سپورټ فوټبال

چمپینز لیګ؛ لېورپول د اروپا اتلانو لیګ اتلولي د شپږم ځل لپاره وګټل.

اعلان

د اروپا اتلانو لیګ سږنی فصل د دوو انګلیستاني کلبونو لېورپول او ټاټنهام په پای لوبي سره پای ته ورسېدئ.

پای لوبه د هسپانیا په مادرید ښار کي وه، چي لېورپول و ټاټنهام ته دوه پر صفر ماته ورکړه.

د لېورپول لپاره محمدصلاح او اوریګي ګولونه ووهل.

له هغه وروسته چي محمدصلاح د لېورپول سره یوځای سوی، د اروپا اتلانو لیګ په ټولو پړاوونو کي یې ګولونه وهلي دي.

پوره اووه کاله وروسته د یاد لیګ کپ انګلیستان ته ولاړی او د اروپا د اتلانو د دې فصل پایلوبه د کلبونو په سطحه درېیمه پایلوبه سوه، چي دواړه کلبونه یي د انګلستان څخه دي.

د اروپا اتلانو لیګ تېل فصل د هسپانيې مشهور کلب ریال ماډريډ د لېورپول څخه ۳ پر ۱ ګټلی وو.

لېورپول ددې اتلولۍ په ترلاسه کولو سره د اروپا په سوپر کپ کي له چیلسي لوبډله سره لوبیږي.

د اروپا په سوپر کپ کي لېورپول د شپږم او چیلسي د څلورم ځل لپاره د ۲۰۱۹ م کال داګسټ پر ۱۴مه نېټه د ترکيې د استنابول ښار په ودافون لوبغالي کي پای لوبه ترسره کوي.

د اروپا اتلانو لیګ یا چمپینز لیګ هر کال د اروپايي پیاوړو ۳۲ کلبونو ترمنځ ترسره کیږي.

تر دې مهاله ټاټنهام هیڅ یو کپ د اروپا اتلانو لیګ نه دئ ګټلی، خو لېورپول ۶ ځلي، بارسلونا پنځه ځلي او ریال ماډریډ تر ټولو ډېر ۱۳ ځلي ګټلی دئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.