سینما او موسیقي

ایران برتانوۍ سندرغاړې، بیرته له هوایي میدانه شړلې

اعلان

مشهوره برتانوۍ سندرغاړې جوس سټون ایران ته له رسېدو سره سمه بېرته له هوایې مېدانه ګرځول شوې.

دغې سندغاړې په خپل (ټوټال ورلډ ټوور) یا د ټولې نړۍ سفر په پروګرام کې دا ځل پتیېلې وه چې ایران ته ولاړه شي او هلته سندرې ووایې خو د ایران څخه په بېرته ګرځولو سره وایې چې ډېر ناهیلې شوې ده.

دغه سندرغاړې غواړي هر هېواد ته د سندرو ویلو په موخه ولاړ او په دې ترڅ کې یې تر اوسه یې په دې لړ ډير هېوادونه هم لیدلي.

د انسټاګرام په یوه پوسټ کې جوس سټون ویلي چې نوموړې د ایران څخه بېرته ګرځول شوې، په خبره یې ایران چارواکو ورته ویلي چې په ایران کې کنسرټ نه شي کولی او زیاتوي چې له هوایي میدانه یې بېرته خپل هېواد ته ګرځولې ده.

نوموړې زیاته کړې چې د ایران په هوایي میدان کې د لږ وخت لپاره ساتل شوې وه او بېرته یې ډېپورټ کړې.

د یادولو ده چې په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب وروسته ښځو ته په عامه ځایونو کې د سندرو ویلو اجازه نه ورکول کیږي.

د ای ایف پي خبر اژانس د سندرغاړې د انسټاګرام پوسټ په حواله لیکلي، چې سندرغاړې ویلي ورته معلومات وه چې مېرمنې په ایران کې په عامه ځایونو کې کنسرټ نه شي ورکولي نو په خبره یې دا هم یوه مېرمنه ده او نه شي کولي په عامه ډول کنسرت ورکړي.

سټون په خپل انسټاګرام پوسټ لیکلي، دغه شېبې یې زړه ورمات کړی.

په رپوټ کې راغلي د هوایې میدانه د راتلو پر مهال یې د نقاب یوه تصویر هم خپور کړی.

د دې سربېره چې نوموړې د ایران له خاورې هم ویستل شوې خو بیا یې هم د مهاجرینو اړوند برخې د چارواکو یې زیاته ستاینه کړې ده، زیاته کړې یې ده چې دوي په رښیني معنی ښه خلک دي خو خواشینې یې ښودلې چې نظام یې نه بدلېدونکی دی.

په خبره یې چې چارواکو یې په ډېر مهربانه او نرم زړه سره د داخېلېدو انکار وکړ.

په ایران کې کنسرټ یې د ټولې نړۍ سفر ۲۰۰ برخه وه، دغې سندرغاړې پنځه کاله مخکې دغه پروګرام پيل کړ چې په ډېرې هيوادنو کې یې سندرې ویلي.

د دغه سفر پيل یې له مراکش څخه کړی وه او تر اوسه یې قرغزستان، منګولیا، اردون، جنګ ځپلې لیبیا، جنوبي سوډان او شمالي کوریا په شمول د نړۍ په ډېرو نورو هېوادونو کې کنسرټونه کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی