روژه او پرقصابانو نیوکې؛ د غوښې بیه ولې لوړه شوې؟

د روژې له را رسیدو سره په افغانستان کې د نورو خوراکي توکیو ترڅنګ د غوښې د بیې له لوړوالي شکایتونه زیات شوي.

د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خلکو په دې اړه اعتراضونه کړي، چې له کبله یې ګڼو ولایتي ادارو د ښاروالیو له لارې د نرخونو د کنټرول هڅې پيل کړي.

سږ کال تر نورو کلونو ډېر د غوښې د بیې له لوړیدو هم شکایتونه کیږي.
خو دلیل یې څه دی، قصابان ولې داسې کوي؟

د څارویو قیمته کیدل

یو شمېر قصابانو د غوښې د لوړیدو لوی دلیل د څارویو د بیې لوړوالی ښودلی.

دوی ویلي، چې له څو کلونو راهیسې د وروستۍ وچکالۍ له کبله په هېواد کې د څارویو شمېر کم او بیه لوړه ختلې ده.

ولې د څارویو بیه ختلې؟

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وایي سږ کال تر پخوا د وښو کچه لوړه شوې او د څارویو ناروغۍ هم کمې دي.

د وزارت نشراتي ارګان( بزګر اونیزې) په یوه راپور کې د کابل ولایت د څو څاروي ساتونکو په حواله ویلي، چې سږ کال د شنو واښو زیاتووالی دوی ته اسانتیا ده.

دوی دغه راز د حیواني ناروغیو د کمیدو یادونه هم کړې ده.

کرنې وزارت مني، چې د څارویو بیې لوړې شوي.

دغه وزارت پخپله اونیزه کې د یوه مال ساتونکي په حواله لیکلي :

«دمالونو بیه له یونیم تر دوه چنده لوړه شوې ده، تېر کال یوه وری په درې زره افغانۍ خرڅېده، خو سږ کال هماغه وری پنځه تر شپږ زره افغانۍ خرڅیږي. ددې لپاره چې سږ کال بارانونه ډېر و نو په غرونو او دښتو کې شنه واښه پریمانه ده او مونږ هیڅ ډول اندېښنه نه لرو او ترڅنګ یې د څارویو د ناروغیو کچه هم ټېټه شوي ده.»

د ناروغیو مخنیوی

د کرنې وزارت د حیواني ناروغیو سرپرست سیدمجدود ریحان وايي:

«څاروي مو تېر کال له ستونزو سره مخ شول، د دغو ستونزو د له منځه وړلو په پار مو پر مالدارانو کابو ۵۰ زره مټریک ټنه د څارویو خوراکي توکي ووېشل، سږ د واورې او بارانونو کچه زیاته وه له دې اړخه کومه ستونزه نه لرو، سږ ښه او ښېرازه کال دی.»

ریحان وایي، د کرنې وزارت په پام کې لري، چې د مالدارۍ د وضعیت د ښه کولو په موخه د مالدارۍ په بېلابېلو برخو لکه د اوبو زېرمې جوړول، د ژورو څاګانو کېندل، د طاعون او بروسلوز ناروغیو پر وړاندې د واکسینو پلي کول، د قرنطیني ماشینونو پېرل، د ودانیو تجهیز او د علوفې چمتو کولو په برخه کې کار وکړي.

ریحان وویل:

«څه باندې یو میلیون دوزه د بروسلوز واکسین پېرو او د شرایط وړ څارویو ته واکسین کوو، ۴۱۰ زره څاروي وقایه کوو، څه باندې درې میلیون څاروي د طاعون پر وړاندې واکسینوو، یو جامع طرح مو چمتو کړې او د ولسمشر له خوا منل شوې ده، چې ددې طرحې په پلي کولو سره مو ډېر شمېر ستونزې حلیږي، ورښتونه هم د کرنې او هم د مالدارۍ په برخه کې ښې پایلي لري، همداراز د وړو څارویو د پوستکي او وړۍ څخه د ګټې اخیستنې په موخه هم برنامه لرو.»

۱۰۰ میلیونه پانګونه

سرچینه وایي د روان کال د برنامو پر بنسټ د کرنې وزارت په پام کې لري، چې په ۱۳۹۸ یم کال کې د مالدارۍ د ودې او د حیواني روغتیا په خاطر ۱۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه وکړي.

ولسمشر غني هم څه موده مخکې د کرنې په ملي کنفرانس کې مالدارۍ ته د خاصې پاملرنې ژمنه وکړه.

د حیواناتو قاچاق

یوه موضوع، چې چارواکي زیات څه نه ورباندې وایي له افغانستانه د حیواناتو د قاچاق مسئله ده.

له هرات ولایت څخه په وروستیو راپورونو کې ویل شوي، چې په قاچاقي لارو هره شپه لسګونه پسونه ایران ته قاچاق کیږي.

ځایي خلکو ولایتي چارواکو په دغه کار کې په لاس لرلو تورن کړي، خو چارواکو دا تور رد کړی.

د هرات ترڅنګ له یو شمېر نورو سرحدي ولایتونو څخه هم ګاونډیو هېوادونو ته د حیواناتو د قاچاق خبر ورکړل شوی.

د دې ترڅنګ ویل شوي، چې په تېرکال وچکالۍ کې ګڼ حیوانات تلف شوي او مال لرونکو ته یې سخت مالي تاوان اړولی.

دوی د خپل تاوان د جبران لپاره هم د څارویو بیه لوړه کړې، چې ورسره په بازار کې د غوښې بیه لوړه شوې.

د بې کیفیته غوښې واردول

په افغانستان کې د غوښې د بیو له لوړیدو سره له پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه د بې کیفیته غوښې د قاچاق خبر هم ورکړل شوی.

دا قاچاق نه یوازې د غواګانو د غوښې په برخه کې کیږي؛ بلکې د چرګانو په پراخه پیمانه بې کیفیته غوښه هم واردیږي.

په یو شمېر سرحدي ولایتونو کې چارواکو د دغو غوښو د مخنیوي خبر ورکړی، خو ویل کیږي چې دا لړۍ اوس هم په چټکۍ سره روانه ده.

په ټوله کې نیوکې پردې دي، چې مسولې ادارې د غوښې د کیفیت او د بیو د کنټرول په برخه کې همغږې نه دي.

فساد، بې مسولیتي او هم د نرخونو په کنټرول کې له مسولو ادارو سره د خلکو نه همکاري د دغه وضعیت لوی لاملونه ګڼل شوي.