سیاست

(وحشت؛ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې) کتاب ولې لړزونکی دی؟

لیکنه: ياران

د امریکا د مشهور لیکوال او ژورنالیست باب ووډوارډ نوی کتاب ( وحشت؛ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې) بازار ته را روان دی.

دا کتاب د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه پټو رازونو ته ځانګړی دی.

یاد شوی کتاب لړزونکی ګڼل شوی او ویل شوي، چې ټرمپ یې وارد مخه سخت غوسه کړی دی.

د دې کتاب ځينې مهم ټکي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ترلاسه کړي او خپرې کړي.

دلته به یې ځینې مهمې برخې تاسې سره شریک شي:

د بشارالاسد د وژنې امر
کتاب څرګندوي، چې د ۲۰۱۷ په اپریل کې تر هغه اټومي برید وروسته، چې د بشارالاسد دولت یې عامل ګڼل شوی و، ټرمپ د اسد د وژلو امر کړی.

د کتاب په حواله ټرمپ خپل دفاع وزیر جیمز مټیس ته په ټلیفون ویلي: ویې وژنئ، دا نور د پرېښودولو نه دی!

د سرچینې په حواله دفاع وزیر خپل یوه مشاور ته ویلي: موږ هیڅ داسې کار نه کوو، باید ډېر سنجیده اوسوو!

دفاع وزیر وروسته په یوه امنیتي غونډه کې په ډېره غوسه ویلي: ولسمشر د مکتب د پینځم یا شپږم ټولګي د یوه شاګرد غوندې غږیږي.

لېونتون
د ووډاورډ کتاب د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو د مشر جان کلي په اړه لیکي، چې هغه ټرمپ سره پخپل کار خورا خپه دی.

جان کلي ټرمپ ته ترټولو نیږدې کس ګڼل کیږي، خو هغه په یوه وړه ناسته کې ویلي: ټرمپ احمق دی، هغه سره خبرې کول بې ګټې دي، دلته چې موږ یوو دا یو رسمي لېونتون دی، دا زما په دندو کې تر ټولو بده دنده ده.

د سوداګریزې هوکړې ژغورنه
ښاغلي ووډاورډ پخپل دې جنجالي کتاب کې لیکي، چې د ټرمپ نیږدې کارکوونکي تل په دې هڅه کې وي، چې څنګه د هغه د ځينو پریکړو مخه ونیسي.

د ټرمپ د مخکیني اقتصادي سلاکار ګري کوهن په اړه ویل شوي، چې یوځل یې د ټرمپ د یوې غلطې اقتصادي پریکړې د مخنیوي لپاره د هغه له مېزه ځينې کاغذونه پټ کړي، څو د پریکړې مخه ونیسي.

ویل شوي، چې دا پریکړه له جنوبي کوریا سره له یوه سوداګریز تړون څخه د امریکا د وتو په اړه کیده.

اقتصادي سلاکار ویلي، چې د ټرمپ له مېزه یې د اسنادو غلا د ملي ګټو لپاره کړې، خو ښه ده د هغه نه دی پام شوی.

له همکارانو سره تاوتریخوالی
(وحشت؛ ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې) اثر دا هم لیکلي، چې ټرمپ له خپلو همکارانو سره د تاوتریخوالي روحیه لري.

کتاب د ټرمپ پر یوه اقتصادي سلاکار ویلبر راس، چې له هغه څخه ۸ کاله مشر هم دی، د ټرمپ غوسه یادوي. د لیکوال په وینا یو ځل ټرمپ ویلبر راس ته وویل: زه په تا باور نه لرم، نور دې نه پریږدم چې چاسره مذاکرات وکړې، ته ډېر وخت ضایع کوې.

ټرمپ ته کارول شوي اصطلاحات
د دغه کتاب لیکوال ټرمپ پخپل دغه کتاب کې ( توند مزاجه) ، (عصبي) ، (بې سواده) \ او په ورته نورو اصطلاحاتو یاد کړی.

لیکوال وایي که د ټرمپ سلاکارانو هغه کنټرول کړی نه وای، ده به نور ډېر بې ځایه حرکتونه هم کړي وای.

کتاب کله خپریږي؟
د واشنګټن پوسټ په حواله دغه کتاب به د امریکا د منځنیو ټاکنو په درشل کې د سپتمبر په ۱۱مه خپورشي.

د ورځپاڼې په حواله کتاب چاپ شوی، چې دوی یې ځينې برخې له چاپ شوې نسخې څخه را نقل کړي.

بد کتاب
د کتاب لیکوال له ټرمپ سره د خپلو خبرو یوه مکالمه پرانټرنیټ خپره کړې، چې پکې ټرمپ د کتاب په خپریدو خپه ښکاري.

لیکوال وایي ټرمپ یې د كتاب له لیکلو او خپریدو څخه په خبریدو ورسره اړیکه کړې.

په مکالمه کې د کتاب لیکوال ټرمپ ته وایي، چې مخکې یې د هغه سکرتر ته د کتاب لیکلو په اړه خبر ورکړی.
خو ټرمپ دا خبره ردوي او د ده چاپیدونکی کتاب( بد) ګڼي.

د لیکوال په اړه
د کتاب لیکوال د امریکا مشهور څېړنیز ورځپاڼه لیکونکی او ژورنالیست دی. ده د امریکا د ۸ ولسمشرانو په اړه لړزونکي کتابونه لیکلي.

د دغه لیکوال یو اثر په ۱۹۷۴ کې د ولسمشر ریچارډ نیکسون د استعفا سبب شوه.

ده په هغه اثر کې د نیکسون په اړه پارونکي مسایل څېړلي او خپاره کړي وو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران