سینما او موسیقي

کاناډايي سندرغاړی جسټن بیبر په ذهني فشار اخته دی، وايي له نړې یې زړه تور دی

اعلان

د ځوان او مشهور کاناډایې سندرغاړی جسټن بیبر د روغتیايي وضعیت تر خرابېدو وروسته روغتون ته لیږدول شوی.

جسټین بیبر د کاناډا ځوان سندرغاړی دی چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې مینوال لري.
دغه ځوان هنرمند ویلي په سخت ذهني فشار اخته شوی او له همدې امله یې د مینوالو څخه د ځان لپاره د دعا غوښتنه هم کړې.

جسټن بیبر په انسټاګرام کې خپل یو تصویر پورته کړی چې د یوه کنسرټ په جریان کې ځینې خلک دا د طبیعت د خرابېدو له امله روغتون ته انتقالوي.

نوموړي سندرغاړي د خپل خپور کړي تصویر سره د خپلې ناروغۍ په تړاو خپلو مینوالو ته معلومات ورکړي او لیکلي یې دی، چې د کوم حالت سره مخ دی غواړي چې نور هم ترې خبر کړي.

دی وایي د ډېر زیاتې هڅې او کوښښ سره سره بیا یې هم له نړۍ څخه د زړه تورۍ احساس کوي او فکر کوي چې د نړۍ سره یې اړیکه پرې ده.

ده زیاته کړې چې د سخت ذهني فشار ښکار شوی او د سختې هڅې سره سره بیا هم نه دی توانېدلی چې ځان ترې خلاص کړي.

ده ویلي چې د خلکو په دعا باور لري او خدای مهربان دی چې وبه ژغورل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی