سینما او موسیقي

د هالیوډ فلم کپټن مارول فلم نږدي ۱۰۰۰ میلیونه ډالر ګټه کړې

اعلان

د هالیوډ سینما تازه نندارې ته اېښودل شوي فلم (کپټن مارول) د نړۍ په باکس افس کې ټول فلمونو وروسته پرېښودل.

کپټن مارول نه یوازې دا چې نور فلمونه یې په ګټه وټه کې تر شاه پرېښي بلکې د خپلې لګښت څو چنده ګټه یې کړې ده.

دغه فلم د ټکنالوژۍ پر مټ جوړ شوی فلم دی چې کیسه یې هم د روان انساني ژوند سره په توپير ده.

ځکه په دغه فلم کې زیاتره د فلم اتلان په هغه ډول قدرت لري چې د انسان له وسه پورته وي او کوم انسان یې نه لري.

د ایکسپریس نیوز د خبر له مخې د ټکنالوژۍ پرمټ جوړ شوي دغه فلم (کپټن مارول) د نړیوال باکس افس کې ۹۹۲ میلیون ډالر ګټلي چې په ګټه کې یې ټول فلمونه وروسته پرېښي.

د رپوټ له مخې لا هم د دغه فلم مینوال ډلې ډلې دفلم لېدو ته ور روان دي او ګوري.

د ټیکنالوژۍ پر مټ جوړي شوي د دغه فلم کپټن مارول د ریلیز کېدو پنځمه اوونۍ ده او د لېدو لپاره زیات مینوال لا هم په تمه دي.

دغه فلم د امریکا د فلم پر بازار یا باکس افس باندې ۳۵۳ میلیون ډالرو څخه ډېره ګټه کړې ده په داسې حال کې چې په نړیواله سینما یې تر ۹۹۲ میلیونه ډالرو پورې ګټه رسیږي.

د ۱۵۲ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوي ایډونچر فلم کیسه د ۱۹۹۰ کلونو کې د یوې مېرمنې پیلیوټې چې په هوایي ځواکونو کې کار کاوه په له ژوند اخیستل شوې، څرنګه چې له کیسې معلومیږي هغه کومه عادي مېرمن نه وه بلکې د غیرعادي صلاحیتونو سره یوه ملکه وه.

د خپلو وړتیاو پېژندلو وروسته (کپټن مارول) د ځمکې د اوسیدونکو مخلوقاتو په منځ کې په روان جنګ کې د انسانانو د ژغورولو لپاره رول لوبوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی