باهوبلي ۲ فلم، د سلمان خان سلطان مات کړ او د عامر خان دنګل فلم ته خطر دی

د هندي سینما په پرده د تاریخي فلم باهوبلي فلم دوهم سیریز (باهوبلي ۲: پایله) خپریږي.

یاد فلم د تیرې جمعې په ورځ په څلورو ژبو په یوه وخت خپور شو.

فلم یوازې په لومړي ورځ ۱۲۱ کروړه پیسې وګټلې، چې ورسره يې د سلمان خان د سلطان فلم ریکارډ مات کړ.

پانګوال تارن ادرش په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د باهوبلي ۲ فلم هندي ورژن ۴۱ کروړه او پاتې دریو نورو ژبو کې ۸۰ کروړه پیسې په لومړۍ ورځ ګټلي دي.

د ادرش په باور، چې اوس نو د عامر خان دنګل فلم هم په خطر کې دی. دنګل د عامر خان وروستی فلم دی، چې د هندي فلمونو په تاریخ کې تر ټولو ډیرې پیسې وګټلې.

داسې انګیرنه ده، چې باهوبلي ۲ که همداسې روان وي، نو د عامرخان د فلم ریکارډ ماتولای شي.

باهوبلي اصلا په تیلګو ژبه جوړ شوي، چې هندي، تامیل او ملیالام ته هم په یوه وخت دوبله شوی دی.

د فلم د هندي ژبې ورژن د هندي سینما مشهور ډاریکټر او لیکوال کرن جوهر جوړ کړی دی.

نوموړي هم په خپله تويټر پاڼه په لومړۍ ورځ د فلم ددومره زیات عاید څخه خوښي څرګنده کړې ده.

د باهوبلي لومړۍ برخه په ۲۰۱۵ کال کې خپره شوه، چې د هغه وخت د خلکو د تود هرکلي وړ وګرځیده.

باهوبلي ۲ فلم کې د هندي سینما وتلی اداکار پرباس مخکښ رول لري. فلم کې رڼا ډاګبوتي، انوشکا شیټي، تمنا بهاتیه، او رایمه کریشنان کار کړی دی.

یاد فلم د هندي سینما یو له هغه فلمونو څخه دی، چې په جوړښت يې زیات لګښت راغلی دی.

هغوې، چې د باهوبلي لومړۍ او دوهمه برخه يې دواړه لیدلي، په خپل فیډبک کې ویلي، چې باهوبلي ۲ له لومړي هغه څخه يې په زړه پورې او ښه و. دوې وايي، چې د فلم کې د اداکار احساسات او د فلم ګرافیک ډیر د ستایلو وړ دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */