د ګټې خبرې روغه سټه ژوند بڼه

د حافظې د پیاوړتیا (۷) لارې چارې

ژباړه او راټولونه
د روغې سټې تر څنګ موږ یوې سالمې حافظې او ‌ذهن ته ضرورت لرو. ډیر کله له موږ څخه خپله کورنۍ دنده له یاده وځي. هیر مو وي، چې موږ د خپل موټر کیلي ګانې چیرته ایښي. دا مو هم په یاد نه وي، چې نن مو میرمنې د ماښام لپاره څه غوښتي وه. او د خلکو نومونه خو مو په ګرانه یاد ته راځي.

دلته موږ تاسې ته په دې لیکنه کې شپږ (۷) شپږ داسې لارې چارې درښایوو، چې که عمل پرې وکړئ، نو ‌ذهن او حافظه مو غښتلې کیږي.

۱ـ ولیکئ.
لیکل د حافظې د قوت لپاره تر ټولو ګټوره لاره ثابته شوې ده. څیړونکي وايي، هغوې چې په قلم د لیکلو عادت لري او په لاس لیکل کوي، حافظه يې قوي کیږي او په ورځني ژوند کې ښه مخ ته ځي. کله چې موږ یو څه په خپل قلم لیکو، د ژبې او زهن ترمینځ یو قوي تړاو رامینځ ته کیږي او له موږ څخه لیکلي څیزونه نه هیریږي. دا چاره په اوږه مهال کې زموږ حافظه قوي کوي.

۲ـ دمه کوئ.
اکثره خلک په خپل کار کې دومره بوخت وي، چې ان خپله ډوډۍ او چای هم په خپل میز خوري او سترګې له خپل کار څخه بل لورې ته نه اړوي. که تاسې هم دا عادت لرئ، نو دا کار مه کوئ. له خپل کار څخه د یو څه وخت لپاره دمه او بریک واخلئ. حتا ۵ دقیقې دمه هم ستاسې زهني ځواک غښتلې قوي او د مالوماتو په یاد راوړولو کې مرسته کوي.

۳ـ معلومات ډلبندي کړئ.
که غواړئ، چې یو څه د اوږ مهال لپاره په زهن کې وساتئ او د حافظې د بهتروالي لپاره کار وکړئ، نو شته مالومات په اړوندو ګروپونو او ډلو وویشئ. د مثال په ډول غواړئ، د خپل بانک اکونټ او یا هم د چا د ټیلفون نمبر په یاد ولرئ، نو هغه په څو برخو وویشئ، ویې لیکئ؛ په خپله مو په زهن کې پاتې کیږي.

۴ـ د حافظې زیرمتون جوړ کړئ.
خپله ذهن کې داسې یو کور ورغوئ، چې هلته تاسې ځینې مالومات خوندي او ځینې نور له هغه ځایه وباسئ. دا کار تاسې یوازې او یوازې په دوامدار تمرین سره کولای شئ. د خپلې حافظې او ‌ذهني ځواکمنیتا لپاره تمرین وکړئ.

۵ـ په یوه وخت کې په یوه کاره تمرکز کوئ.
څیړنې ښيي، چې زموږ زهن په یوه وخت کې په زیاتو کارونو د تمرکز قابلیت نه لري. که موږ چیرته په یوه وخت کې له یوه کاره څخه ډير کارونه ترسره کوو، نو په یوه هم تمرکز نه شو کولائ. ښه خبره داده، چې په یوه وخت کې ټوله توجه او پاملرنه هماغه یوه کار ته راټوله شي.

۶ـ غښتلې ټولنیزې اړیکي.
پیاوړې او ښې ټولنیزې اړیکې هم حافظه او ذهن ته قوت بښي. کوښښ وکړئ، له خلکو سره ښه راشه درشه ولرئ، او د هغوې سره ښه سلوک وکړئ. دا چاره تاسې ته زهني سلامتیا او قوي حافظه در په برخه کوي.

۷-خوب وکړئ
پوره او ښه خوب د حافظې په پیاوړتیا کې حیرانونکې ښې اغیزې لرې. هم د شپې له خوا ښه خوب وکړئ. او که فرصت په لاس درځي د ورځې په جریان کې هم که د څو دقیقو لپاره هم وي سترګې پټې کړئ. دا به تاسو ته د ښه کار د ځواک درکولو سربیره د حافظې په پیاوړتیا کې ډیره مرسته وکړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */