ټولنیز ژوند

هغه نښې نښانې، چې ثابتوي، رییس مو در نه کرکه لري

ژباړه: عطا محمد میاخېل

له رییس سره د کارمند اړیکه، له نورو اړیکو سره بنسټیز توپیر لري او دا هم هغه بریدونه دي، چې باید د دندې د خوندیتوب لپاره، د دواړو لورو له خوا مراعات شي.

په تر ټولو بدو شرایطو کې، ښایي کارمند له ځان څخه د رییس د ناخوښۍ او کرکې حس ته متوجه شي، خو دا نا خوښه حالت کومې نښې نښانې لري؟ د رییس کوم چلند د دې ښکارندویي کوي، چې هغه له خپل کارمند څخه ناخوښه او نا راضي دی؟ د دې لیکنې په دوام په هغو چلندونو باندې رڼا اچوو، کوم چې څرګندوي رییس له خپل کارمند څخه خپه دی.

هغه په پرله پسې توګه له تاسو څخه بېلابېلې پوښتنې کوي
ټول آمرین له تاسو څخه دا ډول پوښتنې کوي، خو که چېرې په پرله پسې توګه وپوښتل شي، چې ولې…؟ د مسلکې مشاورې او د کار و بار د پراختیا د مدیرې ماري فاریس په وینا: دا کولای شي، هغه نښې نښانې وي، چې رییس له خپل کارمند څخه ناخوښه او خپه دی.

د بېلګې په توګه، پوښتنې ښایي په دې ډول وي
ـــ ولې دې له هغه کس سره لیده کاته وکړ؟
ـــ ولې دې داسې فکر وکړ، چې دا آیډیا ( نظریه ) ښه ده؟
له دې پوښتنو سره د مقابلې لپاره، تر ټولو غوره لاره دا ده، چې پوښتنه وکړئ: په کوم څه کې ستونزه وه؟ خو دا خبره باید په طبیعي توګه او له مقاومت پرته وشي، چې د دې ښکارندویي وکړي، چې تاسو په دفاعي حالت کې نه یاست.

هغه ستاسو له مخې څخه تېرېږي او تاسو ته له پام کولو پرته لرې کېږي
د وینټر ویمان شرکت مدیر او شریک مارک سټاګنو وایي: ښایي هرڅه ته سم ووایي، خو حرکتونه یې هرڅه په روښانه واضحه توګه بیانوي. د بېلګه په توګه کله چې تاسو کوژه کړې وي او د خبرو کولو په حال کې یاست، رییس مسکا وکړي او تاسو ته د ښه او نېکمرغه ژوند هیله وکړي، خو ستاسو د خبرو په لړ کې له دروازې څخه بهر شي، دا د دې ښکارندویي کوي، چې خبرو ته مو د پای ټکی ږدي او دا ستاسو لپاره یو بد زېری دی.

هغه هېڅکله په تاسو باندې نیوکه نه کوي
سټانګو وایي: دا چې رییس مو هېڅکله په تاسو باندې نیوکه ونه کړي، نو د دې ښکارندویي کوي، چې له تاسو سره مرستې کولو ته لېوالتیا نه لري، هغه له لامل پرته ستاسو کاري حجم را کموي. د انساني سرچینو کارپوه سټیو وانګ وایي: د کمو دندو لرل، په داسې حال کې، چې په بشپړه توګه مو خپل معاش نه وي ترلاسه کړی، ښایي یو خوب ترسترګو شي او ډېر غوره وي، خو دغه راز کولای شي، چې د دې ښکارندوي وکړي، چې د رییس مو نه خوښېږي او نه غواړي، چې له تاسو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

ستاسو په اړه خاموش چلند لري او چوپتیا غوره کوي
ځینې آمرین په ذاتي توګه ډېرې خبرې نه کوي، خو که چېرې له تاسو سره د مخامخ کېدو پرمهال خاموشه کېږي او چوپتیا غوره کوي، نو یو بد زېری دی. وانګ وایي: دا کولا شي، له تاسو څخه د هغه د خپګان او ناهیلۍ نښه وي، خو په خوی او عادت کې یې نه ده، چې بیان یې کړي؛ دغه راز هغه زیاتوي: دا یو وضعیت دی، چې نباید نالیدلی ونیول شي او هیله من یم، چې ژر تر ژره له منځه لاړ شي. هغه یوازې د بلې لارې په مرسته، له تاسو سره خبرې کوي.

د لیزا آر هولمز په نامه د انساني سرچینو اجراییه روزونکې وایي: دا یوه واضحه نښه ده، چې رییس مو له تاسو څخه لرې والی اختیاروي او یوازې هغه مهال له خپل رییس څخه خبر تر لاسه کوئ، چې د نورو له لارې او په غیر مستقیمه توګه وي، خو په حقیقت کې رییس باید په مستقیمه توګه خبرې وکړي.

له دنده ایز وضعیت څخه د نا خوښه او خواشیني اوسېدو لامل
هغه مهمې او کلیدي پروژې نورو ته ورکوي ( البته که تاسو کلیدي کارمند یاست )
هولمز وایي: نباید دې ته په تمه واوسې، چې په ټولو پروژو کې رهبر یا مشر واوسې، خو که رییس مو تل له دې کار څخه ډډه کوي او له تاسو څخه تېرېږي، نو د دې ښکارندويي کوي، چې هغه له تاسو او کړنو څخه مو ناخوښه او خپه دی.

هغه په تاسو باندې چیغې وهي
دا نباید هېڅکل په یوه دفتر کې پېښ شي. ماري په دې اړه وایي: چیغې وهل او ښکنځلې کول، ستاسو د رییس د غوسه اوسېدو تر ټولو روښانه او واضحې نښې دي.

هغه ستاسو سترګو ته نه ګوري
کله چې یو مدیر له تاسو سره د خبرو کولو پرمهال، د کمپیوټر صفحې ته ګوري، یا په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې بوخت دی او یا هم نورو ته ګوري، نو په بشپړه توګه له تاسو څخه ناخوښه او خپه دی. تر ټولو لومړی څیز، چې اړینه ده، باید پرې پوه شئ، چې هغه ستاسو له شخصیت څخه ناهیلی شوی دی، یا له بل ځای او وضعیت څخه ستاسو په تړاو تحریک شوی دی.

تاسو داسې احساس کوئ، چې یوازې په تاسو باندې غوسه دی او دا ډول چلند درسره کوي
که چېرې فکر کوئ، چې رییس مو یوازې له تاسو سره داسې چلند کوي او نه پوهېږئ ولې؟! همکاران مو کولای شئ، چې یوه ارزښتمنه سر چینه وي، اړتیا نه شته، چې له هرڅه څخه هغوی خبر کړئ. په ډېره عادي توګه ووایئ: زه غواړم، چې له خپل رییس سره خپلې اړیکې ښې کړم، خو واقعاً نه پوهېږم، چې کوم څیز هغه خواشینی کوي. داسې ښکاري، چې له هغه سره ښې اړیکې لرې، نو د مهربانۍ له مخې لارښوونه راته وکړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل