سینما او موسیقي

د سري دیوي خاوند: مېرمن یې مړه شوې، خلک دې له ځانه کیسې نه جوړوي

اعلان

د هندي سینما پر مړې شوې هندۍ فلم ستورې سري دیوي د مړینې او وژنې د خبرونو په تړاو یې خاوند خپله خاموشي ماته کړه.

د فلم مشهور لارښود بوني کپور بلاخره په خبره هغه خبرونو ته ځواب ورکړ چې مېرمن یې یوې واقعې سره مخ شوې نه ده، بلکې په لوی لاس وژل شوې ده.

د سري دیوي د مرګ شااوخوا کال پوره کیږي، خو د مرګ او وژنې په تړاو يې څو ورځې وړاندې هم خبرونه خپاره شوي ول.

وړمه ورځ د هند په پنجاب ایالت د کیرالا د سیمې یوه پولیس افسر رشي راج سنګ داسې څېړنه کړې وه چې د دغې اداکارې مړینه یوه واقعه نه وه، د هغه په خبره چې د اداکارې مړینه په تشناب کې اوبو د ټب له امله نه ده پېښه شوې بلکې نوموړې په زوره په اوبو کې ډوبه کړل شوې ده او وژل شوې ده.

د رشي راج سنګ دغه خبرو په بالیوډ کې غوغا او شور جوړ کړ خو اوس خپل د سري دیوي خاوند بوني کپور په دغه تړاو میدان ته رادانګلي او خبرې یې کړي دي.

بوني کپور ویلي دا کوم خبر نه دی بلکې له خیاله جوړه شوې یوه خبره او کیسه ده، په خبره یې چې دی په داسې بې اساسه خبرونو باندې کوم عکس العمل نه ښيي او نه غواړي چې جدي یې واخلي.

د یادولو ده چې تېر کال سري دیوي د عربي متحده اماراتو په یوه هوټل کې د خونې د یوه تشناب په بات ټب کې په داسې حالت مړه وموندل شوه چې په اوبو کې ډوبه شوې وه، په رپوټ کې ویل شوي وه چې دغې فلم ستورې زیات شراب څښل ول او توازن یې له لاسه ورکړی وه نو ځکه د اوبو په ټب کې ډوبه شوې وه، چې وروسته بیا پولیسو د سري دیوي مرګ یوه پېښه وګڼله او دغه قضیه یې وتړله.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی