ګټه وټه

د ښې سوداګرۍ ۵ لومړي او مهم ګامونه

لیکنه: ياران

ژباړه: عطا محمد میاخېل

په سوداګرۍ کې د پرمختګ لپاره ډېرو پیسو ته اړتیا نه شته، باید ښې نظریې ولرئ. د پانګونو په اړه اندېښنه مه کوئ، تر ډېره په هغو څیزونو باندې تمرکز وکړئ، کوم چې په پام کې یې لرئ، که چېرې غواړئ، چې سوداګري مو پرمختګ وکړي، یوازې نظریه بسنه نه کوي، بلکې لاره هواروي، دا واقعیت نباید تاسو ووېروي، په حقیقت کې د دې سبب کېږي، چې سوداګرۍ ته په په رښتینې توګه وګورئ.

۱ ـــ څېړنه وکړئ
د سوداګرۍ په اړه څېړنه ډېره اړینه ده، ځکه په دې برخه کې د انټرنېټي سوداګرۍ ودې، سیالي ډېره ستونزمنه کړې ده. په کوچنیو او سترو سوداګریو کې افراد د هغو سیالانو په لټه کې دي، چې د خبرو اترو لوړ ځواک لري، وسایل په ارزانه بیه پلوري. څېړنه تاسو ته دا څرګندوي، چې اوس او په راتلونکې کې به چېرته وئ.

څېړنه تاسو ته سمه نظریه او سم کارونه هم در په ګوته کوي او تاسو ته دا درښیي، چې څنګه کار وکړئ او دا مهمه نه ده، چې له کار څخه کوم مثبت ټکي را واخلئ، په سوداګرۍ کې مرستې ته اړتیا لرئ او که نه، په دې برخه کې څېړنه، ستاسو د پرمختګ لامل ګرځي او همدا راز له بریاوو او تېروتنو څخه د درس اخیستلو سبب ګرځي.

۲ ـــ په کاري تګلوري کې تېروتنې تل سمې کړئ
په کار ځای کې د آزاد تګلوري لرل خلاقیت روزي. د غوره نظر د لرلو لپاره، باید زده کړئ، چې خطره ومنئ، له دې کبله خپل خلاقیت لوړ کړئ او هڅه وکړئ، چې نوي کارونه ترسره کړئ او تېروتنه وکړئ، دا یوازې د تګلوري په اوږدو کې د زده کړې کار دی. د سودا ګرۍ تر ټولو غوره نظرونه هغه مهال را منځته کېږي، چې خطره منل او تېروتنه کول سره ترکیب شي.

۳ ـــ مخکینو نظریو ته پراختیا ورکړئ
د عمومي رسنیو مدیر جول د نورو د نظریو پر بنسټ یوه ټولګه را منځته کړه او له دې نظرونو څخه یې غوره نظریې را بهر کړې. که چېرې په ذهن کې مو کومه نظریه وي، نو ژر تر ژره یې ثبیت کړئ. کوم کار چې باید ترسره یې کړئ، دوه نظرونه، چې کابو سره ورته وي، وټاکئ او د هغو ترمنځ اړیکې او توپیرونه وسنجوئ. د بېلګې په توګه: دوه نظریې یوه د بلې ترڅنګ کېږدئ، توپیري ټکي یې سره ونښلوئ او ترې یوه واحده نظریه جوړه کړئ.

۴ ـــ هرڅوک د پرمختګ لپاره وړاندیز لري
دا چې هرڅوک د وړاندیز لپاره یو څه لري، هڅه وکړئ، په سوداګرۍ کې د نورو ډلو له تجربو څخه ګټه واخلئ، ځکه چې ځینې ډلې مهارت یا د شریکولو لپاره پیسې لري. هر کس د وړاندې کولو لپاره یو څه لري، یوازې د څرګندولو لپاره یې د ځای په لټه کې دی.

د دې لپاره، چې غوره نظرونه ولرئ، ټول موارد په هر اړخیزه توګه وسنجوئ. د دې کار د ترسره کولو لپاره یوازینۍ لاره، له مقابلې ډلې سره خبرې اترې کول دي. تاسو هغو کسانو ته اړتیا لرئ، چې رښتیني او صادق وي، نه دا چې یوازې مو تایید کړي. د بېلابېلو باورونو لرونکې دوې ډلې تشکیل کړئ او د هغوی له نظرونو څخه د خپلو نظریو د پرمختګ لپاره کار واخلئ.

۵ ـــ په سوداګرۍ کې د مشتري پېژندنه د بریالیو خلکو مهم راز دی
په سودا ګرۍ کې د پرمختګ لپاره، بله لاره، د مشتري او د هغه د سلیقې پېژندنه ده، که چېرې هوښیار واوسئ، نو په حقیقت کې مو ۵۰ سلنه لاره، له بریا سره وهلې ده، ځکه پانګونه په هغه ځای کې ډېره او په چټکه توګه پرمختګ کوي، کوم کې چې ورته اړتیا وي. له ځانه وپوښتئ، چې څوک مو مشتري دی، مشتري مو څه اړتیاوې لري؛ شرکت له مشتري د مرستې لپاره کوم کار ترسره کوي، د دې پړاوونو په ترسره کولو سره به په خپلې سوداګرۍ کې بدلون او پرمختګ ووینئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران