26488455

د موټر اخیستلو پر مهال کوم ټکي په پام کې ونیسو؟

د افغانستان په موټر پلورنځیو کې پلورل کېدونکي موټر ډېری دویم لاس دي.

همدا اوس د افغانستان د تورغونډۍ له بندره د ورځې تر ۷۰ ډېر موټر واردیږي، خو دغه شمېر پر زاړه موډل موټرو تر بندیز مخکې د ورځې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ پورې و. په دغو موټرو کې غوڅ اکثریت یا مستعمل دي او یا هم داسې موټر دي، چې له ټکرونو وروسته راوړل کیږي.

د نویو موټرو پېرل د هرچا د وس خبره نه ده، ځکه خو ډېری کسان دې ته ترجیح ورکوي، چې مستعمل یا ټکر شوي موټر وپېري. ډېر کسان په موټر پېرلو کې د موټر په ظاهري بڼه تېروځي، خو نورې ستونزې یې له ذهنه وځي. دا هغه څه دي، چې د ټولو موټر پېرونکو باید ورته جدي پام وي.

که تاسې شپږ سلنډره موټر اخلى، د تېلو لګښت به مو له څلور سلنډره هغه ډېر وي. له ماشین، باډۍ، دروازې نیولې تر ټایرونو او رنګ پورې د موټر ټول جزیات وګورﺉ. داسې موټر مه اخلئ، چې بڼه یې بدله شوې وي، یا رنګ شوی وي او یا له موډه وتی وي، ځکه سبا کېدای شي تاسې هم خپل موټر وپلورى.

د دا ډول موټرو ستونزې دادي، چې یو خوا له موډه وتلي او څوک یې نه خوښوي، بل پلو یې په بازار کې د پرزو پیدا کول هم ستونزمن دي او که تاسې یې هم پلورى څوک یې نه درنه اخلي. ویې ازمویئ، یو داسې کس درسره کېنوﺉ، چې د موټرو تخنیکي متخصص وي، سیټونه، سویچ بورډ، ایربیګ، د شټرینګ څرنګتیا، د ډالې غاړې، ښیښې، اتومات او ساده سیسټم، بخارۍ او ایرکنډیشن، ټیپ، چت، بیخ او د موټر نورې برخې په دقت وګورﺉ. که موټر دوه کاله نه وي چلېدلی، نوي ټایزونه یې په دې معنا دي، چې ۳۰ زر کیلومټره چلیدلی او که واټنکچ یې ۱۵ زره کیلومټره ښيي، د شک په سترګه ورته وګورﺉ. که ټایرونه په غیر متوازن ډول شړېدلي یا خراب شوي وي، په ویلونو کې به یې ستونزه وي. د موټر پر سر زنګ وهلي ځایونه هومره مهم نه دي، خو لاندیني هغه یې ډېر لګښت غواړي. که پوهیږى، چې ځینې ځایونه ډېر زنګ دي، په یوڅه یې وټکوﺉ، چې د وسپنې غږ ترې راوځي او که یه. که غږ ترې ووځي، په دې معنا ده، چې زنګ یې ژور نه دی، خو غږ ونه باسي، ویې ګورﺉ، چې څومره ژور زنګ شوی دی.

که له دوه درې زاویو د موټر باډۍ ته وګورﺉ د موټر د رنګ تغییر به درک کړﺉ. که موټر ټکر کړی وي او رنګ شوی وي، تاسې ته معلومیږي. مخکیني ټایرونه یې په لاس کې ونیسئ او یوې بلې خوا ته یې وخوځوﺉ. څراغونه، فنرونه، د ماشین غږ، هارن، بریک، ګیر، ایکسیلیټر، کلچ، لیډرونه، ګیربکس او نور توکي یې په عملي ډول وګورئ، چې خراب نه وي. د موټر شاستۍ وګورﺉ، ملګري ته مو د موټر جلب ورکړﺉ او په سړک یې روان کړﺉ، وګورﺉ، چې موټر خو به کوږ یا په کوم اړخ نه ځي او که داسې څه وو، باید پوه شى، چې موټر ټکر کړی دی.

د موټر انجن چې ګورى ایکسیلیټر ورکړﺉ، که چېرې لوګی تور وي، د موټرو د تېل سوځونې په سیسټم کې څه ستونزه ده. د انجن شاوخوا د تېلو کمپرس وګورﺉ. که موټر اتومات وي، یوه مستري ته وښيئ، خو که ګیردار وي، په خپله یې روښانه کړﺉ، کلچ او مخکې وروسته څلور واړه ګیرونه یې وګورﺉ. که موټر مو ډېر لګېدلی وی، رنګ یې لټېدلی وي، د ننه خیرن وي، دا په دې معنا ده، چې موټر ښه نه دی ساتل شوی او کېدای شي ډېرې نورې ستونزې هم ولري. ډېر نوی او صاف موټر هم ښه وګورﺉ، کېدای شي پلورونکي په دې وروستیو کې رغولی او پاک کړی وي.

د موټر موډل، د تولید کال، په کیلومټر د چلیدو اندازه، د موټر اوسنی وضعیت او وروستی قیمت و ارزوﺉ او بیا موټر واخلﺉ.

خرڅوونکي ډېرځله چالاک کسان وي. تاسې د هغوی چالاکي ته متوجه شﺉ او واردمخه د موټر په تخنیکي او نورو مسایلو ځان پوه کړﺉ. پر مقابل اړخ ځان ور مخکې کړﺉ، ورته ووایاست، چې په څووم لاس کې موټر ور رسېدلی دی؟ څو ځله یې ټکر کړی؟ کوم کوم ځایونه یې زیانمن شوي دي؟د موټر د قضایي او تخنیکی مسایلو په تړاو تضمین ترې وغواړﺉ؟ وپوښتى، چې له ترافیکو سره یې باقیداري ختمه شوې ده؟ پخواني مالکان یې څوک او څه کاره وو؟ او داسې نورې پوښتنې. د موټر تر اخيستلو مخکې په ترافیکو کې د هغه د باقیدارۍ مسئله روښانه کړﺉ، دغه راز داهم ځان ته معلومه کړئ، چې موټر خو په جنايي پېښو او نورو دا ډول مسایلو کې نه وي استعمال شوی؟ د غلا مال، یا جنجالي موټر خو نه دی. وروسته، چې په هرڅه سره جوړ شوﺉ، له موټرپلورونکي نه د پلورنې یو سند واخلئ او په یو څو اعتباري کسانو یې لاسلیک کړﺉ، چې په راتلونکي کې د جنايي او قضایي ستونزو پرمهال تاسې ته سرخوږ جوړ نه کړي.

زه داسې کس پېژنم، چې شپږ میاشتې مخکې یې په لوګر کې موټر اخيستی و، خو دا څو اوونۍ مخکې پسې کسان راغلي او موټر یې ترې وړی دی. دغه موټر له یوچا نه تښتول شوی و او پر دغه کس پلورل شوی دی. اوس د موټر پېرونکی نشته او د ده او د موټر د اصلي څښتن ترمنځ جنجال دی.

په اسنادو کې د موټر رنګ، انجن شمېره او نور اړتیا وړ مسایل له موټر سره پرتله کړﺉ. موټر مو باید د حرکت پرمهال هېڅ راز ګړزا او غیر طبیعي شور او غږ ونه لري او که دا په کې احساس شول، موټر حتما څه ستونزه لري. د موټر موډل ته پام وکړﺉ، ځکه کېدای شي یو موټر د ۲۰۱۲ کال موډل وي، خو په ۲۰۱۳ کال تولید شوی وي. که موټر اخلى د کال په پای کې یې واخلئ، ځکه دغه مهال د نوي موډل موټرو په راتګ سره د زړو هغو بیې لویږي. کله، چې دا ټول مسایل روښانه شول او تاسې هم موټر خوښ کړ، په بیه کې ورسره جوړ شى، خو کله هم دا کوښښ مه کوﺉ، چې په دوه او درى سوه ډالره کې دغسې یو روغ موټر له لاسه ورکړﺉ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.