ژوند او ژواک

څنګه خپله بدني ژبه استعمال کړو؟

سترګې او د انسان د بدن حرکات د هغه د بدني ژبې ښکارندويي کوي.

د بدن ژبه یا «باډي لنګویج» د انسان داخلي افکار لولي او که یوڅوک غواړي د چا پر روحیاتو او افکارو وپوهیږي، د هغه بدني حرکات ځیري. ډېر داسې مشران به مو لیدلي وي، چې وخت ناوخت « زه سړی له پوندې پېژنم» جملې ترې اورﺉ. هغوی هسې بابیزه او له خېټې نه غږیږي، بلکې د خپلو اوږدو تجربو له پایلو غږیږي.

په اړیکو کې د نورو ذهنونو ته د لارموندنې لومړنۍ لار د خبرو اترو پرمهال د مقابل اړخ د سترګو او وجود حرکات دي. که یوڅوک ستاسې د خبرو پر وړاندې سترګې برندوي، یا وریځې پورته خوا وباسي، دا په دې معنا ده، چې ستاسې خبرې ورته مهمې دي، خو که سترګې یې ورو ورو سره راټولیږي، خبرې بې په طبع برابرې نه دي. که یوڅوک ستاسې د خبرو په وخت کې په مکرر ډول خپل نوکان خوري، تاسې باید وپوهیږﺉ، چې دغه کس بیړه لري او خبرې مو ژر پای ته ورسوﺉ.
تاسې به د پکتیا یو سندرغاړی لیدلی وي، چې د سندرو پرمهال له ځان سره لرګی ګرځوي.

هغه له لرګي نه پر خپل وجود یا بدني ژبې د کنټرول په خاطر ګټه اخلي. پوهاند «ریچارډ وایزمن» وايي، چې د انسان مغز د هغه افکار او د بدن حرکات کنټرولوي. یو شمېر کسان مخکې له دې، چې د مقابل اړخ خبره واوري، غبرګون ښيي. دا په دې معنا ده، چې موږ له فکر مخکې ډېرځله حرکت ښیو، یا له ژبې مخکې بدني ژبه کاروو. یوڅوک ستاسې د خبرو پر وخت سر ځوړند اچوي، په ویښتانو کې لاس وهي، یا یوه پښه پر بلې هغې اچوي، هغه په ناخوداګاه ډول تاسې ته یو پیغام در لیږدوي.

انسان په طبيعي ډول په دقیقه کې له شپږ تر اتو ځلو پورې سترګې رپوي، خوکله، چې اندېښمن او ناکرار وي، د سترګو رپا یې ډېریږي، یا خپلې شونډې چیچي. تاسې د مقابل اړخ له دا ډول غبرګون پوهیږﺉ، چې وضع یې ښه نه ده. زه خپله، چې د یوچا تر اغیز لاندې راځم، یا پوهیږم، چې حرکات مې عادي نه دي او خلکو ته د بې جرئتۍ پیغام لیږدوي، متفاوته بدني ژبه کاروم. پر یوڅه ځان بوخت ساتم، موبایل را اخلم، یوچاته زنګ وهم، یا که نور هیڅ نه وي، وخت ناوخت خپل غوږونه او پوزه ګروم. خو که درواغ وایئ، کله هم پوزې ته ګوته مه وړﺉ، ځکه مخاطبان مو له رواني وضعیت پوهیږي. طبپوهان وايي، چې د درواغو پرمهال د انسان په وجود کې ادرنالین هورمون ترشح کیږي، وروسته د پوزې نري سره رګونه ورسره منبسط کیږي او سړی د خارښت احساس کوي.

زموږ ډېر خلک وايي، چې « پوزه دې راپرې کړه»، دغه اصطلاح هم بېځایه نه کاروي.

ځینې کسان تر یوه عمل یا کار وروسته سترګې لاندې اچوي. دا دوه معناوې ورکوي، یو پر خپل کړي کار اعتراف او پښیماني ښيي، دویم له مقابل اړخ نه د مرستې او همکارۍ غوښتنه کوي. ځینې ماشومان به تاسې لیدلي وي، چې کله پیاله یا ښیښه یي لوښی مات کړي، د پلار او مور د غوسې پرمهال سترګې لاندې اچوي او هغوی له عاطفي اړخه اړوځي، چې ویې بښي او پر سر یې لاس راکش کړي.

زموږ د پلار به، چې څوک خوښ نه شول، یا بد به یې ترې راغلل، ویل به یې: «دا تګ یې د سړي نه دی». پر لاره تګ او د ګامونو اخستل هم د سړي شخصیت، چابکتیا او نور خویونه بیانولای شي. د ښځې او نر تګ هم له ورایه معلومیږي او ډېر نارینه، چې د ښځو په څېر تګ او حرکات کوي، د نرښځو خطاب ورته کیږي.
ښځې زیاتره لومړی خپله پونده ږدي او بیا خپړ، خو نارینه لومړی د پښو خپړه ږدي او بیا پوندې، یا دواړه غبرګ ږدي. یو شمېر هلکان، چې جګ پوندي بوټان په پښو کوي، لومړی یې پونده لګيږي، ځکه خو ډېر کسان د ښځې د راتګ ګومان پرې کوي. ما ډېر داسې کسان لیدلي، چې د خبرو او کار پر وخت پښې پرځمکه ټکوي او کله کله دغه ټکا بیخي ډېره شي. څومره، چې پر ځمکه د پښې وهلو شمېر او شور ډېریږي، په همغه کچه د انسان داخلي اندېښنې بیانوي.

زه، چې کله په کور کې سخت غوسه شم، لاسونه مې ترشا موټی کوم. دا په دې معنا ده، چې پر مقابل اړخ غوسه نه شم ایستلای او ځان کنټرولوم. ډېرځله، چې له یوچا سره ټوکې کوم، کله، چې د مقابل اړخ په څېره کې منفي تغییرات ووینم، موسکا ورسره یوځای کوم او د هغه د غوسې او غبرګون مخه پرې نیسم.

یو دوکاندار، چې له مشتریانو سره په سوداګریزو معاملاتو کې وړ بدني ژبه وکاروي، یا یو کارکوونکی له خپل رییس او مدیر سره په خبرو کې له مثبتې بدني ژبې کار واخلي، پر ګټې وټې او کاري راتلونکې یې اغیز شیندي. تاسې که د خپل وجود ژبې ته ځیر شﺉ، پورتني ټول موارد به درک کړﺉ. دا او دې ته ورته نور بدني حرکتونه له تاسې سره په ورځنیو محاورو، مخامخ خبرو اترو، مرکو، بحثونو، پېښو او ګڼو نورو مواردو کې مرسته کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */