ټولنیز ژوند روغه سټه

د باډرلاین اروايي ګډوډي

اعلان

لیکنه: شرف الدین عظیمي

دا ګډوډي، چې په DSM5 کې د باډر لاین په نوم پېژندل کېږي او د مرزي ګډوډي په نوم هم په فارسي ژبه کې ژباړل شوې د هغو ځانګړنو ټولګه ده، چې په دوامداره توګه مو له نوې ځوانۍ او ځوانۍ راهیسی نږدې ټول تجربه کوو.

څنګه پوه شوو چې باډرلاین لرو؟
باډرلاین لرونکي له دې وېره لري، چې داسې نشي چې سبا ورځ مو خپل نږدې دوستان یا د ژوند ملګري یوازې پرېږدي د بېلګې په توګه هغه څوک چې تل له تاسو سره ملګري وه یو ناڅاپه له تاسو سره خپله اړیکه پرې کړي نو په پرلپسې ډول به مو فکر څو ورځې ګډوډ وي شاید له همدې امله کله ناکله غوسه هم شي.

باډرلاین لرونکي کسان عجیبه اړیکي جوړوي، دوی په عادي او عاطفي دواړو اړیکو کې کله خپل مقابل لوري ته دومره ارزښت ورکوي، چې په سر یې ګرځوي خو د لږ مهال په تېرېدو سره یاد شخص داسې بې ارزښته کیږي، چې له ده څخه به بل بد شخص د نړۍ په سر نه وي ځکه دوی داسې انګېري، چې د مقابل لوري لخوا ورته په اړینه کچه ارزښت نه دی ورکړل شوی، باډرلاین لرونکي کسان د ځان په اړه ډول ډول تصورات لري که نن ورڅخه د کار، ژوند او راتلونکي په اړه پوښتنه وکړې یو شی وایي خو که د څو اونیو له تېرېدو ورسته بیا ورڅخه همدا وپوښتو نو داسې یو څه به راته ووایي چي په ټوله مانا به له تېر ځواب سره توپیر ولري.

ځینې باډرلاین لرونکي کسان ناڅاپي کړنې سرته رسوي یعني په ناڅاپي ډول یې ‌ذهن ته راځي چې فلانی کار باید سرته ورسوم نو ډېر ژر يې پرته له کوم سوچ او فکر څخه په هماغه ځای کې عملي کوي مثلاً د لوستلو پر مهال یې ناڅاپه ‌ذهن ته د ملګري کومه بده خبره، چې ده یې پر وړاندې غبرګون نه وه ښوولی په اصطلاح ورځي ور ورټکوهي یا زنګ ورته وهي او هر څه یې، چې په خوله راشي ورته وایي یي، ددې ګډودیو لرونکي کسان ډېر بې حوصلې وي له همدې امله یې ناڅاپي کړنې په خطرناکو کړنو اوړي مثلاً غیر عادي موټرواني، د مخدره توکو کارول، جواري کول او خطرناکې جنسي اړیکې او دا هم باید وویل شي چې ټول باډرلاین لرونکي یا مرزیان دا ستونزې نه بلکې ځيني يې دا عادتونه لري خو په هر حال تشخیص یې باید د ستنډرډ تست په وسیله وشي.

باډرلاین لرونکي د ځان وهلو او ځان ځورولو ستونزه هم لري دا چې ددې کسانو لپاره یوازې پرېښودل کېدل او یوازېوالی ډېر دردوونکی دی نو له همدې امله خپل نږدې کسان په ځان وژنه یا ځان وهنه تهدیدوي تر څو هغوی دوی یوازې پرې نه دي، خو یوازي لس په سلو کې یې د سرحد تر اخره ځان رسوي او ځان وژنه کوي په ځانګړې توګه کله چې باډرلاین لرونکي ژورخفګان او روږدیوالی یا اعتیاد هم ولري، باډرلاین لرونکي له هیجاني اړخه بې ثباته وي، په یوه حال نه وي کله غمجن، خفه او له یو څه مودې وروسته یې حالت بدلېږي او په هیجانونو کې یې یو نوی طوفان راځي.

د هغو ستونزو ترکیب چې مرزیان یې لري ددې لامل کيږي چې ژر خپل عصبي کنترول له لاسه ورکړي، هرکله چې غصه راوستونکې پېښه منځته راځي شاید مرزي کسان د نورو عادي کسانو په پرتله ژر د یادې پېښې پر وړاندې غبرګون وښیي یا دا چې ژر غصه شي.

له باډرلاین لرونکو سره څه وکړو؟
1. د پرځای کړنو تقویت او د بې ځایه کړنو محدودول.

2. د کړنو د بدلون تګلارو او ټولنیزو مهارتونو ور زده کول.

3. د احساساتو د ښودلو، د خپلو کړنو د تحلیل او د کړنو مسولیت منلو زده کړه.

4. د باډرلاین لرونکي غالباً د وحشت تر کچې اضطراب تجربه کوي د اضطراب پر مهال د هغوی په څنګ کې و اوسئ او هغوی د خپلې روغتیا او امنیت څخه ډاډمن کړئ.

5. دا چې هغوی خپل چاپېریال ناسم تفسیروي د هغوی دا ناسم تفسیرونه تصحیح او سم کړئ.

6. اخته کس وهڅوئ تر څو د خپلو واقعي احساساتو په اړه خبرې وکړي ځیني له دي کسانو څخه د خپلو احساساتو نسبت نورو ته کوي له دې ناروغانو سره مرسته وکړئ تر څو خپل احساسات ځان ته منسوب کړي.

7. له رټنې او تهدید څخه خالي چاپېریال په رامنځته کولو سره ناروغ ته وښایاست چې هغه ستاسو د منلو وړ دی په داسې ډول چې هغه وکولی شي په آسانۍ سره خپل احساسات ښکاره او بیان کړي.

8. هغه وعدې مو چې له ناروغ سره کړي په هغو په کلکه او ریښتيني ډول عمل وکړئ.

9. په دې ډول چلند چې وښایاست هغه مو منلی ناروغ ته دا فکر القاح کوي چې هغه یو ارزښتناک شخص دی او په همدې ډول یو پر بل باور پراختیا مومي او ناروغ له غیر عادي حالت څخه راوځي.

هر کله چې په غوصه شو نو:
1. په چاپېریال کې ښکاره تحریکات حد اقل ته وسوئ.

2. په پرلپسې توګه د ناروغ کړنې وګورئ او وڅارئ.

3. د ناروغ له چاپېریال څخه ټول خطر لرونکي شیان لرې کړئ.

4. له ناروغ سره مرسته وکړئ تر څو د خپلې غصې اصلي سرچینه پیدا کړي هغه ته د غصې د ښودلو مناسبې تګلارې ور زده کړئ

5. د هغه د اندیښمنو کړنو د سمولو په پار بېلابیلې لارې وپلټئ لکه: حرکي مهارتونه چې پر غصه مصرفېدونکې انرژي پر مناسبو او د ټولنې د منلو وړ لارو چارو لګوي او خالي کوي يې.

6. کله چې له ناروغ سره په اړیکه کې یاست د اړیکې په اوږدو کې هغه په دې وپوهوئ چې دا د هغه کړني او رفتار دۍ چې د منلو وړ ندی، نه خپله هغه.

7. هغه کارونه چې ناروغ یې په خپلواک ډول سرته رسوي تشویق کړئ.

8. حتا د هغه په کړنو کې تقریبي برلونونه هم تشویق کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شرف الدین عظیمي - اروا پوه او د پوهنتون استاد

شرف الدین عظمي، اروپوه، د پوهنتون استاد او لیکوال دی چې په رواني مسلو سربیره په بېلابیلو موضوعاتو لیکنې کوي .