اقتصاد

څنګه په نورو کې «تغییر» راولو؟

یوه مقوله ده، چې تاسې کوښښ مه کوﺉ نور خلک بدل کړﺉ، یا منتظر وﺉ، چې تغییر وکړي.

له یو چا سره د ملګرتیا، د یوچا د ګومارنې، له یوچا سره د ګډ کار او…. لپاره حتمي نه ده، چې هغه سلو په سلو کې ستاسې د فکر پلوی وي. پر یوه مشخص کار او ټاکل شوي هدف فکري همغږي مهمه ده، خو د فکرونو همیشنۍ همغږي او پر یوه مسیر د افکارو یون انسان له پرمختګه غورځوي.

په ټولنه کې فکري تنوع، فکري اختلاف او د فکرونو تبادله د ټولنې د لارښوونې او پرمختګ اصل دی.

یوڅوک، چې زموږ له فکر سره مخالف دی، موږ یې باید د معقول مخالفت درناوی وکړو. ترې واورو، چې په موږ کې داسې څه دي، چې هغه یې مخالفت ته اړ کړی دی. د مخالفت د عواملو درک له موږ سره د خپلو نیمګړتیاوو په حل کې مرسته کوي. زه داسې کسان پېژنم، چې څوک یې د فکر مخالفان دي، په تور لېست کې یې راولي، خپل نږدې ملګری به یې وي، خو دا، چې دده د فکر په مخالف جهت کې دی، روابط ورسره پرې کوي. دا معقول او نورمال غبرګون نه دی. دا احساساتي او د ځانګړو شرایطو تر اغېز لاندې پالل کېدونکی فکر دی. د افرادو ترمنځ د فکري تعامل او فکري همغږۍ په برخه کې، چې څومره د بل فرد د فکر، حرکاتو او چلند د تغییر هڅه کیږي، په همغه کچه باید لومړی اړخ هم په ځان کې د بدلون په لټه کې وي. مطلوب تغییر ته رسیدل د دواړو اړخونو له تغییره ممکن دي.

د تغییر پر وړاندې هر فرد مقاومت کوي، خو د تغییر جهت او هدف که د فردي فکر له تغیره بهر د درېیمګړي پر بنسټ وي، دا احتمال ډېر دی، چې بدل شي. د بېلګې په توګه، موږ نه شو کولای، چې سملاسي د یوې نوې مسالې، اختراع، دود او …. په تړاو د چا باور او فکر ور بدل کړو، خو دا امکان شته، چې مقابل اړخ په تدریج سره له خپل باور او فکر سره نږدې کړو. د یوه فرد، یا د یوې ټولنې د فکر بدلون ډېر وخت اخلي، خو که غواړو، چې په یوه تړلې اداره ( شرکت، کمپنۍ، رسنۍ) کې خلک د تغییر پر لور رهبري کړو، دا کار هومره سخت نه دی. دلته افراد د یوې مشخصې لاسباړې په مقابل کې کار کوي او مکلف دي، چې د ادارې او شرکت پالیسۍ په پام کې ونیسي. په دوی کې هم ښایي په لومړي سر کې له تغییر سره مقاومت موجود وي، خو په تدریج سره دغه مقاومت سړیږي او لږ ترلږه ستاسې د کار په دایره کې ستاسې د فکر او باور پر محور راڅرخي. د بېلګې په توګه دولت غواړي سر له نن نه ټول مامورین په کمپیوټر کار وکړي او خط او کتابت پای ته ورسوي. په لومړي سر کې به ددغه تغییر پر وړاندې مقاومت ډېر چټک وي، خو که زموږ د تغییر بڼه تدریجي وي، لومړی په اداره کې یو کمپیوټر ورته کیږدو، وروسته انټرنېټ ورته ولګوو او ورو ورو مکتوبونه پرې ټایپ کړو او بالاخره ټولو ته د کمپیوټر او نوې ټکنالوژۍ د زده کړې کورسونه پیل شي، فکر کوم هغوی به د تغییر دغسې یوې بڼې ته هرکلی ووايي.

افراد په طبیعي ډول په ځان کې پخپله تغییر راولي، یانې د تغیر اصلي محرک پخپله دوی دي.

دا، چې د بهرني عامل له تغییر سره مقاومت ښيي، لامل یې په تغییر راوستلو کې د انسان د طبیعي رول نفي کېدل دي. څومره، چې د تغییر داخلي او بهرني عوامل سره نږدې او همغږي وي، په یوه فرد، اداره، شرکت او ټولنه کې د تغییراتو بهیر اسانه کیږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */