کلتور او هنر

د نړۍ مشهور سندرغاړي جسټن، له امریکايي ماډلې سره پټ واده کړی

د انګلیسي سندرو مشهور ځوان سندر غاړي جسټن بیبر بلاخره ومنله چې د خپلې ملګرې سره یې په پټه واده کړی.

جسټنی بیبر په خټه کاناډایي دی او ملګرې یې د امریکا ده، هيلي بالډوین مشهوره امریکایي ماډله ده.

بیبر منلي چې د دغه امریکایي ماډلې سره یې واده کړی او اوس د مېرمنې او خاوند په شکل سره ژوند کوي.

تر دې وړاندې دغه مشهور کاناډيي سندري غاړي جسټن بیبر د سلینا ګومز سره د ملګرتیا اړیکې لرلې خو کله چې د دواړو د جدایي خبرونه خپاره شول ترې څو میاشتې وروسته جسټن بیبر امریکایې ماډلې هیلي بالډوین ته د ملګرتیا لاس اوږد کړ.

د دوی دواړو تر کوژدنې وروسته داسي خبرونه او اوازې خپرې شوې چې ګنې په پټه یې سره واده کړی او څوک یې پر خپل واده نه دي خبر کړي.

شکونه هغه وخت په یقین بدل شول چې دغه کاناډايي سندرغاړي پر ټولنیزه رسنۍ ولیکل د واده لپاره نور انتظار نشي کولی خو اوس یې د ټولو خبرو تائید کړی او منلې یې ده چې واده یې کړی.

جسټن بیبر د واده تائید په خپل انسټاګرام کې د یوه پوسټ په واسطه کړی، یو انځور یې پورته کړی په کوم کې چې دغه سندر غاړی د امریکایي ماډلي هیلي بالډوین سره لاس په لاس روان دی او د خندا په حالت کې ښکاري.

جسټین بیبر او مېرمن یې

د دغه انځور سره بیبر لیکلي: « مېرمن ډېره ښه ده »

د یادولو ده چې جسټین بیبر دا اعلان هم کړی و چې نوموړی به د څه مودې لپاره د موسیقۍ له ډګره هم لرې پاتي شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی