خواړه روغه سټه

چې چاغ هم شئ او روغتیا مو هم ورسره ښه وي، نو دا ټکي عملي کړئ

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه راټولونه: مریم محمدي

نن سبا ډېر چاغوالی ښه نه دی، خو که یو انسان بېخي ډنګر وي، نو دا یې هم روغتیا ته زیان رسوي.

د معلوماتو په اساس په نړۍ کې ډېر داسې خلک شته چې له ډېر وزن کړیږي او غواړي ډنګر شي، خو بلخوا بیا داسې خلک هم کم نه دي، چې غواړي چاغ شي.

د څېړنو له مخې مېرمنې تر نارینه‌وو، ډېرې چاغېږي، او یا هم برعکس ډېرې ډنګرېږي، چې دوی کولای شي د ډاکتر له لارښوونې سره سم خپل وزن مناسب حالت کې وساتي.

روغتیا پوهان وايي، که غواړئ چې چاغ شئ، خو روغتیا مو هم ورسره سمه وي نو دا کارونه وکړئ:
۱- ډاکتران وايي هغه کسان چې د چاغوالي غوښتونکي دي، ورته په کار ده چې د ورځنۍ انرژي او کالوري د اخیستلو اندازه خپله معلومه کړئ.

۲- که چېرې په ورځ کې دوه سوه کالوري اخلئ او که غواړئ چاغې شئ، دغه اندازه دوه نیمه سوو ته لوړه کړئ.

۳- د چاغیدو لپاره، له پروټیني خوراکونو ډېره استفاده وکړئ، خوپه یاد ولرئ چې غوړ او سره کړي خوراکونه ډېر مه استعمالوئ، ځکه دا خوراکونه ستاسې اشتها خرابوي او له ښه خوراک څخه مو را ګرځوي.

۴- د قندي او پروټیني موادو د لاس ته رولو لپاره وچه میوه مه هېروئ، په وچو میوو کې یاد مواد په ډېره اندازه موجود وي، له دې کبله د وزن زیاتولو او بدن قوی کولو لپاره د وچو میوو خوراک تر ټولو غوره خوراک دی، چې د بدن چاغوالی سره د بدن روغتیا هم سالمه ساتي.

۵- د وزن د ډېروالي لپاره حبوبات، وریجې او کچالو وخورئ.

۶- هغه کسان چې غواړئ له چاغوالي سره سره یې روغتیا ښه وي، نو سپورټ دې نه هیروي. ډېرې مېرمنې د سپورټ نه کولو په خاطر بهانې کوي چې ځای یې نشته، یا دوی په دې نه پوهېږي چې څنګه سپورټ وکړي، خو دا کار ډېر سخت نه دی.

۷- له غوړو خوراکونو وروسته له چای څخه ډډه وکړئ او پر ځای یې اوبه وڅښئ، له ډېرو اوبه څښل هم د وزن په ډېرېدو کې مرسته کوي او هم مو هم پوستکی تازه ساتي.

۸- تشویش د ناروغيو سربیره د وزن کموالي لامل ګرځي، مهمه خبره دا ده، که غواړئ چې چاغې شئ، نو له اندېښنو سره د تل لپاره خدای پاماني وکړئ.

۹ هر سهار پنېر وخورئ، په پنتیرو کې۷۰ سلنه د چاغوالی غذایی مواد شتون لري، په یو ګرام پنېر کې ۹ ګرامه کیلوریز موجود وي، ځکه نو د وزن زیاتوالی لپاره له پنېر څخه بل ښه خواړه نشته، چې هم یې خوند ښه دی او هم وزن زیاتوی او هم د روغتیا لپاره ګټور دی.

۱۰- د چاغوالي سربیره د مناسب وزن درلودلو په اړه له یوه متخصص ډاکټر سره هم مشوره وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي