سپورټ نړیوال کرکټ

په بلاسټ سیالیو کې د دوو افغان بالرانو مقابله

اعلان

په بلاسټ سیالیوکې درې افغان کرکټ ستوري، مجیب الرحمن، محمدنبي او راشدخان په جنوبي ګروپ کې لوبېږي.

تر د دمه د درې واړو افغان لوبغاړو لوبډلې د جنوبي ګروپ له لومړي مقام څخه تر دریم مقام پورې ځایونه خپل کړي دي.

تېره شپه مجیب دې په جنوبي ګروپ کې له سُري لوبډلې سره لوبه وکړه، په دې لوبه کې مجیب الرحمن

۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او د وېکټې په اخېستلو بریالی نشو.

نن د جمعې په ماخستن د افغانستان پر وخت شا او خوا لس بجې مجیب له راشدخان سره د مقابلې لپاره لوبغالي ته ښکته کېږي.

په تېرکې محمد نبي دې لوبډلې کېنټ د محمدنبي په شتون کې د مجیب الرحمن دې لوبډلې مېډل سېکس ته ماته ورکړه؛ خو راشدخان بیا محمدنبي ته په ۹ وېکټو ماته ورکړه او د مجیب غچ یې له محمدنبي څخه واخېست.

نن مجیب او راشدخان سره خپل تخنیکونه او غوره توپ اچونه ازمایي، ګورو چې ماخستن مهال کوم افغان ستوری د انګلستان پر هسک ښه ځلېږي؟

په بلاسټ سیالیو کې د افغان لوبغاړو وېکټې او منډې

راشدخان په ۶ لوبو کې ۱۸۵ منډې ورکړي، ۷ وېکټې یې اخېستي دي او په درې پاڼیو توپ وهنه کې یې ټول ۱۵ توپونه لوبولي او ۳۰ منډې یې پکې جوړې کړي دي، نوموړي ټولې درې شپږیزې او دوه  څلوریزې وهلي دي.

محمدنبي عیسی خېل ۸ لوبوکې ټولې ۱۷۸ منډې ورکړي او ۷ وېکټې یې ترلاسه کړي دي؛ هغه په اته لوبو کې ۹۵ توپونه لوبولي، ټولې یې پرې ۱۴۷ منډې کړي، ۸ یې څلوریزې او ۱۱ یې شپږیزې وهلي دي.

مجیب الرحمن بیا په اووه لوبوکې  ۱۴۸  منډې ورکړي او ۳ وېکټې یې اخېستي دي.

مجیب بېګا شپه د اګسټ په ۹ مه نېټه د سرُي لوبډلې پر وړاندې ۴ اورونوکې ۲۱ منډې ورکړې او کومه وېکټ یې وانخېسته.

د اګسټ تر نهمې نېټې پورې دا د افغان لوبغاړو کارکرده ګي ده، ګورو چې تر سپټمبر میاشت پورې دا لوبغاړي څومره مخته ځي.

د مجیب لوبډله د خپل ګروپ د نومرو په جدول کې دریم مقام کې ده.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی