د ژوند رنګونه ژوند بڼه

د توروالي ( غنمرنګۍ ) ګټې

لیکوال : ډاکتر اټول تانیجا – جلدي متخصص
ژباړه : شمیم اتل

ګڼ افغانان بلکې په ټولیزه توګه د منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ګڼ خلک د سپین پوستکې مینوال دي او سپینوالی د ښکلا یو مهم معیار ګڼي. دا هماغه څه دي چې په دې لمرینه سیمه کې کم دي او ګڼ خلک دلته غنم رنګې څیرې لري.

یو شمیر ښځې خو د خپل مخ د سپینولو لپاره ډول ډول کریمونه او کیماوي مواد کاروي چې له ګټې یې تاوان زیات وي.

*******

*******

په تلویزونونو او اخبارونو کې اعلانونه هم تل د داسې صابونونو، کریمونو او نورو څیزونو وي چې تولیدونکي یې پر کارولو د پوستکي د سپینیدو ژمنې کوي.

خو ایا پوهیږئ چې ستاسو د څیرې غنمرنګي او توربخون والی د ځینو ډیرو ښو تکاملي او بیولوژیکي دلایلو له مخې دی. او که طبي خبره وکړو نو دا درته ښه ده چې تاسو ډیر سپین پوستکی نه لرئ.

د انسان پوستکی د لمر د تیزو وړانګو په وړاندې په طبیعي توګه توربخون کیږي او د میلانین په نوم د یوې رنګ دارې مادې کمیت په کې زیاتیږي.

هر څومره مو چې میلانین زیات وي هومره مو پوستکی توریږي او هومره خوندي کیږي. میلانین د نورو فکټورنو تر څنګ د طبیعي چتر کار ورکوي او مضرې وړانګې پوستکي ته له ننوتلو منعه کوي.

دلته څو دلایل یادوو چې ولې توربخون پوستکی خوندی او ښکلی وي :

لمرسوزیدنې خطر یې کم دی

د سپین پوستکي لرونکي ډیره کله د لمر وړانګو ته د ښکاره کیدو له کبله پر خپل جلد د لمرسوزیدنې له کبله د خارښت، سوروالي او پړسوب نښې ګوري چې ځورونکي او دردناکي وي.

ځینې افراد د لمر سوزیدنې له کبله ډیر جدي ټپونه اخلي چې پراخه درملنه او د پوستکي د عکس العمل جدي کنټرول غواړي.

ستاسو توربخون پوستکی تاسو ته ددې اجازه درکوي چې تر لمر لاندې ډیر وخت تېر کړۍ او له لمر سوزیدنې په امن اوسئ.

د زړښت د رسوا نښو کموالی

ژورې او واضحې د مخ ګونځې، پر بارخو او پوزه د وینې مات رګونه، پر جلد د عمر د تیریدو سپینې او خړې خاپې، د پوستکي خلته کیدل او ځینې نورې نښې په عامه توګه د سپین جلد لرونکو اشخاصو پر پوستکو زر او ډیرې څرګندیږي. چې سبب یې د اوږدې مودې لپاره لمر ته مخ کیدل وي. دې بدلونونو ته فوټو – ایجینګ ( photo-aging) وايي.

نو که تاسو توربخون پوستکی ولرئ، په طبیعي توګه د لمر په وړاندې تحفظ لرئ. پوستکی مو کلونه کلونه لمر ته له څرګندیدو او زړښت وروسته هم کمې ګونځې لري او د فوټو ایجینګ نورې علامې هم یا کمې او یا هیڅ نه وي.

د جلدي سرطان خطر کم دی

د توربخون پوستکي لرونکي په په جلدي سرطان ډیر کم اخته کیږي. مخکې مو یادونه وکړه چې توربخون جلد د میلانین په نوم رنګه مواد لري چې د پوستکي ته د مضرو وړانګو د ننوتو مخه نیسي. اوس تاسو یو سپین پوستکی چې د میلانینو اندازه یې کمه او شفاف وي تصور کړئ. د ( UV) وړانګې د شفاف پوستکي لاندینۍ برخې ته لاره مومي چې دا وړانګي حجرې او د پوستکي ډي این اې زیانمنوي او د جلدي سرطانونو سبب کیږي.

هغوی چې توربخون پوستکی لري، ددې وړانګو څخه تر ډیر په امان وي او د جلدي سرطانونو پېښې په کې کمي لیدل کیږي. خو له دې سره هم له یاده مه باسئ چې تورپوستکي هم له جلدي ناروغیو او له دې جملې څخه له سرطانونو خوندي نه دي او که د تشویش وړ څه په خپل جلد کې ګورئ ډاکتر سره مشوره وکړئ.

البته له بل پلوه د توربخون جلد لرونکي کسان ډیر کله له دې امله چې د لمر د وړانګو په وړاندې طبیعي پوښښ لري د ویټامین ډي د کمي له ستونزې سره مخ وي. ځکه ویټامین ډي په وجود کې د لمر د وړانګو څخه تولیدیږي له همدې کبله هغوی چې غنم رنګ او یا توربخون پوستکي لري د ویټامین ډي کمښت په کې زیات وي چې ستاسو د ژوند او روغتیا په بیلابیلو اړخونو ناوړه اغیز کولی شي.

نو که توربخون یا غنم رنګ جلد لرئ خوښ اوسئ. له هغو کریمونو او نورو کیماوي موادو نه ځان وساتئ چې د پوستکي د سپینیدو ژمنې کوي. په دې کریمونو کې ډیر داسې مواد شته چې ستاسو پوستکي په دایمي توګه زیانمنولی شي.

نو پر تور باد مه وایئ خلکو..

یاران کې  نورې لیکنې چې ښايي درته جالبې وي: 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */