سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

نن د بنګله دېش سوداګریز لیګ پيل او افغان لوبغاړي

د بنګله دېش د سوداګریز کرکټ لیګ ( بي پي ایل) شپږم پړاو په ۲۰۱۹ م کال کې پېلېږي، په دغه لیګ کې ټولې ۷ لوبډلې شاملې دي، چې په شپږ لوبډلو کې یې ۷ افغان لوبغاړي هم اخېستل شوي دي.
شهزاد محمدي، نجیب الله ځدران، ګلبدین نایب، قېس احمد، وقار سلام خېل، ظاهرخان او بوم بوم حضرت الله ځاځی هغه لوبغاړي دي، چې په دغه لیګ کې به ولوبېږي.

په دغه لیګ کې ټول ۱۴۰ لوبغاړي اخېستل شوي دي، چې ډیری یې بنګله دېشي لوبغاړي دي.

بي پي ایل کې سږ کال ټولې ۴۲ لوبې کېږي، چې پایلوبه به یې د فبروري په ۸ مه نېټه پای ته ورسېږي.
دا لیګ د ۲۰۱۹ م کال د جنوري په پنځمه نېټه یعنې نن پېلېږي.

د بنګله دېشي لیګ اووه لوبډلې او ۷ افغان لوبغاړي
چېټا ګانګ وېکېنګز لوبډله په دې لوبډله کې ټول ۲۰ لوبغاړي اخېستل شوي دي، چې دوه پکې افغان لوبغاړي دي، شهزاد محمدي او نجیب الله ځدران ورسره لوبېږي، دوه هېټر او چټک توپ وهونکي دي.
د دې لوبډلې لوبډلمشر بنګله دېشی مشفق الرحیم دی.
شهزاد محمدي تېر کال له رنګپور رایډرز لوبډ‌لې سره لوبېدلی و.

ځاځی او کریس ګیل؛ حضرت الله اوس په افغان کریس ګیل هم مشهور دی

کامېلا وېکټوریئنز لوبډله
دې لوبډله کې ټول ۱۹ لوبغاړي اخېستل شوي دي، چې یو افغان لوبغاړی هم پکې دی، کامېلا لوبډلې افغان سلو یا څوکه توپ اچوونکی وقار سلام خېل پېرلی دی، د دې لوبډلې لوبډلمشر د بنګله دېش کیڼ لاسی اوپنر توپ وهونکی تمیم اقبال دی.
دې لوبډلې تېر کال محمدنبي عیسی خېل له ځان سره درلوده.

ډاکه ډاینامېټس لوبډله
ډاکه ډاینامېټس لوبډله ۱۸ لوبغاړي له ځان سره لري، چې افغان ریکارډ جوړوونکی توپ وهونکی او افغان کرېس ګېل حضرت الله ځاځی ورسره لوبېږي.
د دې لوبډلې لوبډلمشري بیا بنګله دېشی غوره الراونډر شکېب الحسن کوي.

کولنا ټېټانز لوبډله
کولنا ټېټانز لوبډلې ۲۱ لوبغاړي رانیولي، چې د افغانستان څخه پکې چېنا مېن لېګ برېک توپ اچوونکی ظاهر خان اخېستل شوی، د دې لوبډلې لوبډلمشر بنګله دېشی منځنی توپ وهونکی محمدالله دی.

راج شاهي کېنګز لوبډله
دې لوبډلې بیا ۱۹ لوبغاړي پېرلي چې افغان لېګ برېک توپ اچوونکی قېس احمد به ورسره ولوبېږي، د دې لوبډلې لوبډلمشر تر اوسه نه دی معلوم، وړاندې یې لوبډلمشري ویسټ انډیزي ډېرین سمي کوله.

رنګپور رایډرز لوبډله
رنګپور رایډرز لوبډله ۱۹ لوبغاړي لري، چې هیڅ افغان لوبغاړی پکې نه دی اخېستل شوی، د دې لوبډلې لوبډلمشر مشرفی مرتضی دی.
دې لوبډله کې تېر کال افغان محمدشهزاد هم لوبېدلی و، دا لوبډله سږ کال له خپلې اتلولۍ دفاع هم کوي.

د اخیستلو شویو لوبغاړو لیست

او سېلهېټ سېکسرز لوبډله
سېلهېټ سېکسرز لوبډلې تر ټولو زیات ۲۴ لوبغاړي پېرلي، چې له افغانستان څخه ورسره ګلبدین نایب هم لوبېږي، د سېکسرز لوبډلې لوبډلمشر ډېوېډ وارنر دی.

د محمدنبي، راشدخان او مجیب د نه شتون علتونه
دې لیګ کې محمدنبي عیسی خېل، دولت ځدران، مجیب ځدران، سمیع الله شینواری، شاپور ځدران تېرو کې لوبېدلي وو؛ خو سږ کال نه دي اخېستل شوي.
محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران ځکه په دغه لیګ کې نه دي اخېستل شوي، چې هغوی اوس په بېګ باش لیګ کې په لوبو بوخت دي، بېګ باش لیګ د ۲۰۱۸ کال د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه پیل شوی او د ۲۰۱۹ م کال د فبروري په ۱۷ مه نېټه پای ته رسېږي.

هره لوبډله کې یواځې څلور بهرني لوبغاړي اخېستل شوي؛ نور ټول بنګله دېشي لوبغاړي دي.

په دې لیګ کې سږ کال ۱۱۲ لوبغاړي له بنګله دېش څخه دي او ۲۸ لوبغاړي باندني دي، چې ۷ پکې له افغانستان څخه پېرل شوي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي