پاکستان ته د بن سلمان سفر؛ د عمران خان ډریوري، ۲۰ میلیارده ډالر او غبرګونونه

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش

پاکستان تازه د سعودي عربستان د ولیعهد ( د پاچا د زوی او تر مرګ وروسته د پاچایۍ وارث) محمد بن سلمان د شانداره سفر کوربه و.

دلته به د دغه سفر مهم اړخونه بحث او جزیات به یې درسره شریک شي:

شانداره هرکلی
پاکستان د خپل دغه قیمتي مېلمه شانداره او بې ساری هرکلی وکړ. د پاکستان هوایي حریم ته د محمد بن سلمان له رسیدو سره ګڼې پاکستاني جیت الوتکې فضا ته لاړې څو د بن سلمان الوتکه بدرګه کړي.

د پاکستاني رسنیو خپاره کړي عکسونه ښیي، چې د سعودي شهزاده الوتکه ښي او چپ لاس دواړو ته د درې- درې ایف ۱۶ جیټ الوتکو لخوا بدرګه کیدې.

د عمران خان ډریوري
د سعودي شهزاده ځمکې ته له رسیدو سره هم سخت استقبال شو. د پاکستان ترټولو با صلاحیته مقام صدراعظم عمران خان شخصاً خپله د هغه موټر ډریوري وکړه، چې بن سلمان یې د صدراعظم تر ماڼۍ پورې لېږدوه.

دغې ماڼۍ ته له رسیدو سره د بن سلمان په درناوي د توپ ۲۱ ډزې وشوې.
همدا شان هلته د ده په نوم یو نیالګی هم وکرل شو.

شاهي مېلمستیا
د عمران خان ماڼۍ ته له رسیدو سره سم د بن سلمان او ورسره مل پلاوي په ویاړ شانداره شاهي مېلمستیا برابره شوي وه.

له مېلمستیا وروسته بن سلمان اعلان وکړ، چې هېواد یې په پاکستان کې ۲۰ میلیارده ډالره پانګونه کوي.

هعه دا هم وویل، چې نور په سعودي کې ځان د پاکستان د خلکو استازی ګڼي او له ورتګ سره سم به د پاکستاني کارګرانو ستونزې حلوي.

د عمران خان ستاینه
محمد بن سلمان پاکستانیانو ته ډاډ ورکړ، چې سعودي عربستان به یې تل په سختو ورځو کې مرسته کوي.

هغه همدا شان د عمران خان کارونه وستایل او ویې ویل، چې پاکستان یې ښه رهبري کړی.

هغه ټینګار وکړ، چې د اسلام اباد او ریاض ښې اړیکې د سیمې راتلونکې څېره ښه کولای شي.

د بن سلمان په وینا دواړه خواوې به په سیاسي، ګرځندوی او امنیتي برخو کې له یو بل سره همکارۍ کوي.

د اړیکو نوی فصل
پاکستاني صدراعظم عمران خان پخپلو خبرو کي د پاکستان- عربستان د اړیکو د نوي فصل د پیل خبر ورکړ.

د ده په وینا د سعودي پانګونه به یې د هېواد اقتصادي شرایط بهتره کړي.

عمران خان همدا شان په سعودي کې د ۳ زرو بندي پاکستاني کارګرو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه، چې مقابل لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ۷ تړونونو لاسلیک
د یاد شوي سفر پر مهال د سعودي یو شمير وزیرانو له پاکستاني سیالانو سره یې د انرژۍ، ګرځندوی، معادن، صنعت، هوټل دارۍ او یو شمېر نورو برخو کي ۷ تړونونه هم لاسلیک کړل.
دا تړونونه لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله وو.

د چین هرکلی
د پاکستان تر ټولو نیږدې متحد او ګاونډي هېواد چین د پاکستان او سعودي د دغو نویو اړیکو هرکلی کړی او خوښي یې پرې ښودلې.

د ایران نارضایتي
ایران، چې له سعودي سره سیاسي او مذهبي ستونزې لری، پخپل ګاونډ پاکستان کې د هغه هېواد د شهزاده له تاوده هرکلي او پانګونې ناراضه دی.

که څه هم په رسمي ډول دغه هېواد داسې نارضایتي نه ده ښودلې، خو د نېمه دولتي رسنیو لخوا یې تر ډېره د دغه سفر د منفي انعکاس هڅه شوې او سعودي د سیمې په خیر نه دی ګڼل شوی.

د افغانانو غبرګون
په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو غبرګونونه مختلف دي.

ځینو عمران خان چاپلوس او د پیسو لپاره په هر ډول ټیټې پاسې تورن کړی.

ځینو پاکستان هوښیار ګڼلی او ویلي، چې د افغان جهاد په سر یې د سعودي په ګډون ټوله دنیا وخوړه او لا یې خوري.

یو شمېر نورو عمران خان ستایلی، چې د هېواد د ګټو لپاره یې حتا ډریورۍ ته تیار دی.

About بشر درویش 375 Articles
بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي