سپورټ نړیوال کرکټ

ډوین براوو هم له نړیوال کرکټ لاړ !

د ویسټ انډیز منځني ښه الراونډر ډوېن براوو له نړیوال کرکټ څخه استعفی وړاندې کړه، نوموړي تر ۲۰۱۶ م کال پورې د ویسټ انډیز لپاره کرکټ وکړ.

براوو د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۴ مه نېټه خپل تقاعد اعلان کړ، نوموړی اوس مهال ۳۵ کاله عمر لري، هغه ۲۷۰ نړیوالې لوبې کړي، چې له جملې څخه یې ۴۰ ټېسټ، ۱۶۴ یو ورځنۍ او ۶۶ شل اوریزه لوبې دي.

هغه په ۲۰۰۴ م کال کې د ویسټ انډیز لوبډلې ته راغی، چې رول یې په دوو نړیوالو شل اوریزو جامونو کې د ویسټ انډیز لپاره بې اغېزې نه و، نوموړي په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ م کلونوکې داسې رول ولوباوه چې دواړه نړیوال جامونه یې د ویسټ انډیز لپاره وګټل او اتلولي یې واخېسته.

براوو ویلي، زه نن د هر ډول نړیوال کرکټ څخه د خپل هېواد لپاره استعفی وړاندې کوم. هغه به په نړیوالو سوداګریزو لوبو کې لا هم لوبېږي.

ډوېن براوو ۱۴ کاله د خپل هېواد لپاره کرکټ وکړ، نوموړي لومړۍ لوبه د انګلستان خلاف په ۲۰۰۴ م کال کې وکړه.

براوو په ۲۰۰۴ م کال کې د اپریل په ۱۸ مه نېټه خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د انګلستان خلاف وکړه، چې دوه وېکټې یې پکې واخېستې.

نوموړي د ټرېس کاتېک او انډریو سټراس وېکټې اخېستې وې.

براوو په ۴۰ ټېسټ لوبو کې د منډو جوړولو ترڅنګ ۸۶ وېکټې هم اخېستي دي.

هغه په ۱۶۴ یو وروځنیو لوبو کې ۲۹۶۸ منډې کړي، چې په یوه لوبه کې یې ۱۱۲ ناسوځېدلې منډې تر ټولو لوړې منډې دي.

په یوه لوبه کې یې د ۴۳ منډو په ورکولو سره ۶ وېکټې اخېستل غوره توپ اچونه ده.

په ۲۰۱۳ م کال کې هغه په یو ورځنیو لوبو کې د ویسټ انډیز لوبډلمشرشو.

په ۶۶ شل اوریزو لوبو کې یې ۱۱۴۲ منډې جوړې کړي، چې یوه لوبه کې یې ۶۶ ناسوځېدلې منډې غوره منډې دي.

په ۶۶ شل اوریزو لوبو کې یې ۵۲ وېکټې اخېستي، چې یوه لوبه کې یې د ۲۸ منډو په ورکولو سره ۴ وېکټې اخېستل غوره توپ اچونه ده.

د براوو بشپړ نوم ډوېن جان براوو دی، چې د اکټوبر په ۷ مه نېټه ۱۹۸۳ م کال کې په سنټا کروز سیمه کې زېږېدلی دی، چې د ویسټ په ټرېنېډاډ پورې اړوند سیمه ده.

په شل اوریزه لوبوکې هغه خورا اغېزناک توپ اچوونکی او توپ وهونکی و، د هغه سلو او چېنج توپ اچونه د توپ وهونکي لپاره ننګوونکې ده او ډېری وختونه یې په سترو لوبوکې توپ وهونکي د خپل چېنج توپ ښکار کړي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې