ژوند او ژواک

ملا هبت الله افغانستان کې د طالبانو ۲۴ لوړپوړي مشران بدل کړي

د طالبانو مشر په ۱۶ ولایتونو کې د طالبانو نومول شوي والیان په دې ورستیو کې بدل کړي. دا خبره ځینو طالب سرچینو د رویټرز خبري اژانس ته کړې.

رویټرز خبري اژانس په دې اړه په خپل راپور کې وايي، چې د طالب چارواکو د ادلون بدلون یو لیست یې لیدلي، او ددې وسلوالې ډلې ویاند هم ورته تایید کړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له خوا شپاړس ولایتونو ته د ټاکلو شویو والیانو د بدلون سربیره، په ولایتي کچه اته نورو لوړ پوړي طالب چارواکي هم په وروستیو کې د ملا هبت الله اخونزاده لخوا بدل شوي دي .

رویټرز خبري اژانس وايي، وسلوال طالبان په دې وروستیو کې د خپل منځي اختلافاتو او د داعش له خوا دې ډلې ته پېښ ګواښ کمزوري کړي. په راپور کې د ځینو طالب سرچینو په حواله ویل شوي چې ددې نویو چارواکو په ټاکنه به د هبت الله اخونزاده کنټرول پر طالبان زیات شي.

رویټرز په خپل راپور کې دا هم وايي، چې طالب مشر د هلمند په ولایت کې کوم بدلون نه دی راوستی . او زیاتوي” ددې جنوب ولایت ډیره برخه د طالبانو په واک ده ، او د افیمو له لارې ددې وسلوالې ډلې مالي ملاتړ برابروي.“

رویټرز د یو طالب چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی خو وايي د طالبانو په واکمنۍ کې وزیر و او اوس په قبایلي سیمه کې اوسې ویلي،” ملا هبت الله اخونزاده د منصور هومره واک پر طالبانو نه لري، خو ددې واک د تر لاسه کولو لپاره په ورو او احتیاط ګامونه اخلي.“

رویټرز خبري اژانس زیاتوي چې ، د ۲۴ طالب چارواکو د ادلون، بدلون دا لیست ورته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد او په قطر کې ددې ډلې دوو چارواکو تایید کړی دی.

راپور زیاتوي، ځینې پوستونه د طالبانو د داخلي جوړښت څرګندوی دي، لکه ” د وسلو او ملاتړ/ تخنیک ریس “ چې دا دنده الله دین اغا ته سپارل شوی. نوموړی تر دې مخکې د وسلوالو د روزنې د مرکزونو مسول و.

رویټرز خبري اژانس ته د طالبانو یو داسې استازي چې افغانستان نه بهر اوسیږي، ځای او نوم یې نه دی یاد شوی ویلي” الله دین اغا به په ښارونو کې د بریدونو لپاره تخنیکي ملاتړ برابروي.“

راپور وايي، نویو بدلونو کې د طالبانو په رهبري شورا او د هلمند ولایت کې د دوی په تشکیلاتو کې کوم بدلون نه ترسترګو کیږي.

دې طالب چارواکي رویټرز ته ویلي، په هلمند کې د طالبانو د والي منان اخوند او هبت الله اخونزاده ترمنځ اړیکې ترینګلي دي. خو ذبیح الله مجاهد بیا دا خبره رد کړې او نور بدلونونه یې عادي بدلونونه بللي چې وخت په وخت دده په وینا طالب مشرانو راوستي دي.

رویټرز د طالب چارواکو له خولې زیاتوي” د هبت الله اخونزاده یو بریا داده چې د میدانو وردګ ولایت ته یې ملا باز محمد د طالبانو د والي په توګه نومولی.

ملا بازمحمد د طالبانو څخه د هغه جلا شوې ډلې غړی وو چې د اختر محمد منصور د مشرتابه پر ضد یې بیلتون اعلان کړی و.

د یادونې وړ ده چې طالبان تر اوسه د افغانستان پر هیڅ لوی ښار یا د کوم ولایت پر مرکز واک نه لري ، خو دا ډله د افغانستان د ولایتونو لپاره د واليانو په شمول خپل اداري تشکیلات لري، چې افغان چارواکي یې خیالي او یا هم تش په نوم تشکیلات بولي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */