افغانستان اقتصاد

چابهار، افغانستان ته زرین فرصت

لیکنه: ياران

لیکنه: میراحمد یاد

د چابهار تړون په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان، ایران او هند ترمنځ وشو، ددې تړون له مخې افغانستان د چابهار له لارې بحر ته لاره پيدا کړه او خپل مالونه مستیقماً له لارې د نړۍ بازارونو ته صادرولای شي. په بندر کې افغانستان ته پنځوس هکتاره ځمکه ورکړل شوه او نږدې ۱۶۳ شرکتونو په چابهار بندر کې د فعالیت لپاره نوم لیکنه وشوه.

دا بندر د ایران په سیستان بلوچستان ایالات کې دی او له دې لارې هند ته تلونکي توکي به د هند کالاندا بندر کې تشېږي. چابهار د ایران په ټولو بندرونو کې لږ پرمختللی بندر دي. ایران ددې بندر د ابادولو او د عایداتي سرچینې ګرځولو لپاره هند او افغانستان سره قرارداد وکړ او هڅه کوي چې دا وروسته پاتې بندر د خپلو نورو بندرو نو په څېر د عاید ستره منبع کړي. تر څنګ یې ایران دا نیت هم لري چې ددې بندر له لارې خپله انرژي هند ته صادره کړي. د ایرا ن لپاره په دې بندر کې تر ټولو لوی فرصت دا دی چې یوازې د افغانستان په خاطر دا بندر د امریکا له ټولو وضع شویو بندیزونو معاف دی.

هند د دې بندر د یوه فاز مدیریت د خپل یوه شخصي شرکت په مرسته واخیست او ژمنه یې کړې چې په دې برخه کې به یې دولت ۸۵ میلیونه ډالر پانګونه کوي. هند غواړي په دې بندر خپل مالونه د منځنۍ آسیا بازارونو ته په ارزانه بیه ورسوي او افغانستان سره هم د صادراتي همکار په توګه مرسته وکړي.

افغانستان لپاره دا لوی فرصت دی چې له دې لارې بحر سره وصل شي او خپل مالونه په ډېره ارزانه بیه د هند بازارونو ته وباسي، د ایراني چارواکو په د چابهار له لارې هند ته د یوه څلوېښت فوټي کانتینر په لګښت کې نږدې ۷۵۰ ډالر کمی راځي. تر څنګ که یې هندي مالونه د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته تېرېږي، نو د افغانستان اقتصادي ستراتیژیک ارزښت هم ورسره ډېرېږي او ښایي له دې لارې عاید هم ولري.

د چابهار بندر په پرانیسته درېیم کال اوړي او که څه هم نن به رسماً د افغانستان له لوري په دې بندر یوه جوپه سوداګریز توکي هند ته صادر شي، خو بیا په لنډمهال کې دا بندر د افغانستان لپاره په ګاونډیو هیوادونو کې د لویو بندرونو عاجل بدیل نه شي کېدای.

د چابهار بندر تر ټولو لویه ستونزه هلته زېربنایي چارې دي، څه وخت مخکې د ایران په پارلمان کې د ایران پر حکومت غږ وشو چې په چابهار کې دې زېربنايي چارو ته پام وشي، ددې تر څنګ دویمه ستونزه د پالیسیو ده. د هند او ایران ترمنځ باید پر دې تفاهم وشي چې هند غواړي چابهار کې ټولې بانکي تضمین نامې په هندي کلدارو وي. ددې تر څنګ په ایران کې ځينې خلک دا مخالفت هم کوي چې ایران ولې ددې بندر مدیریت هند هیواد ته ورکړ، ایران دولت څه وخت مخکې رسمي اعلامیه خپره کړه او خپل ولس ته یې ډاډ ورکړ چې ددې بندر ملکیت نه بلکې مدیریت یې د لنډ مهال لپاره هند ته ورکړی دی.

ومو ویل چې افغانستان ته په دې بندر کې پنځوس هکتاره ځمکه ورکړل شوې او ۱۶۳ شرکتونو په کې د فعالیت لپاره نوم لیکنه کړې ده، خو د افغانستان لپاره هم په دې بندر کې هماغه ستونزې پرتې دي چې ایران او هند ورسره مخ دي. د افغانستان لپاره یوه لویه ستونزه په چابهار کې د بانکي خدمتونو کمی یا نشتوالی دی، چې سوداګر له حکومت په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي. بله ستونزه چې افغان سوداګر یې یادوي د ټرانزیټ د نړیوال تړون TIR ده. د دې تړون له مخې ایران د درېیم ګړي هیواد په توګه د افغان محصولاتو د کتنې او څېړنې حق نه لري او د عبور اجازه به ورکوي، خو په دې برخه کې لا هم ستونزې شته.

تېر ځل چې د چابهار تخنیکي ټیم ناسته کړې وه، ویلي وو چې د افغان سوداګرو دا ستونزې به حل کوي، ګمرکي اسانتیاوې به رامنځته کوي او په نیمروز کې به سړې خونې او زېرمتونونه رغوي.

د افغانستان صاداراتي توکو ته په کتو، د سړو خونو او زېرمتونونو جوړولو ځکه اړین دي چې له دې خوا زیاتره تازه میوه او طبي بوټي ځي چې ددې منظم ساتل اړین دي او د ګمرکي پروسو ګړندیتوب هم په دې برخه کې ډېر اړین دی.

بله مهمه خبره په نړیوال معیار د افغاني تولیداتو پروسس او بسته بندي. که موږ خپل توکي د چابهار له لارې په لویه کچه نړیوالو بازارونو ته لېږو، نو دا مهمه ده چې خپله توکي، پروسس او بسته بندي یې باید د نړیوالو معیارونو سره برابره وي.

په نړیوالو بازارونو کې چې د کومو افغاني توکو تقاضا ده، افغان دولت باید په کور دننه ددې توکو له سوداګرو او تولیدونکو سره مرسته وکړي او د دوی ملاتړ وکړي چې دغه توکي په ښه کیفیت او پر خپل وخت نړیوالو بازارونو ته واستوي.

ټولې پروسې ته په کتو بیا هم دا ویلی شو چې چابهار د افغانستان لپاره یو لوی فرصت دی. درې کاله مخکې چې دا تړون کېده چابهار زیاتره خلکو ته هسې خیالي کیسه وه، هېچا باور نه کاوه چې دومره زر به دا تړون عملي کېږي، خو څه وخت مخکې چې د هند مرسته شوي غنم د چابهار له لارې افغانستان ته راغلل او اوس دا دی د افغاني تولید لومړنۍ جوپه رسماً د چابهار له لارې هند ته صادرېږي، دا ثابته شوه چې افغان دولت د دې بندر په اړه جدي دی او چارې یې څنګه تمه کېده، هغسې په بریالیتوب مخ ته تللي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران