سپورټ نړیوال کرکټ

بي پي ایل کې مخکښ توپ وهونکي او توپ اچوونکي

د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ شپږم پړاو د شا او خوا ۱۳ افغان لوبغاړو په پېرلو پیل شو؛ خو په دغه لیګ کې حضرت الله ځاځی، دروېش رسولي، شهزاد محمدي، نجیب الله ځدران، ظاهرخان او قېس احمد ولوبېدل.
وقارسلام خېل، ګلبدین نایب او ځېنې نور لوبغاړي ونه لوبېدل.

افغان لوبغاړو په ځېنو لوبو کې ښه کارکرده ګي وکړه؛ خو په وروستیو لوبو کې یې ښې لوبې ونه شوې کولای او همدا علت و، چې ځاځی ځېنو لوبو کې ډراپ شو.

د بي پي ایل سیالیو پایلوبه د جمعې په ورځ د فبروري په ۸ مه نېټه د کامېلا وېکټورینز او ډاکه ډاینامېټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
پچه ډاکې وګټله او توپ اچونه یې وکړه.
کامېلا لوبډلې لپاره تمیم اقبال په ۶۱ توپونو ۱۴۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او هدف یې تر ۲۰۰ منډو لوړ کړ.
تمیم ۱۱ شپږیزې او ۱۰ څلوریزې ووهلې، اقبال د لوبې غوره لوبغاړي په توګه زر امریکایي ډالر جایزه هم واخېسته.
ډاکې لوبډلې په شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۲ منډې وکړې او لوبه یې په ۱۷ منډو وبایلله.
د لوبې غوره لوبغاړی تمیم اقبال اعلان شو.

بي پي ایل کې د زیاتو منډو جوړوونکي لوبغاړي
افریقايي کیڼ لاسی توپ وهونکی ریلي روسوو، چې رنګپور رایډرز لوبډلې سره ولوبېد ۵۵۸ منډې یې کړې وې، چې تر ټولو مخکښ منډې جوړوونکی و.

په منډو جوړولو کې دوهم مخکښ لوبغاړی تمیم اقبال و، دی له کامېلا وېکټورینز لوبډلې سره ولوبید هغه په ټولو لوبو کې ۴۶۷ منډې وکړې.

دریم مخکښ توپ وهونکی مشفق الرحیم و، هغه د چېټاګانګ لوبډلې لوبډلمشر و؛ نوموړي ۴۲۶ منډې وکړې.

څلورم لیډینګ سکورر بیا ویسټ انډیزی نیکولاس پوران و، هغه د سېلهېت سېکسرز لوبډلې لپاره ولوبېد او په ټولو لوبوکې یې ۳۷۹ منډې وکړې.

او پنځم مخکښ توپ وهونکی انګلستانی لاوري ایوانس و، هغه په ټولو لوبو کې د راج شاهي کېنګز لوبډلې لپاره ۳۳۹ منډې وکړې.

په مخکښو منډو جوړوونکو لوبغاړو کې ځکه افغان لوبغاړي نشته، چې تر وروستیو پورې هغوی ونه لوبېدل او بل علت دا هم کېدای شي، چې افغان لوبغاړو ښه کم بېک ونه کړ او وروستیو کې یې لوبې خرابې وې او ښې منډې یې جوړې نه کړې.

د ۲۰۱۹ کال بي پي ایل مخکښ توپ اچوونکي
تر ټولو زیاتې وېکټې د ډاکې لوبډلې لوبډلمشر شکېب الحسن اخېستې وې؛ هغه ۲۳ وېکټې واخېستې.

وېکټو کې تر شکېب وروسته د سېلهېټ لوبډلې چټک توپ اچوونکی تسکین احمد و، هغه ۲۲ وېکټې واخېستې.

دریم مخکښ وېکټ اخېستونکی د ډاکې لوبډلې چټک توپ اچوونکی روبېل حُسېن و، هغه هم ۲۲ وېکټې واخېستې.

څلورم مخکښ وېکټې اخېستونکی توپ اچوونکی د رنګپور رایډرز لوبډلې لوبډلمشر مشرفی مرتضی و؛ نوموړي هم ۲۲ وېکټې اخېستې وې.

او وروستی زیاتې وېکټې اخېستونکی بالر بیا محمد سیف الدین و؛ هغه د کامېلا لوبډلې لپاره ولوبېد او ۱۹ وېکټې یې واخېستې.

سږ کال د بي پي ایل شپږم پړاو ترسره شو، دا لیګ د جنوري په ۵ مه نېټه پیل شوی و او د فبروري په ۸ مه نېټه د کامېلا وېکټورینز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
ټولې پکې ۴۶ لوبې وشوې او ۷ لوبډلې پکې شاملې وې.

د بي پي ایل ټول پړاوونه او اتلې لوبډلې یې
دا لیګ په ۲۰۱۲ م کال کې تاسیس شوی دی او هر کال پکې ۷ لوبډلې لوبېږي، د دې لیګ ټول شپږ پړاوونه ترسره شول.
ډاکې لوبډلې درې ځلې اتلولي ګټلې، دوه ځلې کامېلا وېکټورینز لوبډلې او یو ځل بیا رنګپور رایډرز لوبډلې اتلولي ګټلې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی