رسنۍ

نن د بنګله دیش د غوره لیګ لپاره د لوبغاړو د پیرلو بولي کیږي: ډېوېډ وارنر سېلهېټ لوبډلې سره لوبېږي

لیکنه: ياران

د بنګله دېش سوداګریزې سیالۍ، چې د ۲۰۱۹ م کال په جنوري میاشت کې پېلېږي، د لوبغاړو د اخېستلو او بولۍ مراسم یې د اکټوبر په ۲۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره کېږي.

په دغو لوبو کې مخکې له افغانستان څخه محمدنبي عیسی خېل، سمیع الله شینواری، شاپور ځدران، حمیدحسن، شهزاد او مجیب ځدران اخېستل شوي وو او سږ کال هم ښایي ډېر افغان لوبغاړي پکې وپېرل شي، خو دا به د یکشنبې په ورځ د بولۍ په مراسموکې په ډاګه شي.

اوس د کرېکبز ورزشي وېب پاڼې راپور خپورکړی، چې د اسټرالیا پخوانی مرستیال لوبډلمشر او پیلوونکی کیڼ لاسی لوبغاړی ډیویډ وارنر ښایي سېلهېټ لوبډله وپېري او سږ کال یې ولوبوي.

له ده سره نېپالی کرار یا څوکه توپ اچوونکی سنديپ لامېچانی په اړه هم خبر ورکړل شوی، چې هغه به هم له همدغې لوبډلې سره له ډېوېډ وارنر سره یوځای ولوبېږي.

دا به په روان او ۲۰۱۹ م کال کې د هغه دریم لیګ لوبول وي.

د بنګله دېش سوداګریزکرکټ لیګ دا شپږم پړاو او دا ځل د ۲۰۱۹ م کال د جنوري په ۵ مه نېټه پېلېږي.

مخکې د دې لپاره ویل کېدل چې د اکټوبر په لومړۍ نېټه به پیل شي، خو په بنګله دېش کې د ټاکنو له امله دا لیګ وځنډېده او د ۲۰۱۹ م کال جنوري ته شاته شو.

د سېلهېټ سېکسرز لوبډلې مشر یاسرشاه عبېد ویلي، چې وارنر ښه لوبغاړی دی او په شل اوریزه لوبوکې اغېزناک دی، نوموړي زیاته کړې، چې هغه د تجربو نه ډک دی او کولای شي په شل اوریزه لوبوکې فشار له مخې پورته کړي او مونږ د هغه په شتون خوښ یو.

وارنر د اکټوبر په ۲۶ مه نېټه د جمعې په ورځ له سېلهېټ لوبډلې سره تړون وکړ.

همدارنګه عبېد، نېپالی لامېچانی هم تاید کړ، چې لوبډله کې به ولوبېږي.

وارنرهم د فېسبوک په یو پوسټ کې ویلي، چې زه خورا خوښ یم، چې سېکسرز لوبډلې سره لوبېږم.

د اکټوبر په اته ویشتمه نېته د لوبغاړو د اخېستلو لړۍ پیلېږي.

له وارنر سره یو ځای په سېکسرز لوبډله کې ناصرحېسن، صابرالرحمن، سهېل تنویر، لېټن ډاس هم لوبېږي.

تېرکال په بي پي ایل یا بنګله دېش سوداګریزکرکټ لیګ کې اووه لوبډلې ولوبېدې، چې رنګپور رایډرز لوبډلې یې اتلولي ګټلې وه او په شپږم پړاوکې له خپلې اتلولۍ دفاع کوي، افغانی شهزاد محمدي هم په همدې لوبډله کې تېر کال لوبېدلی و.

په بي پي ایل بولۍ ک ایکن لوبغاړي درجه بندي نشته، ټول په ای ، بي ، سي ، ډي، او اِي ډلبندیو وېشل شوي دي.

په ای یا الف کټګورۍ کې شامل لوبغاړيو لېټن ډاس، مستفیظ الرحمن، شکېب الحسن، تمیم اقبال، مشفق الرحیم، محمدالله او مشرفی مرتضی دي.

د بهرنیو لوبغاړو لپاره بنسټیز قېمت سږ کال لوړ شوی، د ټولو کټګوریو قېمتونه، د پنځوس زره او ۷۵ زره امریکایي ډالرو په منځ کې، پنځوس زره او دېرش زره په منځ کې او وروستی او ټيټ قېمت بیا ۲۰ زره ډالره دی.

دا لیګ د ۲۰۱۹ م کال د جنوري په ۵ مه نېټه پېلېږي او د فبروري په ۸ مه نېټه پای ته رسېږي.

تېرکال په دغه لیګ کې اووه لوبډلې لوبېدلې وې، چې عبارت وې له راج شاهي کېنګز، سېلهېټ سېکسرز، کامېلا وېکټورینز، رنګپور رایډرز، ډاکه ډاینامېټس، چېټاګانګ وېکېنګز او کولنا ټېټانز څخه.

چېټاګانګ ښايي سږ کال حذف شي او شپږ لوبډلې پاتې شي.

لوبډلمشران:

د کامېلا لوبډلې لوبډلمشر تمیم اقبال دی، د ډاکه لوبډلې لوبډلمشر شکېب الحسن دی، د کولنا لوبډلې لوبډلمشر محمدالله دی، د راج شاهي لوبډلې لوبډلمشر مستفض الرحمن دی، د رنګپور لوبډلې لوبډلمشر مشرفی مرتضی دی او د سېلهېټ لوبډلې لوبډلمشر بیا لېټن ډاس دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران