ځوانان او زده کړې کلتور او هنر

۱۰ هغه نایابه کتابونه چې میلیونونه ډالره ارزښت لري

لیکنه: صادق طارق
اعلان

ژباړه: صادق طارق

د کتابونو که څومره صفت کیږي، کمه ده.

کتاب د نړۍ له ترټولو غوره پدیدو څخه ګڼل کیږي، خو کتاب تر کتابه ده.

ځینې کتابونه به تر ټولو بدو پدیدو کې هم حسابیږي، خو ځینې یې بیا د خزانو په شان ډېر ارزښت لري.

دلته ۱۰ هغه نایابه کتابونه درته معرفي کوو، چې میلیونونه ډالره ارزښت لري.

د ویلیم شکسپیر «First Folio»

ارزښت یې: ۵،۲ میلیونه ډالره
د نړۍ د دغه مشهور لیکوال یاد شوی اثر د ډرامو ټولګه ده. په دغه اثر کې تاریخ او تراژیدۍ دواړه په قوت سره بیان شوي.

دا کتاب په لومړي ځل په کال ۱۶۲۳ میلادي کې د لیکوال له مرګ څخه ۷ کاله وروسته خپور شوی،خو د ډېر ارزښت له کبله تراوسه د نړیوالو اثارو په سرکې حسابیږي.

دغه کتاب په ۲۰۰۶ کې ۵،۲ میلیونه ډالره ارزښت درلود. اوس مهاله هغه پیسې ۶،۳ میلیونه ډالره کیږي.

د ارنست همینگوی Three Mountains Press»

ارزښت : ۳۲۱،۶۰۰ ډالره
دا کتاب چې پښتو نوم یې( زموږ په زمانه کې) دی، په ۱۹۲۴ کې یوې فرانسوۍ خپرندویې ټولنې په لومړي ځل په ۳ سوه ټوکونو کې خپور کړ، چې هغه مهال یې یوازې ۱۷۰ ټوکه خرڅ شو.

یاد شوی کتاب د لنډو کیسو ټولګه ده.

دا کتاب وروسته خورا مشهور او ټولمنلی شو. په ۲۰۰۴ کې د نیویارک یوې خپرندویې ټولنې بیا چاپ کړ، چې ۶۰۰۰ـ۳۲۱ ډالره عاید یې ترلاسه کړ.

د جی کی رولینگ هري پاټر اثر

ارزښت: ۵۵،۰۰۰ ډالره
دا کتاب په لومړي ځل په ۱۹۹۷ کې د برتانیې یوې خپرندویې ټولنې په ۵ سوه ټوکو کې چاپ کړ، چې ۳ سوه ټوکه یې د برتانیې مختلفو کتابتونونو او مکتبونو ته واستول شو.

د کتاب امریکایي نسخه په ۱۹۸۸ کې چاپ شو، چې خورا ډېر عاید یې ترلاسه کړ.

د جین آستین (Pride and Prejudice)

د آستین دا اثر( غرور او تعصب) په لومړي ځل په ۳ نسخو کې په کال ۱۸۱۳ خپور شو.

هغه وخت یې عاید د نن ورځې په ارزښت ۱،۶ ډالره و.

په شلمه پېړۍ کې د دغه کتاب نوم مشهور شو. په وروستي ځل په ۲۰۱۰ کې په پراخه کچه چاپ شو، چې میلیونونه ډالره عاید یې ترلاسه کړ.

د یان فلمینگ (Casino Royale)

دا کتاب په لومړي ځل په ۱۹۵۳ کې خپور شو. هماغه چاپ یې هم زیات بازار وموند، خو وروسته په برتانیه کې بیا چاپ او ۴.۷۰۰ نسخې خرڅ شو.

د دغه کتاب یو جلد که اوس وموندل شي، په ۴۰ زرو ډالرو پلورل کیږي، که بیخي پخوانۍ نسخه وي، په ۱۳۰ زرو هم اخیستونکي لري.

د جفري چاوسر د کیسو اثر

د (The Canterbury Tales) په نوم دغه کتاب لومړی په ۱۹۹۸ کې خپور شو.
د دغه کتاب یو جلد د برتانیې مشهور میلیاردر پل ګتي په ۴،۶ میلیونه پونډو(چې اوس ۱۱،۲ میلیونه ډالره کیږي) وپېره.
یاد شوی کتاب خورا کم یافته دی، له همدې کبله میلیونونه ډالره ارزښت هم لري.

د جي آر آر تولکین (The Lord of the Rings)

دا د ماشومانو لپاره یو ناول دی، چې په ۱۹۳۷ کې لیکل شوی او وروسته په ۱۹۵۴ کې بیا خپور شوی.

یاد شوی کتاب هم نړیوال شهرت لري، نه پيدا کیږي، ځکه خو یې په پيدا کیدونکو نسخو میلیونونه ډالره ورکول کیږي.

د اسکات فیتزجرالد (The Great Gatsby)

یاد شوی کتاب په لومړي ځل په ۱۹۲۵ کې چاپ او خپور شو، تر ۱۳۴۰ یانې د لیکوال تر مرګه دغه کتاب ۱۲ زره ټوکه وپلورل شو.

دا کتاب اوس هم نایابه او د خورا ګران بیه دی.

د لوییس کارول (Alice’s Adventures in Wonderland)

دغه رومان په ۱۸۶۵ کې چاپ شو، چې له پیله یې زښت ډېر تود هرکلی وشو.
دا کتاب په لومړي ځل ۲زره جلده او وروسته نور هم په ځلونو ـ ځلونو خپور شو.

اوس د دغه اثر ۲۲ جلده موجود دي، چې ۶ جلده یې له اشخاصو او نور له مهمو نړیوالو کتابتونونو سره دي.

په ۲۰۱۶ کې د دغه اثر یو جلد په لندن کې له ۲ تر درې میلیونه ډالرو بولۍ ته وړاندې شوی و.

د چارلز دیکنز «Chapman & Hall»

دا کتاب په ۱۸۶۱ کې په لومړي ځل چاپ شوی.

دا د چارلز یو مشهور رومان دی، چې په اول ځل په درېیو ټوکو کې چاپ شوی و.

د دغه رومان یو ټوک په ۲۰۰۸ کې په ۱۳۷ زرو ډالرو وپلورل شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق