سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د افغانستان کرکټ غوره لیګ سیالۍ په شاندرو مراسمو پیل شوې خو سندرغاړي ارین خان وايي سپکاوی یې شوی

بالاخره د جمعې په ورځ د شارجه لوبغالي کې د افغانستان د غوره لیګ تاریخي پیل په یو لړ شاندارو مراسمو وشو.

د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان د کرکټ بورډ دریس عزیزالله فضلي، د مشرانو د جرګې د ریس فضل هادي مسلمیار، د کرکټ بورډ د اجرایه ریس شفیق الله ستانکزي او د متحده عربي اماراتو په استازیتوب د د شارجه کرکټ لوبغالي د مرستیال په ویناوو سربېره، سندرې، اتڼونه فلمي نندارې او موسیقي هم شامله وه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ریس عزیز الله فضلي وویل چې دا لیګ له سختو ننګونو سره مخامخ و خو افغانستان کرکټ بورډ په وروستیو اونیو کې ډېر زیار ووېست چې افغان غوره لیګ په بریالیتوب سره پیل شو. د یادونې وړ ده چې نوموړې په همدې وروستیو اونیو کې د کرکټ بورډ ریس ټاکل شوی دی.

نورو ویناوالو هم د د افغانستان د کرکټ د لوبغاړو او مینه والو لپاره یوه لویه بریه او تاریخي پیل وباله.

له ویناوو اخو د افغانستان د غوره لیګ د سیالیو د پرانیستې مراسمو کې تفریحي برخه له ناندرو سره مخ وه.

په دې مراسمو کې د هندوستان د دوو هنري او فلمي څیرو ساجد خان او زرین خان له خوا نندارې او نڅاوې وړاندې شوې. افغان سندرغاړې ارزو نیکبین هم په دې پرانیستونکو مراسمو کې سندرې وویلي، او د پښتو ژبې سندرغاړې او فلمي لوبغاړي ارین خان هم په ستیج په زوره د سندرو ویلو هڅه وکړه.

د افغانستان لپاره تاریخي شېبې

ښايي دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل وي چې د یو داسې تاریخي لیګ کوربه توب کوي. که څه هم ددې لیګ تمویلوونکې تر ډیره بهرنۍ کمپنۍ دي، خو افغانستان یې د کرکټ د تکړه لوبغاړو د خواریو او بریاوو له برکته د امتیاز څښتن کیږي. په دې لیګ کې د نړۍ د کرکټ ډیر مشهور لوبغاړي لوبیږي. د افغانستان کرکټ بورډ ریس د افغانستان لپاره دا لیګ له هره پلوه ګټور وباله او ویې ویل (( په دې لیګ کې ۶۰ افغان لوبغاړي لوبیږي چې یو میلیون ډالر به تر لاسه کړي. نوموړي وویل چې د راشد، نبي او مجیب په څېر افغان لوبغاړي به د نورو هیوادونو په لیګونو کې لوبېدل، خو نن نړیوال لوبغاړي د افغانستان په لیګ کې لوبیږي. .))

ښاغلي فضلي د اماراتو له کرکټ بورډه او د شارجه لوبغالي له مشر عبدالله بوخاطر هم مننه وکړه چې افغانستان پریمیر لیګ ته یې لاره هواره کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ عزیز الله فضلي افغانان او د کرکټ مینوال وهڅول چې ددغو لوبو نندارې ته شارجې ته ورشي او هیله یې څرګنده کړه چې په راروانو کلونو کې دا لیګ په افغانستان کې ترسره شي.

ارین خان وايي د زړه له خلاصه سندرې ویلو ته یې پرېنښود

خو افغان سندرغاړی او ممثل ارین خان چې پخوا یې هم د افغانستان کرکټ ته سندرې ویلي، وايي د بورډ چارواکو د سندرو ویلو اجازه ورنه کړه او ده ته یې سخت سپکاوی وکړ.

ارین خان وایې، اجازه نه ورکول کېده چې په دغه پیل مراسمو کې سندره ووایي او خپله کارکردګي وکړي.

د ده په خبره ده دا کار بغیر له کوم امتیازه کاوه خو کرکټ بورډ ورته اجازه ورنکړه.

ارین خان پر فیسبوک یوه خپره شوې ویډیو کې ادعا لري چې د کرکټ بورډ د اجرائیه رئیس شقیق ستانکزي لخوا نه پرېښودل کېده چې سټیج سر ته ولاړ شي او خپل سندره وایې.

دی وایې مخکې یې له کرکټ بورډه غوښتنه کړې وه چې ده ته دې په دغه مراسمو د ګډون بلنه ورکړي خو وایې کرکټ بورډ یې جواب کې ویلي وه چې ورته کافي بودیجه نه لري.

ارین خان وایې په خپل سر او زور سټیج ته پورته شو تل څو خپله سندره ووایې خو بیا هم کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نه پرېښوده چې سټیج سر ته پورته شي.

دی وایې سره له دې چې په زور سټیج ته پورته خو بیا هم په بګرونډ کې ورته د احمد شاه بابا تصویرونه او نور چې ده له ځانه سره راوړي وه پلی نشول.

دغه راز زیاتوي، د خپل ځان لپاره ټیم او د سندري ټول اړین مواد یې خپله ځانته برابر کړي وو.

د یادونې ده چې افغان کرکټ بورډ د افغانستان پریمیرلیک تړون د هندۍ کمپنۍ سنیکسر سره کړی او مراسمو د د ستیج چارې هم یوې هندې میرمنې پر مخ وړلې.

په دې خو به کرکټ بورډ ملامته وبولو چې ولې یې له داسې نړیوالو مراسمو څخه د افغان کلتور او هنر د ښې نندارې لپاره کار وانخیست او ولې په کې د افغان هنرمندانو او کلتوري فعالانو ونډه کمه او تته وه؟

خو له ارین خان سره هم څوک دا نه شي منلی چې که یوې غونډې ته نه وي بلل شوی هم به زور به سټیج ته پورته کیږي او سندرې به وايي. افغانستان سلګونه سندرغاړې لري او که ټول په سټیج په زور سندرې ویل غواړي نو د وطن سیاست به ترې جوړ وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی