خواړه روغه سټه

د تور چای ځینې داسې ګټې چې تر نه وی خبر

تورچای ستاسو د داخلي روغتیا او بهرني وجود لپاره ، ځینې حیرانونکي ګټې لري. په دې لیکنه کې د تور چای له کڅوړې یا پاکټ هدف د چای هغه واړه کاغذي پاکټونه دي چې خلک یې په یوه پیاله اوبو کې حلوي.


1- د ټپونو درملنه

تور چای د پرانیستې ټپونو د وینې د بندولو لپاره لکه د تانینو ( tannins) د عضوي موادو په څیر عمل کوي چې د وینې د بندیدو او ټپ په رغیدو کې مرسته کوي. په ورو سره د تور چای لمده کڅوړه چې توده نه وي پر ټپ او شا او خوا کیږدئ او ورو یې زور کړئ او د څه وخت لپاره یې هملته ونیسئ. دا به د ټپ درد او پړسوب په کمیدو او د وینې په ودریدو کې مرسته وکړي.

2- د پښو بدبويي له منځه وړي

په قوي تور چای کې موجود تانیک اسید د پښې په تلو او د ګوتو منځونو کې شته بکټریاوې چې بوی پیدا کوي وژني او چاودونه بندوي. له دې سره ستاسو پښې لږې خوله کیږي.

تاسو خپلې پښې په تورچای وینځلی او د بدبویئ مخه یې نیولی شئ.

لاره یې داده چې یو دوه د تور چای واړه پاکټونه په یوه اندازه اوبو کې د ۱۵ دقیقو لپاره و ایشوئ.

وروسته د چاۍ پاکټونه ترې لرې کړئ او دا جوش شوی تورچای له دوه لیتره اوبو سره ګډ کړئ.

که اړتیا وه پریږدئ چې چای سوړ شي. بیا په کې له ۱۵ دقیقو څخه تر ۳۰ دقیقو پورې خپلې پخې ولمبوئ. دا طریقه څو ورځې سر په سر تکرار کړئ، د پښو له بدبویۍ به بې غمه شئ.

3- د ورویو له سلامتۍ سره مرسته کوي

تور چای ځینې ښه تانیک ډوله اسیدونه لري، چې پړسوب کموي، او د وریو د وینې کیدو مخه نیسي.

که چیرې مو ورۍ پړسیدلي وي، نو کولی شئ چې د تورچای وړه او لمده کڅوړه پرې زور کړې د څه وخت لپاره ونیسئ ، دا به یې له ښه کیدو سره مرسته وکړي.

تاسو تور چای د خوله وینځلو مایع په توګه هم کارولی شئ چې ورسره ستاسو د وریو عمومي سلامتۍ ته ګټه رسیږي. البته که وریو کې جدي ستونزه او تشویش لرئ، تل باید له ډاکتر سره مشوره وکړئ.

4- ستاسو د وجود دفاعي سیستم پیاوړی کوي

د تافټس په پوهنتون کې پوهان تور چای د غوره انټي اکسیدنونو د لرلو له کبله د ۲۲ ترکاریو له ظرفیت سره مقایسه کړي دی. په دې څیړنه کې تور او شین چای د انټي اکسیډنو د ښه ظرفیت لرونکي بلل شوي.

پوهان وايي، که تور چای په اوبو کې د پنځو دقیقو لپاره حل شي او بیا وڅښل شي د ځینو میوو هومره د وجود دفاعي سیستم ته ګټه کوي.

5- د سترګو حساست او خارښت کموي
که سترګې مو سرې وي، خارښت کوي. نو دوه پاکټه تور چای په پاکو او تودو اوبو کې د لس دقیقو لپاره حل کړئ. پر دې مایع سترګې ووینځئ تر ډیر به مو د سترګو پړسوب، خارښت او سوروالی راکم کړي.


6- تاو خالونه رغوي

تور چای د تبې او زکام له کبله د خولې شا او خوا وتلي ټپونه ( تاو خالونه ) زر رغوي.

په تور چای کې شته فلوونویډونه( flavonoids) او کافین د هیرپس د وایروس د پراختیا په مخنیوي کې ګټور ثابت شوي.

د ایرل ګری (Earl Grey ) په نو د چای کچوړې تر ټولو مؤثرې ثابتې شوې دي.

ددې لپاره چې سمه ګټه ترې واخلئ، کله چې فکر کوئ پر یو ځای مو د تبې یا زکام وروسته تاوو خال ( دانه ) د راوتلو په حال کې دی، هلته د تورچای لوند او سوړ شوی پاکټ د لس دقیقو لپاره ونیسئ. د ورځې څو ځل دا تکرار کړئ. نو له دې سره به د شونډو او خولې شا او خوا د راوتونکو تاو خالونو ځواک راکم کړئ . او زر به ورغیږي او یا بر ګردسره راونه وځي.

7- الرژۍ سره مبارزه کوي

مخکې مو وویل چې تور چای د فلوونویډونو( flavonoids) له پلوه غني دی. دا داسې ګیاهي کیماوي مواد دی چې د التهاب په وړاندې مبارزه کوي او د وجود مقاومت زیاتوي. د ورځې څو پیالې تور چای ستاسو د الرژي شکایتونه کمولی شي.

8- که پښه مو بوټانو وهلې وي
د پښو د هغو ټپونو لپاره هم تور چای مرسته کولی چې د بوټان سره د لګیدو له کبله پېښیږي. د تور چای لمده او توده کڅوړه پرې د څه وخت لپاره ونیسئ. تور چای طبیعي انټي بیوټیک لري د بوټانو له کبله وهل شوي ټپونه رغوي او درد او پړسوب یې کموي.

9- د بواسیرو درملنه

هغوی چې د بواسیرو (hemorrhoids ) شکایت لري کولی شي د تور چای توده او لمده کڅوړه په مستقیمه توګه د څه وخت لپاره پر هغه ځای چې پړسوب او درد لري ونیسي. په تور چای کې شته تانیک اسید مرسته کوي چې پړسوب او درد کم کړي او همدارنګه د وینې د ودریدو سره هم که د بواسیرو له کبله وي مرسته کوي.

غوښتنه او یادونه: 
له نورو سره ددې لیکنې شریکول مه هیروئ

 

/* ]]> */