانه کې هېڅکله څلور څيزونه مه ماتوئ:
باور، قول، اړيکې او زړه.
د هغوی ماتېدل غږ نلري، خو درد يې ژور دی.
*****

ژوند په واقعيت سره اسانه دی، خو دا موږ يوو چې په سختولو يې تاکید کوو.
کنفوسیوس
*****

نوم مې راته پلار وټاکه، کورنۍ نوم مې باباګانو…
نور بس ده، لاره مې خپله ټاکم.
ډاکتر شريعتي

About محمد عزیز پردیس 278 Articles
محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي. نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی. د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ. په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی