ځوانان او زده کړې

اوتوبيوګرافي او بيوګرافي؛ د دواړو پر اړینو توپيرونو بحث

لیکنه: ياران

لیکنه: قطار ظفري

اوتوبيو ګرافي د خپل ژوند د احوال او واقعاتو بيان ته ويل کيږي . په فرهنګ عميد کې راغلي : (( شرح حالي که خود شخص بنوسيد )) (( د خپل ځان په اړه شرحه ورکول يا د خپل ځان په اړه معلومات ليکل))

او اوتو بيو ګرافي يوازې د ژوند احوال او د واقعاتو يوه هسې چټې مجموعه نه ده بلکې د ليکونکي د پېښو داخلي کيفيتونه ، د زړه احساس، شخصي او عملي تجربې، د ژوند احساساتي اړخونه او په مجموعې ډول د ژوند په هره برخه کې د هغه د نظر ترجماني کوي.

مصنف ځينې وختونه د هغو سياسي، اقتصادي او ټولنيز عواملو يادونه چې کله نا کله يې په ده باندې اثر اچوي هغه اثرات چې د نوموړي د ژوند د يو خاص لوري په ټاکلو کې يې مهم رول لري لوبولى وي، په اوتو بيوګرافۍ کې له قلمه نه غورځي او يادونه يې کيږي.

ليکوال د خپلې خوښې، طبعي او تفکر د ډول سره سم په اوتو بيوګرافي کې ځينې اړخونه څرګندوي. او تو بيوګرفي د مختلفو اهدافو او مقاصدو لپاره ليکل کيږي. د اکثره ليکوالو اهداف او مقاصد اصلاحي او اخلاقي وي او هم غواړي چې نړيوالو ته خپلې تجربې او مشاهدې وړاندې کړي.

ځينې اوتوبيوګرافۍ يوازې د يوه يادګار او دلچسپۍ په خاطر ليکل کيږي. اوتو بيوګرافي د څو خواو نه ډېره غوره او په زړه پورې ده، کله کله اوتو بيوګرافي د داستان، ناول او لنډې کيسې څخه هم خوږه او په زړه پورې وي.

خو د ځېنو ليکوالوپه عقيده يوه غوره اوتو بيوګرافي ليکنه هغه ده چې دکومې سترې دعوې څخه پرته د ژوند په ساده حالاتو ليکل شوې وي.

په همدې لحاظ اوتوبيوګرافي ليکنه مختلف ډولونه لري. د اوتو بيوګرافي ليکنې او بيوګرافي ليکنې توپير دادى چې بيو ګرافيکه ليکنه د يو شخص يا شخصېت د ژوند مفصل او بشپړ انځوروي دتنقيد او تبصرې څخه هم کار اخلي. بيوګرافي ليکونکى يو بې طرفه مبصر هم کيداى شي خو اوتوبيوګرافي ليکونکي ته بيا زياتې ستونزې په مخ کې پرتې دي. اوتوبيوګرافي ليکونکي ته ضرور نه دي چې د شخصېت پوره احاطه دې وکړي، اوتوبيوګرافي ليکونکى شايد د ژوند يو اړخ او يا څو محدود اړخونه وړانې کړي.

د اوتوبيوګرافې ليکنې په وسیله يو خاص، ماحول او چاپيريال په زياته ښه توګه پېژندل کيږي، د يو بيوګرافي ليکونکي لپاره تر ټولو ارزښتناکه او د مستندو موادو حيثيت لري. د ادبي نقطې له نظره د يوې غوره اوتوبيوګرافۍ د لوستلو څخه مونږ د خوند اخیستلو په څنګ کې په تاريخ، سياست، اخلاقو، روحياتو، کلتور او راشه درشه باندې هم حاکميت پيدا کوو.

بيوګرافي
دا هم د ادبي يا هنري نثر يو ډول دى. چې په اصل کې د مقالې ليکنې يو شکل دى. بيوګرافي ليکنه د ادب هغه برخه ده چې په هغې کې د يو تن د زيږيدو څخه بيا تر مړينې پورې ټولې پېښې د ذهني او عقلي ودې مختلف مراحل او همدارنګه دده د ځانګړې کارنامې او داسې نورې پېښې په تفصيل سره بيانيږي.
په بيوګرافۍ کې دا ضروري نه ده چې شخص دې حتماً د جګړې قهرمان، قوي حکمران، مشهور اديب، غوره سياست پوه او يا داسې نور وي.

اما داسې شخص هم کيداى شي چې غير له دغه کارنامو او نوم ورکى شخص وي، د بيوګرافۍ ليکنې موضوع وګرځي ځکه سمه بيوګرافي ليکنه د يو شخص يا معمولي شخص غوره عکاسي او د سفرونو ثبتوونه د يوه لوى شخص، عالم پوه دلچسپۍ باعث کيداى شي، په بيوګرافۍ ليکنه کې د تاريخي شخصيتونه راتلاى شي له همدې کبله بيوګرافي ليکنه هم په حقيقت کې يو ډول تاريخ هم دى. د تاريخ بنسټ په پېښو سره ولاړ وي.

غوره بيوګرافي ليکنه يو فني او تخليقي کار او عمل دى. دا ډول بيوګرافي ليکنه څه اسان کار نه دى، بيوګرافي ليکونکى د ډېرو مشکلاتو، ستونزو او ازمايښتونو سره مخامخ کيږي بيوګرافي ليکوونکي ته په کار دي چې د بې ځايه ګوتو نيولو او عيبونو په پلټلو لاس پورې نه کړي، په بيوګرافۍ کې نيمګړتياوي پيدا کيږي او بيوګرافۍ ته تاوان رسيږي بيوګرافۍ ليکونکى بايد صادق او بې طرفه وي، په ليکنه کې د عدالت څخه کار واخلي، د يو هيرو يا شخص ښې او بدې خواوي دې په منصفانه توګه سره بيان کړي، څومره چې د ښېګڼې په بيانولو سره مبالغې پرهيز او لرې والى ضروري دى په همدغه اندازه په نيمګړتياوو باندې پرده اچول هم مناسب ندي. په بيوګرافۍ ليکنه کې غوره دا ده چې ليکوال د بي ځايه اوږدوالي څخه ځان وژغوري. غوره بيوګرافي ليکونکى تل نويو او وتليو اصولو څخه کار اخلي بيوګرافي ليکونکي ته نه ښايي چې له ځانه مبلغ او واعظ جوړ کړي دا ځکه چې دا ډول ليکنه د ده اصلي دنده نه ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران