کلتور او هنر

سنجي په خپل راتلونکي فلم کې د رنویر ځای، ټائیګر شروف ته ورکړ

مشهور فلم جوړونکي سنجي لیلا بهنسالي په خپل راتلوونکي فلم کې د رنویر سنګهـ پر ځای د بالیوډ یو بل تکړه فلمي ستوری ټائیګر شروف انتخاب کړی.

ټائیګر شروف د هندۍ سینما د ځوانو هغو فلمي ستورو په کتار کې دی چې په ډېر کم وخت کې په خپله ښه کارکردګۍ او د ښه فلمونو په جوړولو يې د ډېرو په زړونو کې د خپل ځان لپاره ځای پيدا کړ.

که څه هم د نوموړي فلمي ستوري راتګ فلمي نړۍ ته ډېر وخت نه کیږي، خو په کمه موده کې زیات کامیاب او ښه فلمونه د سینما پر پرده راغله او همدغه فلمونه د زیاتو خلکو د خوښې وړ هم وګرځېدل.

دغه فلمي ستوري په وروستي ځل په فلم (باغي۲) کې کار وکړ او دغه فلم یې هم د کامیابو فلمونو په لړ کې راغی.

اوس د بالیوډ مشهور فلم لارښود سنجی لیلا بهنسالي په خپل نوي فلم کې د رنویر سنګهـ ځای ټائیګر شروف ته ورکړ.

رنویر سنګهـ هم په خپل وروستي فلم (پدماوت) کې د علاؤالدین غلجي رول لوبولو سره د ډېرو نظر خپل ځانته واړوه او ویل کېده چې ډېر فلم جوړونکي به په رنویر سنګهـ نظر وساتي، خو لومړی د همدغه فلم (پدماوت) جوړونکي له نظره ولوېده.

رنویر سنګهـ تر دې وړاندې هم د سنجي لیلا بهنسالي سره په نورو کامیابو فلمونو کې کار کړی چې زیات لیدونکی او ګرم بازار یې درلود.

رام لیلا، باجي راؤ مستاني او پدماوت هغه کامیاب فلمونو دي چې د بهنسالي په لارښوونه جوړ شوي وه او مرکزي رول په کې رنویر سنګهـ لوبولی وه.

خو له دې کامیابې کارکردګۍ سره سره بیا هم دغه فلمي لارښود د نوموړي ځای بلي ستوري ټائیګر ته ورکړ.

هندۍ رسنۍ وایې، سنجی لیلا بهنسالي د یوه نوي فلم د جوړولو په فکر کې دی چې په یوه هندوستانی ناول باندې به جوړ شي، خو حیرانوونکي خبره داده چې تر اوسه هغه ناول چې دغه فلم پرې جوړیږي هم بازار ته نه دی راغلی او فلم جوړونکي وایي که دغه ناول بازار ته ووځي نو د فلم په تاوده بازار به بد اغیز وکړي.

د ځینو سرچینو له قوله ویل شوي چې لیلا بهنسالي د ټائیګر شروف د خوښې فلم لارښود دی او نوموړی به هیڅکله هم دغه چانس له لاسه ورنکړي او د دغه فلم د شوټينګ د شروع کېدو سره سم د خپل بل فلم د شوټینګ مهال ویش ته هم تیار دی.

د یادولو ده چې ټائیګر شروف د کرن جوهر په لارښونه (ستوډنټ اف دي ائير ټو) کې په شوټینګ بوخت دی چې په راتلوونکي ۲۰۱۹ کال کې به بازار ته راشي.

ټاکل شوي د دغه فلم د شوټینګ د پای ته رسیدو وروسته به نوموړی د هریتهک روشن سره یوځای د یش راج په یوه فلم کې په کار کولو پیل وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی