هر اړخیزه لیکنه؛ په تېرو 20 کلونو کې په یو ورځینو لوبو کې راغلي تغیرات

لیکنه: سمیع الله هلال

تېزه توپ اچونه، تېزه توپ وهنه، بېل بېل سپینران پېدا کېدل او په شمار نور تغیرات چې د ۱۹۹۹ میلادي کال نړیوال جام څخه وروسته په یوه ورځینیو لوبو کې راغلي.

د ۱۹۹۹ میلادي کال نړیوال جام په یو بال ( ډکي) نومي کېده، لومړي پنځلس اوره یې پاور پلی په بڼه کېدل او لوبې ته به بله ریزرف یا احتیاطي ورځ هم ورکول کېده هر کله به چې یوه لوبه په يوه ورځ کې پوره ونه شوه دویمه ورځ یې هم ترسره کولای شوه، خو راتلونکی نړیوال جام چې په انګستان کې ترسره کېږي، شل کاله وروسته په خورا بلې بڼې او د ۱۹۹۹ کال نړیوال جام سره په پوره تغیراتو ترسره کېږي.

یو اننګز یا پاڼۍ په دوه ( کوکوبورا) نومې توپ (بال) ترسره کېږي.

په هر اننګز یا پانۍ کې به درې ډوله د فیلډنګ جوړښتونه شتون ولري.

یو بل مهم تغیر چې لوبغاړي د لوبڅارانو پرېکړې ننګولی شي.

څومره ویلی شو، چې دا تغیرات به د کرېکټ او په خاصه توګه د یوه ورځینیو لوبو لپاره ښه ثابت شوي وي او که مثبت؟

ځیني تغیرات چې په یوه ورځینو لوبو کې راغلي ضروري او د وخت تقاضا وه، لکه په ( (NO BALL کې، نوبال به د توپونو په شمېر کې نه راتله خو ځینې تغیرات یې بیا د لوبې جذابیت او لا خوند پېدا کولو لپاره ډېر ښه ثابت شوي، لکه پري هيټ او پاور پلی یا طاقت لوبه زیاتول.

د کرېکټ نړیوالې شورا دا هم وموندله چې په یوه ورځینو لوبو کې له دېرشو اورونو وروسته د توپ رنګ چې سپین رنګ دی کم رنګه کېږي، کرېکټ نړیوالې شورا په همدې بنسټ دوه توپه په یو اننګر یا پاڼۍ کې لوبول شرط کړل، د دې کار سره بیا په کرېکټ کې ریورس سوینګ یا بال له شانه تاوول کم شو، معمولآ په کرېکټ کې چې کله بال لږ هم زوړ شي، د هغه توپ اچونکو لپاره خورا ښه وخت وي چې ریورس سوینګ یا له شا د توپ تاوول یې زده وي خو د دوه بالونو په شرط کولو سره دغه کار د توپ اچونکو لپاره لږ ستونزمن شوی.

د یوې ورځینیو لوبو لومړي لس اوره د بالرانو لپاره کله کله خورا ښه ثابتېدلی شي، ځکه په همدې حالت کې تېز توپ اچوونکي په خورا اسانۍ سره په نوي بال توپ سوینګ یا تاوولی شي، کرېکټ نړیوالې شورا د کرېکټ لا خوندور کېدو لپاره چې هم یې توپ وهونکو ته ګټه وي او هم یې توپ اچونکو ته ګټه وي، دوه توپه په یو اننګز کې لوبول شرط کړ، په اوس وخت کې شل اوریزې لوبو د لوبغاړو په خاصه توګه د توپ اچوونکو او توپ وهونکو ذهنونه تغیر کړي تر څو په کرېکټ کې د هر ډول چیلینج مخه وکړای شي.

ګورو چې یو ورځینو لوبو څومره تغیرات کړي او څومره یې د بدلېدو خواته روان دی، راتلونکی د کرېکټ نړیوال جام چې په انګلستان کې ترسره کېږي، او د کرېکټ لومړی نمایش هم دلته ترسره شوی وو، نوره به هم معلومه شي، چې په کرېکټ کې نوي تغیرات راشي او کنه، ځکه هر کله چې لویې او غټې سیالۍ ترسره کېږي له هغې وروسته پرېکړې کېږي.

د نړیوال جام مخکې او وروسته هره لوبډله کوشش کوي، چې ځینې داسې تغیرات په خپله لوبډله کې راولي چې راتلونکې ته یې پایلې ښې وي، لکه هند چې په دې وروستیو کې د نوې زېلاند سره سیالۍ لرلې خو هند د معمول خلاف په خپله لومړی توپ وهنه ترسره کوله تر څو ځان د راتلونکې نړیوال جام لپاره د منډو د پوره کولو لپاره اماده او تیار کړي.

له منډو دفاع او که پوره کول یا ( (CHASE:
شل اوریزو لوبو یو څه هغه تاثرات غلط ثابت کړل کوم چې د کرېکټ کتونکو ویلي وو، چې په پنځوس اوریزو لوبو کې د مڼډو پوره کول یو څه ستونزمن وي، خو د شل اوریزو لوبو په ترسراوي سره دغه خبره لږ تر انتقاد لاندې راغله، ځکه د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام وروسته او تر ۲۰۱۸ کال وروستي نېټې پورې ټولې هغه لوبې چې ترسره شوي، که لومړی توپ وهنه شوې او که دوهمه توپ وهنه شوې ۵۰٪ ۵۰٪ پایلې یې لري دي خو د ۲۰۰۳ نه تر کال ۲۰۱۵ پورې دغه حالت داسې نه وو هغه لوبډلې ترې زیاته فایده پورته کړې کومې لوبډلې چې لومړی توپ وهنه کړې.

په یوه ورځینو لوبو کې د ورځې او د شپې چې کومې لوبې ترسره شوي، د لومړۍ توپ اچونې او لومړۍ توپ وهنې ګراف دلته لیدلی شئ.


د یادولو وړ ده، چې د ۲۰۰۳ کال نړیوال جام وروسته تر ۲۰۱۵ کال نړیوال جامه پورې هغو لوبډلو چې لومړی توپ وهنه یې د ورځې په یوه ورځینیو لوبو کې ترسره کړې ۲۹.۶۱٪ لوبې یې ګټلي خو بیا هغو لوبډلو ۲۰۰۳ کال نړیوال جام وروسته تر ۲۰۱۵ کال نړیوال جامه پورې هغو لوبډلو چې د شپې په لوبو کې یې لومړۍ توپ وهنه ترسره کړې ۶۱.۸۶٪ لوبې یې په خپل نوم کړي.

له همدې سره د کرېکټ په لوبډلو کې د لوبغاړو تغیر هم راغلی، چې کوم لوبغاړی د کومو لوبو لپاره غوره شي، زیاتو لوبډلو د خپلو لوبډلو لپاره فارمټونه یا برخې ټاکلي چې هغه لوبغاړی به په مشخصه یا ټاکلي لوبه کې لوبېږي، د ټیسټ لپاره یې جلا، د یوه ورځینیو لوبو لپاره یې جلا او د شل اوریزو لوبو لپاره یې جلا جلا لوبغاړي ټاکلي او لوبوي یې.

لاندې هغه ګراف کتلای شئ، چې لوبډلو د ۱۹۹۹ کال نړیوال جام وروسته تر ۲۰۱۹ کال نړیوال جامه پورې څومره خپل لوبغاړي د جلا جلا فارمټونو لپاره ټاکلي:


په نوي بال ورو توپ اچوونه:
په کرېکټ کې په نوي بال سره د ورو توپ اچونکو لوبول هم تغیر لیدل کېږي، د توپ وهونکو په زیات تخنیکي پرمختګ سره په توپ اچونکو کې هم تغیر ليدل کېږي، معمولأ مخکې به ورو توپ اچونکو په نوي بال توپ اچونه نه کوله خو اوس دې چارې تغیر کړای.

د ۲۰۰۳ کال نړیوال جام وروسته تر ۲۰۰۷ کال نړیوال جامه پورې په اوسط ډول ورو یا سپینر توپ اچوونکو په لومړي لس اورونو کې ۱.۶ بالونه غورځولي، لیکن او دغه چاره په اوسط ډول په لومړي لس اورونو کې ۱۴ توپونو ته رسېدلې.

که تاسو د کرېکټ نړیوالې شورا د لوبغاړو درجه بندۍ ته ځیر شئ نو در معلومه به شي چې په تېرو څو کلونو کې د توپ اچونکو په سر کې څومره ورو یا سپنران توپ اچوونکي ځای لري، دا دې خبرې ثبوت دی، چې ورو توپ اچونکي په لومړي لس اورونو یا په نوي بال کولو کې خورا زیات پرمختګ کړی او ښه ثابت شوي.

لاندې هغه جدول کتلای شئ، چې د ۱۹۹۹ کال نړیوال جام وروسته د توپ اچونې په درجه بندۍ کې څومره ورو یا سپینر توپ اچونکو ځای نیولی:


ښي لاسی تېز توپ اچوونکی که چپ لاسی تېز توپ اچوونکی:
که د بال تېز والي ته راشو په تېرو پنځه نړیوالو جامونو کې چپ لاسي تېزو توپ اچونکو نسبت نور توپ اچونکو ته ښې لوبې ترسره کړي، په تېرو پنځه نړیوالو جامونو کې هغو لوبغاړو تر نورو زیات لوبغاړي سوځولي چې چپ لاسي دي.

ټولو لوبدلو کوښښ کړی، چې په خپله لوبډله کې چپ لاسو تېز توپ اچونکو ته په خپل نوملړ کې ځای ورکړي، یواځینۍ لوبدله هندوستان ده چې تر اوسه نه ده توانېدلې چې راتلونکې نړیوال جام لپاره یو ښه چپ لاسي تېز توپ اچونکی وټاکي.

لاندې د هغه چپ لاسو توپ اچونکو نومونه کتلای شئ، چې په تېرو پنځه نړیوالو جامونو کې یې تر ټولو زیاتې وېکټې ترلاسه کړي.


تر ټولو مهم تغیر چې راغلی هغه د توپ وهونکو د منډو سټرایک ریټ کې راغلی، معمولأ مخکې به توپ وهونکو کوښښ کوو، چې سټرایک تغیر کړي او خپل سټرایک ریټ په غم کې نه وو، خو په تیرو اوه کلنو کې دې چارې هم تغیر کړی، اوس زیات توپ وهونکي کوښښ کوي، چې د خپلې لوبډلې لپاره زیاتې منډې په کمو توپونو ترسره کړي.

د لومړي پنځه غوره توپ وهونکو سترایک ریټ د کال ۱۹۹۶ نه تر ۱۹۹۸ پورې ۸۰.۵۸ وو.

د لومړي پنځه غوره توپ وهونکو سترایک ریټ د کال ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۲ پورې ۷۷.۵۲ وو.

د لومړي پنځه غوره توپ وهونکو سټرایک ریټ د کال ۲۰۰۳ نه تر ۲۰۰۶ پورې ۷۸.۲۶ وو.

د لومړي پنځه غوره توپ وهونکو سټرایک ريت د کال ۲۰۰۷ نه تر کال ۲۰۱۰ پورې ۸۵.۹۵ وو.

د لومړي پنځه غوره توپ وهونکو سټرایک ریټ د کال ۲۰۱۱ نه تر کال ۲۰۱۴ پورې ۸۴.۴۲ وو.

د لومړي پنځه غوره توپ وهونکو سټرایک ریټ د کال د ۲۰۱۵ نه تر کال ۲۰۱۸ پورې ۹۷.۳۸ وو.
په اخره کې به د هغو لوبډلو یادونه هم وکړو چې څوک څومره چانس لري چې راتلونکی نړیوال جام وګټي، د لوبډلو کارکردګۍ او د لوبو د پایلو دا نتیجه ترلاسه کوي، چې انګلستان د راتلونکې نړیوال جام د وړلو لپاره تر ټولو غوره لوبډله ده، لومړی انګستان په خپل کور کې نړیوال جام ترسره کوي، بل د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام وروسته د انګستان کارکردګي هم ښه ده.

About سپورټ یاران 251 Articles
دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې