اقتصاد

د بالیوډ ځینې څېرې د اعلانونو لپاره خپل اصول او معیارونه لري

د بالیوډ ګڼ شمیر وتلې څیرې شته چې په اعلانونو کې د کارکولو په اړه خپل ځانګړې اصول او معیارونه پالي.

یو شمیر تولیدات او برانډونه داسې دي چې د بالیوډ سینما ځینې څیرو یې د بېلابیلو دلایلو له کبله له اعلانونو ډه ډه کړې.

البته د لویو کمپنیو د تولیداتو اعلانول د هغوی سره د یو قراداد له مخې کیږي چې مشهورو سینمايي او هنري څیرو ته له مادي پلوه ډیره ګټه لري.

دلته د هندي سینما څو وتلې څیرې او هغه تولیدات چې دوی یې له اعلانولو ډه ډه کړې درپیژنو.

کنګنا رانوټ : نوموړې هغه مهال د خبرونو په سرټکیو کې راغله چې د مخ د مشهورو کریمو له اعلانولو یې ډه ډه وکړه. کنګنا ویلي وو چې دا ددې د اصولو خلاف دي چې د ځوانو نجونو لپاره داسې یو څه تبلیغ کړي چې هغوی ته ګټه نه کوي. له هغې راوروسته هغې هیڅ کله د مخ کریم تبلیغ او یا تایید نه کړل.

امیتاب بچن: نوموړي د غیرې الکولي مشروباتو څخه د یو برانډ لپاره اته کاله کار وکړ. خو اوس نوموړی د غیرې الکولي مشروباتو او نوشابو په هیڅ ډول اعلانونو کې کار نه کوي او نه یې تاییدوي.

ابیشک بچن : نوموړې تل د الکولو او سیګرټو په اعلانونو کې له کار کولو ډه ډه کړې او نه یې دي تایید کړي.

کرینا کپور: نوموړې سبزي خوره ده او غوښه نه خوري. د هندي سینما دې اکټرې هیڅکله داسې خواړه یا نور تولیدات نه دي اعلان کړي چې هغه دې خپل ترکیب کې غوښه ولري.

رنبیر کپور: نوموړې په دې وروستیو کې د مخ د یو ډول کریمو له اعلانونو ډه ډه وکړه.

عمران هاشمي: نوموړی ډیر کله د هغه کمپنیو په اعلانونو کې له کار کولو ډه ډه کوي چې الکولي مواد تولیدوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */