د برازیل ولسمشر او میرمن یې ویرونکو ارواګانو له کوره تېښتې ته اړ کړ

راپورونه وايي، د برازیل سرپرست ولسمشر او میرمن یې اړ شول چې د ویرونکو ارواګانو له لاسه د ولسمشر رسمي استوګنځی خوشې کړي او بل کور ته کډه شي.
میشل تیمیر تیر کال په برازیل کې له سیاسي کړکیچ راوروسته چې په پایله کې یې ولسمشره ډیلما روسیف له واکه لرې شوه سرپرست ولسمشر وټاکل شو.

نوموړې د برازیل یوې خبرې مجلې ته ویلي” دا او کورنۍ یې د ” الورادا “ په نوم د ولسمشرۍ ماڼۍ پریږدي ځکه له ویرونکو ارواګانو ډکه ده.

نوموړې دا مهال له خپلې میرمنې او اوه کلن زوی سره بیرته خپل هغه رسمي کور ته کډه شوی چیرې چې د ولسمشر د مرستیالۍ پرمهال په کې اوسیده.

د برازیل ولسمشر میشل تیمیر ۷۳ کلن او میرمن مارڅیلا دده د عمر له نیمايي هم کمه او ۳۴ کلنه ده.

د برازیل ولسمشر وايي، دا او میرمن یې په دې کور کې له ارواګانو په تنګ دي خو اوه کلن زوی یې په کې خوشاله دی

د ویجا په نوم مجلې ته ولسمشر تیمیر ویلي” دلته ځینې نااشنا شیان احساسوم. له هماغې اولې شپې چې دې کور ته راغلی یم سم خوب مې نه دی کړی. دلته شته انرژي ښه نه ده.“

نوموړي ویلي، میرمن یې میرڅیلا هم ورته احساس لري خو یوازې اوه کلن زوی چې په کور کې له یو سره بل ته منډې وهي په دې له ارواګانو ډک کور کې خوشاله دی.

نوموړی ویلي دا او میرمن یې فکر کوي چې ښايي دا کور به ویرونکی ځکه وي چې د ودانۍ پر مهال یې دلته ارواګانې وې.
د برازیل سرپرست ولسمشر په داسې حال کې د ویرونکو ارواګانو سره په شر اوښتی چې د ډیلما روسیف په ادارې کې خپله پر ده ، پر دیلما او نورو لوړو پوړو چارواکو د اداري فساد تورونه لا سپین شوې نه دي.

تیمیر انتقادونه پر زیاتیدو دي چې باید د اداري فساد هغه دوسیې وڅیړل شي او تقصیر لرونکې محاکمه شي چې دا خپله هم په کې ښکیل ګڼل کیږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */