ټولنیز ژوند ژوند بڼه

هغه څه چې د ژوند د سکون لپاره یې کولی شئ

اعلان

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

آرام، هوسا او پرُ سکونه ژوند د ځمکي پر مخ د ټولو انسانانو ګډه غوښتنه ده. ددې له پاره انسانان مختلف کارونه کوي، چي یو خوږ او پرُ سکونه ژوند ولري. او بیا زموږ غوندي په يوه جنګ ځپلي هيواد کي سکون، سوله او آرامي د هر انسان، ځوان او بوډا، لوی او کوشني، ښځي او نارينه د زړه آه دئ. نو ددې له پاره چي آرام او پرُ سکونه ژوند ولرو، باید یو څو مهم کارونه هم وکړو. یو له دې مهمو کارونو څخه چي تر ټولو ډېر مهم هم دئ، له ټولو هغو څیزونو څخه ځانونه لېري کول چي د سکون او آرامښت ضد دي.
منفي فکره، چمبازه، بدبین، بې منطقه او عُقده يي انسانان داسي مریضان دي چي په فضاء کي، نا آرامي خپروي او زړونه خپه او ذهنونه مغشوشوي. غیر عادي انسانان چي په خپلو ناخوښو او نامعقولو کارونو سره هڅه کوي، د خپل نا آرام او متشنج درون څخه وتښتي؛ که څه هم په دې کار سره هغه سکون او آرامښت ته چي دوئ ئې هيله لري، نه رسېږي.

خو له بله اړخه د خپلي شاوخوا کسانو د ذهن او روان د ګډوډولو سبب هم کېږي. د منفي کسانو سره نژدې پاتېدل او په ژوند کي د هغوی تحملول، کېدای سي د مالي مصالحو له نظره د اجتماعي قیدونو سره لازم وي خو په څنګ کې باید تاوان د ناآرامۍ او اضطراب په شکل پرې کړي. که د سکون او آرامښت غوښتونکي ياست، هیڅکله د خپلي شاوخوا منفي او ناآرامو کسانو په لوبه کي مه شاملېږئ دا ځکه چي منفي فکر د انتقالېدو وړ دئ داسي چي منفي منظر یا شکل په منفي کردار کي ښکاره کېږي او منفي رفتار په هغو افرادو کي منفي احساس او افکار رامنځ ته کوي چي د منفي افکارو ښکېل او قرباني دي. چي څومره مو توان وي باید منفي کسان په خپل حال پرېږدئ. که سکون غواړئ دا یو له هغو مهمو کارونو څخه دئ چي باید وې کړئ.

دوهم کار چي باید د خپل روح او روان آرامولو له پاره ئې وکړئ دا دئ، چي د ځان او نورو په اړه د مخکي له مخکي قضاوت او محاکمې څخه پرهېز وکړئ. دا که تاسي ښه ياست او نور بد یا برعکس تاسي بد ياست او نور ښه دي، یوازي زموږ د ذهن او دماغ له پاره معنا لري او واقعیت بل څه وي. د نورو په اړه زموږ له وړاندي قضاوتونه هیڅ معنا او مفهوم نه لري، دا ځکه په حقیقت کي لکه له نامه څخه چې معلومېږي، ذهني موضوعات اصلاً ليدل کېږي نه. د سکون او آرامښت له پاره دوهم کار چي باید وې کړئ هغه د مخکي له مخکي قضاوتونو څخه پرهېز کول دي. د ځانو او نورو په منځ کي ټاپې او تورونه لګول د ناآرامۍ، خپګان او زړه بدېدني سبب کېږي.

موږ باید پر خپل شاوخوا د افرادو د پېښو بې طرفه شاهدان او نظارت کوونکي و اوسو؛ پرته له دې چي د هغوی د ښه والي یا بدوالي په اړه پرېکړه وکړو، چي دا دوهم کار دئ چي باید د خپل روح او روان د آرامېدو په خاطر ئې وکړئ. درېیم کار چي د روحي، رواني او ذهني سکون حاصلولو له پاره ئې باید وکړو، هغه د ټولو هغو شیانو کاملاً منل او قبلول دي چي نه ئې کنټرولولای او نه ئې هم تغیرولای سو. باید نور پرېږدو چي څنګ دي، هماغسي دي اوسي هرکله چي غواړو په زور یا جبر باندي هغه څه تغیر کړو چي د دوئ نه خوښېږي، او یا وغواړو هغه شی چي زموږ تر کنټرول وتلی دئ، په زور او جبر سره ئې د ځان تابع کړو، نا آرامه کېږو؛ البته ددې نظریې مخالفین دي زیات نه خوشحالېږي!

د نه کنټرولېدونکي یا نه تغیرېدونکي پدیدې منل له هڅي او تلاښ کولو څخه د پر شا کېدو په معنا نه دي په دې حالت کي موږ یوازي پر بېهوده او بې ګټي کارونو باندي د انرژي مصرفولو پر ځای، خپل سېک او انرژي پر داسي څیزونو متمرکزوو چي د هغوی د تغیر، بهبود او کنټرول تمه لرو؛ په دې صورت کي یوازي دا نه چي د ناموزو پدیدو او ستونزو په وجه د بېهوده بې قرارۍ او اضطراب څخه خلاصېږو، ورسره په څنګ کي، پر داسي شیانو باندي د انرژي او سېک مصرفولو په خاطر چي کولای سو په تغیر سره ئې خپل ژوند متحول کړو، له درونه آرام او خوشحالېږو.

سکون او آرامښت ته په رسېدو کي څلورمه لاره دا ده چي د خدای ج پر تقدیر او الهي معیشت باندي ايمان ولرو. معتقد انسانان، ډېر خوشحال او آرام وي. هغوی پوهېږي چي که هر څومره د سکون حاصلېدو له پاره خپلي هڅي باید وکړي، خو همېشه زموږ انسانان له توانه وتلي کارونه سته او باید پر يوه ناپایه قدرت او د هغه پر رضایتمندۍ او غوښتني باندي چي کولای سي د ځان سره یو عجیب سکون ولري؛ ایمان او باور ولرو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي