سپورټ نړیوال کرکټ

براو: ویسټينډيز به ۲۰۱۹ کال جام کې هرې لوبډلې ته چیلېنج وي

لیکنه: بهار سمسور 

له نړیوال کریکټ تقاعد شوی ډوین براو وايي ویسټينډيز هغه لوبډله ده چې کولی شي په نړیوال جام کې زیاتو لوبډلو ته ماتې ورکړي.

نوموړي دغه خبرې د انګلستان او ویسټينډيز تر منځ د یوه ورځنیو لوبو له سیریز وروسته له کریکنفو سره کړي دي.

براو ویلي: ما له لوبې وروسته کپټان جیسن هولډر ته زنګ وکړ، هغه ته مې وویل تاسو هغه لوبډله کې یۍ چې کولی شي نړیوال جام وګټي او دا کار تاسو باید ځکه وکړئ چې تر بل هر وخت مو لوبډله قوي ده، او ستاسو په څېر مشر لري.

ویسټنډيز انګلستان ته په ټېسټ سیریز کې ماتې ورکړه او هم يې د یوه ورځنینو لوبو سیریز دوه پر دوه مساوي کړ.

براو ویلي ویسټينډيز ځينې ځوان تکړه لوبغاړي لري چې ښه لوبیږي.هغه د شایی هاوپ، شامیرن هیټمیر او اوشاني توماس نومونه یادوي او د هغوی د لوبې ستاینه کوي.

خو د ویسټينډيز لپاره کرېس ګېل هم په دغه سیریز کې د انګلستان خلاف بهترینه لوبه تر سره کړه او د دوه سلیزو وروسته يې نړیوال جام ته د ځان جوړونې مثال ورکړ.

براو تېر کال د ویسټنډيز لپاره نړیوال کریکټ پای ته ورساو، او اوس په نړیوالو تجارتي لیګونو کې لوبیږي.

هغه کریکنفو ته وايي دغه لوبه (کریکټ) مې له ماشومتوبه خوښیده، مینه مې ورسره دلودله او هڅه مې کوله چې دغه لوبه زده کړم او نړیوال نوم شم. دا مې د خوب لیدل و چې زه به هم یو وخت داسې یو لوبغاړی وم چې هر څوک زما لوبه خوښه کړي.

براو ښي لاسی چټک او نیمه چټک توپ اچونکی او هم بهترینه توپ وهونکی  دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې