روغه سټه

د وینې د لوړ فشار په وړاندې د ناسم چلن څو بیلګې

 

د وینی دلوړ فشار په اړه زموږ په ټولنه کې ځینو ناسمو اندیښنو او فکرونو ځای نیولی او همدارنګه ځینې داسي کارونه دي چې هم ناروغ او هم ډاکټر ته ستونزې جوړوې، نو لازمه ده چې رڼا پرې واچول شي.

۱: په لومړې ځل دلوړ فشار قبلول او په کم لوړوالې ددرملو پیلول ګټوره لاره نه ده. لوړ فشار باید لږترلږه دوه ځلې وکتل شی او بیا قبول شي چې ناروغ لوړ فشار لرې( پدي شرط چې فشار ډیر لوړ نه وې).

۲: که فشار مو ډیر لوړ نه وې نو دژرژر فشار کتلو ځان وساتئ، ځکه دا کار ستاسو د روحې نارامۍ او فشار د لوړیدو سبب کېږې.

۳: پدي فکر کیدل چې لوړ فشار یوه ناروغي وه راغله او تېره شوه، د وینې د لوړ فشار په وړاندې ناسم چلن دی.که چېرې ډاکټر ستاسو دناروغۍ لپاره کوم څرګند لامل پیدا نه کړي نو ستاسو فشار ابتداېې لوړ فشار دی چې لامل ېې ناڅرګند او دټول عمر ملګری دی( دویني دلوړ فشار لامل ۹۵% نا معلوم وي).

۴: پدي اند چې دوینې لوړ فشار دټول عمر مسئله ده نو باید هیڅ کیسه کې ېې هم نشو، هم د خپلې روغتیا سره د لوبو په معنی ده.

۵: د لوړ فشارد ډیرو درملو اغېز څلرویشت ساعته دی خو ځیني داسي درمل هم شته چې ۱۲-۸ ساعته پورط اغېز لرې، خو زموږ ځیني ناروغان ټول درمل په ورځ کې یو ځل کاروي، باید هر درمل د خپل اغېز په اندازه وکارول شي.

۶: ځینې ناروغان واېې کله چې په ځان پوه شم نو بیادرمل کاروم، په یاد ولرۍ چې په ځان پوهیدل د وخت په تېریدو توپېر کوې( په لومړیو وختونو کې ناروغ په لږ لوړیدو سردرد او ګیلې پیدا کوې خو دوخت په تېریدو د فشار په ډېر لوړیدو هم نه خبریږې). نو خپل درمل منظم وکاروئ.

۷: د فشار د عادې لوړوالې په وخت دپرمختللو درملو او پیچکاریو کارول هم د ویني د لوړ فشار په وړاندې ناسم چلند دی.
۸: د امیدوارۍ په وخت د روا ( سمو ) او ناروا ( ناسمو) درملو پېژندل ډېر اړین دي.

۹ : مالګه په ډیرو ناروغانو کې د فشار دلوړيدو لامل کېږې نو د خوړو دمالګې کمول باید له پامه ونه غورځول شي.

۱۰: دهوګې په اړه دا فکر کول چې ټیټ فشار لوړوې او لوړ فشار ښکته کوې( هوګه ستاسي فشار ښکته کوې، که لوړ فشار لرئ نو دخوړو برخه ېې وګرځوئ).

۱۱: ددرملو پیلول او پریښودل هم د لوړ فشار لرونکو ناروغانو لپاره سمه نه ده. یوازې هغه مهال درمل پریږدئ چې ډاکټر مو لارښونه وکړې.

۱۲: درمل هم زر زر مه بدلوئ، کیدای شي ځیني درمل ستاسو په زیان وي.

۱۳: ډاکټر یا روغتون ته دتلو په وخت دخپلو درملو هیرول هم د وینې د لوړ فشار لرونکو کسانو لپاره سم چلن نه دی.

۱۴: د ځینو درملو پریښودل، خپله د فشار دلوړیدو او دزړه د ناروغیو لامل کېږې چې ددي ناروغانو فشار بیا له نورو درملو سره نه کنترولېږې، باید هماغه درمل بیرته پیل شي.

۱۵: زموږ په روغتونو کې ځینی درمل شته چې یوازې دامیدوارۍ په وخت غوره درمل دي، خو دمجبوریت له امله نوروناروغانو ته هم ورکول کیږې.

۱۶: دهیواد په روغتونو کې ځینی دلوړ فشار داسي درمل دود دي چې نن سبا دطبابت له نظره د ډېر لږ اهمیت لرونکې او په زیاتره حالتونو کې نه توصیه کېږې.

ډاکتر بشیر احمد پرهر ،د عمومي داخله ناروغیو متخصص دی چې په جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ ودانۍ ته نژدې کتنځای لري. نوموړی د یاران سره په روغتیايي برخه کې همکاري کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ډاکتر بشیر احمد پرهر د عمومي داخله ناروغیو متخصص