سپورټ نړیوال کرکټ

د بنګله دیش غوره لیګ سیالۍ د یو ورځې دمې وروسته نن بیا په دوه سیالیو دوام کوي !

 د بنګله دیش د کورني کرکټ غوره لیګ ۲۰ اوریزه (بي پي ایل) تجارتي سیالۍ د یو ورځې دمې وروسته نن بیا په دوه سیالیو سره دوام کوي، چې په لمړۍ لوبه کې به کمیلا ویکټورینز لوبډله د راج شاهي کینګز او په دویمه سیالۍ کې به د چیټاګانګ وایکنز لوبډله ډهاکه ډینامیټس لوبډلې خلاف د لوبې ډګر ته ولاړه شي.

 په لمړۍ کېدونکې سیالۍ کې له راج شاهي کینګز لوبډلې سره قیس احمد او کمیلا ویکټورینز لوبډلې سره وقار سلام خیل په ترکیب کې دي، خو د ماښام ۵ بحو کیدونکې سیالۍ کې بیا د چیټاګانګ وایکنګز لوبډلې سره دوه افغان لوبغاړي ویکټ کیپر توپ وهونکی شهزاد محمدي او چپ لاسی بریدګر توپ وهونکی نجیب الله ځدران ملګري دي، بلخوا په مقابل ډهاکه لوبډله کې په افغان کریس ګیل مشهور حضرت الله ځاځی او ځوان درویش رسولي شتون لري.

 که څه هم په وروستیو درې لوبو کې حضرت الله ځآځي خاص کارکردګي نه ده ترسره کړې، خو ښايي د لمړیو دوه سیالیو برید کونکې لوبې له کبله ورته بیا موقع ورکړل شي.

افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د ارج شاهي کینګز خلاف ۷۸ او په دویمه سیالۍ کې د کولنا لوبډلې خلاف ۵۷ چټکې منډې جوړې کړې وې، چې په دواړو لوبو کې غوره لوبغاړی هم ټاکل شوی و.

 بلخوا د چیټاګانګ لوبډلې لپاره شهزاد محمدي په وروستیو دوه لوبو کې ۴۶ او ۳۳ چټکې  منډې جوړې کړې دي، چې ننۍ لوبه کې لوبیدل باوري دي.

 د (BPL) په نوم بنګله دیش غوره لیګ دغه سوداګریزه سیالۍ د ۷ لوبډلو په ګډون ۱۷ ورځې وړاندې د روانې جنورۍ میاشتې په ۵ مه نېټه بنګله دیش کې پیل شوې دي، چې د فیبرورۍ میاشتې تر ۸ مې پورې به دوام وکړي.

 په دغه لیګ سیالیو کې د نورو بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ افغان لوبغاړي هم شتون لري، چې پکې حضرت الله ځاځی او درویش رسولي له ډهاکه ډینامیټس، شهزاد محمدي او نجیب الله ځدران د چیټاګانګ وایکنګز، ګلبدین ناییب د سیلهیټ سیکسرز، ظاهر خان د کولنا ټیټانز، وقار سلام خیل له کمیلا ویکټورینز او قیس احمد د راج شاهي کینګز لوبډلې سره د لوبیدو په موخه بنګله دیش ته تللي دي.

 ګډون کوونکې ۷ لوبډلې کمیلا ویکټورینز، چیټا ګانګ وایکنګز، راج شاهي کینګز، رانګپور رایډرز، کولنا ټیټانز، ډهاکه ډینامیټس او سیلهیټ سیکسرز به په لمړۍ مرحله کې دوه ځلې یو بل سره مخامخ شي، چې ورڅخه به مخکښې لوبډلې د پلای آپ مرحلې ته ورسیږي.

 د بنګله دیش غوره لیګ لیګ ۲۰ اوریزه سیالۍ د لمړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ م کال پیل شوې دي، چې له هغې راهیسې یې دا شپږم پړاو دی او پکې درې ځلې ډهاکه ډینامیټز، یو ځل کمیلا ویکټورینز او په تیر وروستي پړاو کې یې رانګپور رایډرز لوبډلې د اتلولۍ جام ګټلی، چې سږ کال له خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی